Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1د یهویاقیم د پاچاهۍ په وخت کې د څپرکیل پاچا نبوکدنصر په یهودا باندې برید وکړ او یهویاقیم درې کاله هغه ته غاړه کېښودله، وروسته بیا هغه یاغي شو.
2لکه څنګه چې څښتن د خپلو خدمتګارو نبیانو په وسیله ویلي وو نو هغه د یهودا په ضد د څپرکیلیانو، سوریایانو، موآبیانو او عمونیانو څخه وسله والې ډلې ولېږلې، ترڅو یهودا له منځه یوسي.
3دا هرڅه په رښتیا سره د څښتن د حکم سره سم په یهودا باندې وشول. دا د دې دپاره وشول چې د یهودا خلک د هغو ګناهونو له کبله چې منسي پاچا کړي وو د څښتن د حضور څخه وشړل شي.
4په ځانګړي ډول منسي د اورشلیم کوڅې په وینو ډکې کړې. د هغو بې ګناه خلکو په سبب چې هغه وژلي وو، څښتن نه غوښتل چې هغه وبخښي.
5د یهویاقیم د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
6یهویاقیم مړ شو او د هغه زوی یهویاکین د هغه په ځای پاچا شو.
7د مصر فرعون او د هغه لښکر بیا هېڅکله د مصر څخه ونه وتل، ځکه چې د څپرکیل پاچا هغه ټوله سیمه چې په مصر پورې تړلې وه یعنې د فرات د سیند څخه د مصر تر شمالي پولې پورې د خپل واک لاندې راوستې وه.
8یهویاکین اتلس کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې درې میاشتې پاچاهي وکړه. د هغه مور نحوشطا نومېدله او د الناتان لور وه چې د اورشلیم څخه ؤ.
9یهویاکین د خپل پلار لاره غوره کړه او د څښتن په مقابل کې یې ګناه وکړه.
10د هغه د پاچاهۍ په دوران کې د څپرکیلیانو لښکر چې د نبوکدنصر پاچا منصبدارانو یې مشري کوله، اورشلیم ته ورغلل او هغه یې کلابند کړ.
11د محاصرې په وخت کې خپله نبوکدنصر اورشلیم ته راغی.
12یهویاکین پاچا د خپلې مور، خپلو خدمتګارانو، خپلو منصبدارانو او د ماڼۍ د درباریانو سره څپرکیلیانو ته تسلیم شو. نبوکدنصر د خپلې پاچاهۍ په اتم کال یهویاکین اسیر کړ.
13نبوکدنصر د څښتن د کور او د ماڼۍ ټولې خزانې څپرکیل ته یوړې. همدارنګه هغه د سرو زرو هغه ټول سامان چې سلیمان پاچا د څښتن د کور دپاره جوړ کړی ؤ، ټوټې ټوټې کړ. دا هرڅه د څښتن د وړاندوینې سره سم سرته ورسېدل.
14نبوکدنصر د اورشلیم خلک او ټول منصبداران او جنګیالان د اسیرانو په توګه بوتلل چې د دې ټولو شمېر لسو زرو تنو ته رسېده. هغه کسبګران هم د آهنګرانو په شمول بوتلل او یواځې ډېر غریب خلک یې په یهودا کې پرېښودل.
15نبوکدنصر، یهویاکین د هغه د مور، ښځو، درباریانو او د یهودا د مشرانو سره د اسیر په توګه څپرکیل ته یووړ.
16همدارنګه نبوکدنصر اووه زره جنګي نفر او زر نفره کسبګر چې په هغو کې آهنګران هم شامل وو، څپرکیل ته بوتلل. هغه ټول په جګړه کې قوي او تکړه وو.
17نبوکدنصر د یهویاکین تره، متنیا د یهودا پاچا وټاکه او د هغه نوم یې په صدقیا باندې بدل کړ.
18صدقیا یوویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه یوولس کاله په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه مور حموطل نومېدله او د ارمیا لور وه چې د لبنه د ښار څخه ؤ.
19صدقیا پاچا کټ مټ د یهویاقیم پاچا په شان د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه.
20څښتن د اورشلیم او یهودا په خلکو باندې دومره په قهر شو چې هغوی یې د خپل حضور څخه وشړل.نو صدقیا د څپرکیل د پاچا نبوکدنصر په مقابل کې یاغي شو.