Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
37 verses
1انو یوشیا پاچا د یهودا او اورشلیم ټول سپین ږیري خپل حضور ته راوغوښتل.
2هغه د یهودا د کلیو او ښارګوټو خلکو، د اورشلیم د ښار خلکو، کاهنانو، نبیانو او نورو ټولو خلکو سره چې شتمن او غریب پکې شامل وو د څښتن کور ته لاړ. پاچا د ټولو په مخکې په لوړ آواز سره د لوظ هغه ټول کتاب ولوست چې د څښتن په کور کې موندل شوی ؤ.
3پاچا د شاهي ستنې سره ودرېد او د څښتن سره یې لوظ وکړ چې د هغه اطاعت به کوي، د زړه له کومي به د هغه د قوانینو او حکمونو څخه پیروي کوي او هغه غوښتنې به عملي کوي چې په لوظنامې پورې تړلې دي او په دې کتاب کې لیکل شوې دي. ټول قوم ژمنه وکړه چې په دې لوظنامې باندې به ټینګ ودریږي.
4بیا پاچا مشر کاهن حلقیا، د هغه مرستیالو کاهنانو او د څښتن د کور د دروازې ساتونکو ته حکم وکړ چې هغه ټول شیان چې د بعل، د اشیره د بتانو او ستورو ته په عبادت کولو کې ورڅخه کار اخیستل کېده د څښتن د کور څخه راوباسي. وروسته پاچا دا ټول شیان د ښار څخه بیرون د قدرون په دره کې وسوځول او د هغو ایرې یې بیت ییل ته یوړلې.
5هغه کاهنان یې له کاره ګوښه کړل چې د یهودا د پاچاهانو له خوا د دې دپاره ټاکل شوي وو چې د یهودا د ښارونو او د اورشلیم په شاوخوا په عبادتځایونو کې خوشبویي وسوځوي. همدارنګه یې هغه ټول کاهنان چې بعل، لمر، سپوږمۍ او ستورو ته یې خوشبویي سوځولې، لیرې کړل.
6هغه د څښتن د کور څخه د اشیره بت لیرې کړ، هغه یې د ښار څخه وویست او د قدرون درې ته یې یووړ. هلته یې هغه وسوځاوه، د هغې ایره یې په ګرد باندې بدله کړه او په عمومي هدیره باندې یې وشیندله.
7یوشیا هغه ودانۍ ورانې کړې چې د څښتن په کور کې وې او لواطت کارانو په هغې کې کار کاوه او هم په هغه ځای کې به ښځو د اشیره د بت دپاره چپنې ګنډلې.
8هغه کاهنان چې د یهودا په ښارونو کې اوسېدل، یوشیا هغوی اورشلیم ته راوستل. هغه په ټول وطن کې یعنې په شمال کې د جبع څخه نیولې په جنوب کې تر بئرشبع پورې د قربانۍ هغه ځایونه ناپاکه وګرځول چې هلته به کاهنانو خوشبویي سوځولې. یوشیا هغه د قربانۍ ځایونه وران کړل چې د ښار د والي یهوشع د دروازې په خوله کې او د ښار د دروازې کيڼې خواته وو.
9که څه هم دغو کاهنانو ته اجازه نه وه چې په اورشلیم کې څښتن ته د قربانۍ په ځای کې خدمت وکړي، مګر هغوی کولی شول چې هغه فطیره ډوډۍ وخوري چې د نورو کاهنانو دپاره پخېدله.
10همدارنګه یوشیا پاچا د توفت د قربانۍ ځای هم ناپاکه وګرځاوه چې د حنوم په دره کې ؤ، ترڅو هېڅوک ونه شي کولی چې خپل زوی یا خپله لور د سوځېدونکې نذرانې په توګه د مولک بت ته قرباني کړي.
11یوشیا د آسونو هغه مجسمې هم لیرې کړې چې د یهودا پاچاهانو لمر ته د عبادت کولو دپاره وقف کړې وې او هغه جنګي ګاډۍ یې وسوځولې چې په دې عبادت کې به ورڅخه کار اخیستل کېده. (دا مجسمې د څښتن د کور په حوېلۍ کې، د هغې دروازې تر څنګ چې د یو لوړ رتبه درباري نتنملک د اوسېدلو ځای ته نژدې وه، ساتل شوې وې.)
12یوشیا پاچا د قربانۍ هغه ځایونه چې د یهودا پاچاهانو د ماڼۍ په بام یعنې د آحاز پاچا په کوټې باندې جوړ کړي وو، د قربانۍ د هغو ځایونو سره یوځای وران کړل چې منسي پاچا د خدای د کور په دوو حوېلیو کې جوړ کړي وو. هغه دا د قربانۍ ځایونه ټوټې ټوټې کړل او هغه یې د قدرون په درې کې وغورځول.
13یوشیا د قربانۍ هغه ځایونه ناپاک وګرځول چې سلیمان پاچا د اورشلیم په ختیځ کې او د فساد یعنې د ګناه د غره په جنوب کې د ناوړه بتانو د عبادت دپاره جوړ کړي وو - یعنې د صیدون د خلکو بت عشت��روت، د موآب د خلکو بت کموش او د عمون د خلکو بت مولک دپاره.
14یوشیا پاچا د تیږو ستنې ټوټې ټوټې کړې، د اشیره بتان یې ویجاړ کړل او هغه ځمکه چې دغه بتان پکې ودرول شوي وو هغه یې د انسانانو په هډوکو باندې پټه کړه.
15پرته له دې یوشیا هغه د قربانۍ ځای هم وران کړ چې په بیت ییل کې ؤ او د نباط د زوی یروبعام پاچا له خوا چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ جوړ شوی ؤ. یوشیا د قربانۍ ځای راوغورځاوه، د هغه تیږې یې ټوټې ټوټې کړې او په ګرد یې بدلې کړې. هغه د اشیره بت هم وسوځاوه.
16بیا یوشیا شاوخوا وکتل او په غونډۍ باندې یې یوه هدیره ولیده. د هغو څخه یې هډوکي راوویستل، د قربانۍ په ځای کې یې وسوځول او په دې ډول هغه د قربانۍ ځای ناپاکه کړ. لکه څنګه چې د خدای نبي یروبعام ته وړاندوینه کړې وه کټ مټ هماغسې وشول.
17یوشیا پاچا شاوخوا وکتل او یوه غټه تیږه یې ولیدله. هغه پوښتنه وکړه: د بیت ییل خلکو ځواب ورکړ:
18یوشیا امر وکړ: نو نه د هغه نبي هډوکي بېځایه شول او نه د هغه بل نبي هډوکي چې د سامرې څخه راغلی ؤ.
19یوشیا پاچا په هر ښار کې هغه بتخانې ورانې کړې چې د اسراییلو د پاچاهانو له خوا جوړې شوې وې او د هغو په سبب یې د څښتن قهر راپارولی ؤ. هغه د قربانیو د دې ټولو ځایونو سره داسې کار وکړ لکه څنګه چې هغه په بیت ییل کې کړی ؤ.
20هغه د بتخانو هغه ټول کاهنان چې هلته یې خدمت کاوه د قربانیو په ځایونو باندې ووژل او د قربانۍ په ټولو ځایونو باندې یې د انسان هډوکي وسوځول. بیا هغه اورشلیم ته ستون شو.
21یوشیا خلکو ته امر وکړ:
22له هغه وخت راهیسې چې قاضیانو په قوم باندې حکومت کاوه، د اسراییلو او یهودا د پاچاهانو په وخت کې هېڅ کله دا اختر په دې ډول نه ؤ لمانځل شوی.
23مګر د یوشیا د پاچاهۍ په اتلسم کال د فسحې اختر په اورشلیم کې ولمانځل شو.
24د دې دپاره چې د هغه کتاب لیکل شوي قوانین عملي شي، کوم چې مشر کاهن حلقیا د څښتن په کور کې موندلی ؤ، نو یوشیا پاچا د اورشلیم او یهودا څخه ټول جادوګران او فال کتونکي، ټول کورني خدایان، بتان او د بت پرستۍ ټول شیان له منځه یوړل.
25یوشیا پاچا د زړه له کومي او په خپل ټول فکر او قوت سره د څښتن خدمت وکړ او د موسیٰ د ټول شریعت څخه یې اطاعت وکړ. د هغه څخه نه مخکې داسې پاچا ؤ او نه وروسته.
26مګر د هغو کارونو په سبب چې منسي پاچا کړي وو، څښتن په یهودا باندې ډېر په قهر شوی ؤ او لا هم د هغه قهر سوړ شوی نه ؤ.
27څښتن وویل:
28د یوشیا د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
29هغه وخت چې یوشیا پاچا ؤ، د مصر فرعون نیکو د خپل لښکر سره د فرات سیند ته لاړ چې د آشور پاچا سره مرسته وکړي. یوشیا پاچا لاړ چې د هغه سره جګړه وکړي، مګر فرعون نیکو د هغه سره مخامخ شو او هغه یې په مجدو کې وواژه.
30د هغه درباریانو د هغه مړی په جنګي ګاډۍ کې کېښود، بېرته یې اورشلیم ته یووړ او په خپله هدیره کې یې ښخ کړ. د یهودا خلکو د یوشیا زوی یهوآحاز سر په تېلو غوړ کړ او هغه یې خپل پاچا وټاکه.
31یهوآحاز درویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او درې میاشتې یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه مور حموطل نومېدله او د ارمیا لور وه چې د لبنه د ښار څخه ؤ.
32هغه د خپلو نیکونو لاره غوره کړه او د څښتن په مقابل کې یې ګناه وکړه.
33د مصر فرعون نیکو، یهوآحاز د حمات د خاورې په ریبله کې په زندان کې واچاوه. په دې ډول د یهوآحاز پاچاهي پای ته ورسېدله. بیا نیکو د یهودا خلک مجبور کړل چې هغه ته درې زره او څلورسوه کیلوګرامه سپین زر او څلوردېرش کیلوګرامه سره زر باج ورکړي.
34فرعون نیکو، الیاقیم د یوشیا بل زوی د خپل پلار په ځای پاچا وټاکه او د الیاقیم نوم یې په یهویاقیم باندې بدل کړ. یهوآحاز د نیکو له خوا مصر ته یوړل شو او هلته مړ شو.
35یهویاقیم پاچا سپین او سره زر د مصر پاچا نیکو ته د باج په توګه ورکړل. د غوښتل شوو پیسو د راټولولو دپاره یې د هېواد د خلکو څخه د هغوی د شتمنۍ په تناسب مالیه راټوله کړه.
36یهویاقیم پنځه ویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې یوولس کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور زبیده نومېدله او د فدایا لور وه چې د رومه د ښارګوټي څخه ؤ.
37یهویاقیم د خپلو نیکونو لاره غوره کړه او د څښتن په مقابل کې یې ګناه وکړه.