Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1یوشیا اته کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې یودېرش کاله پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم یدیده ؤ، هغه د عدایه لور وه چې د بصقت د ښارګوټي څخه ؤ.
2یوشیا هغه کار کاوه چې د څښتن په نظر کې ښه ؤ. هغه د خپل نیکه داود لاره غوره کړه او په ټینګه یې د څښتن د ټولو قوانینو اطاعت کاوه.
3د یوشیا د پاچاهۍ په اتلسم کال، هغه د اصلیا زوی شافان چې د مشلام لمسی ؤ او د دربار منشي ؤ د دغه حکم سره د څښتن کور ته ولېږه:
5هغوی ته ووایه چې دا پیسې هغو ټېکادارنو ته ورکړي چې د څښتن د کور د بیاجوړونې مسؤولیت لري. دوی باید هغه
6ترکاڼانو، معمارانو او خټګرانو ته ورکړي او همدارنګه هغه لرګي او توږل شوې تیږې دې واخلي چې په بیاجوړونه کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.
7هغه خلک چې د کار مسؤولیت په غاړه لري هغوی صادق خلک دي، نو دې ته اړتیا نشته چې د هغوی څخه د پیسو حساب وغواړو.>
8حلقیا، شافان منشي ته وویل: هغه دا کتاب شافان ته ورکړ او هغه ولوست.
9نو شافان بېرته پاچا ته ورغی او هغه ته یې خبر ورکړ:
10شافان زیاته کړه: او هغه یې پاچا ته په لوړ آواز ولوست.
11کله چې پاچا د شریعت د کتاب خبرې واورېدلې، له غمه یې خپل کالي وشلول.
12هغه حلقیا کاهن، د شافان زوی اخیقام، د میکایا زوی عکبور، شافان د دربار منشي او د پاچا خدمتګار عسایا ته دغه حکم ورکړ:
14حلقیا، اخیقام، عکبور، شافان او عسایا لاړل چې د یوې پیغمبرې سره چې حلده نومېده، مشوره وکړي. هغه د اورشلیم د ښار په نوې سیمه کې اوسېدله (د هغې مېړه شلوم نومېده چې د تقوه زوی او د حرحس لمسی ؤ، هغه د خدای د کور د کالیو د ساتلو مسؤولیت په غاړه درلود). نو څه چې پېښ شوي وو هغې ته یې بیان کړل.
15هغې ورته وویل چې پاچا ته بېرته لاړ شي او هغه ته د اسراییلو د څښتن خدای دغه پیغام ورکړي:
17هغوی زه پرېښودم او نورو خدایانو ته یې خوشبویي وسوځولې، په خپلو ټولو کارونو یې زما قهر راپارولی دی. نو زما قهر به د اورشلیم په مقابل کې سوړ نه شي.
18خو د یهودا پاچا په اړه چې تاسو یې د څښتن د مشورې دپاره رالېږلي یئ هغه ته ووایئ چې د اسراییلو څښتن خدای وایي: تا د دې کتاب کلام اورېدلی دی.
19کله چې تا واورېدل چې ما د دې ځای او د هغه د اوسېدونکو په ضد داسې خبرې وکړې چې هغه به ویجاړ او لعنتي شي، تا توبه وویستله، د تواضع سر دې زما په وړاندې ټیټ کړ، خپل کالي دې وشلول او زما په مخکې دې وژړل، نو ما ستا دعا قبوله کړه.
20په دې خاطر زه به تا پرېږدم چې په آرامۍ سره مړ شې. ستا د مرګ څخه وروسته به اورشلیم په بلا اخته کړم.> نو هغوی یوشیا پاچا ته دا پیغام ورورساوه.