Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
19 verses
1څه موده وروسته د عمونیانو پادشاه ناحاش مړ شو او د هغه زوی حانون د هغه په ځای پادشاه شو.
2داود پادشاه وویل: نو داود خپل استازي ولېږل چې د هغه له خوا څخه د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي.مګر کله چې هغوی عمون ته ورسېدل،
3د عمونیانو مشرانو خپل پادشاه حانون ته وویل:
4نو حانون د داود استازي ونیول، د هغوی یوه خوا ږیره یې وخریله، کالي یې د پښو نه تر ملا پورې پرې کړل او رخصت یې کړل.
5هغوی ډېر شرمېدل چې کور ته راستانه شي. کله چې داود د دې پېښې څخه خبر شو نو هغوی ته یې خبر ورولېږه:
6عمونیان په دې پوه شول چې دوی داود خپل دښمن کړ، نو هغوی شل زره ارامي عسکر د بیت رحوب او صوبې څخه، دولس زره نفره د طوب څخه او د معکې پادشاه یې د زرو نفرو سره اجیر ونیول.
7داود د دې څخه خبر شو او یوآب یې د ټول لښکر سره د هغوی مقابلې ته ورولېږه.
8عمونیان راووتل او د خپل پایتخت ربه د دروازې په خوله کې ځای په ځای شول. په هغه وخت کې د صوبې او رحوب ارامیان او د طوب او معکې عسکر په صحرا کې ځای په ځای شول.
9یوآب ولیدل چې د دښمن لښکر به په هغه باندې مخامخ او د شا له خوا حمله وکړي، نو هغه د اسراییلو د عسکرو څخه ډېر ښه عسکر وټاکل او هغوی یې ارامیانو ته مخامخ ځای په ځای کړل.
10یوآب د خپلو لښکرو پاتې نفر د خپل ورور ابیشای تر قوماندې لاندې ورکړل او ابیشای هغوی د عمونیانو په مقابل کې ځای په ځای کړل.
11یوآب هغه ته وویل:
12قوي او زړور اوسه! راځه چې د خپل قوم او د خدای د ښارونو دپاره په مېړانه او زړه ورتیا سره وجنګېږو. څه چې د څښتن رضا وي هغه دې وشي!>
13نو یوآب او د هغه سړي مخکې لاړل چې حمله وکړي او ارامیان وتښتېدل.
14کله چې عمونیانو ولیدل چې ارامیان تښتي، هغوی د ابیشای څخه وتښتېدل او ښار ته ننوتل. نو یوآب د عمونیانو سره د جنګ کولو څخه راستون شو او بېرته اورشلیم ته لاړ.
15کله چې ارامیان پوه شول چې دوی ته اسراییلو ماتې ورکړه نو هغوی خپلې لښکرې بېرته سره راغونډې کړې.
16هددعزر پادشاه نور ارامیان راوغوښتل چې د فرات د سیند په ختیځه خوا کې وو. هغوی د پادشاه د قوماندان شوبک تر امر لاندې حیلام ته راغلل.
17کله چې داود دا واورېدل، هغه د اسراییلو ټولې لښکرې سره راغونډې کړې، د اردن د سیند څخه تېر شو او حیلام ته ورغی. ارامیان هلته هغه ته مخامخ ځای په ځای کېدل، بیا وروسته جګړه پیل شوه.
18خو د ارامیانو لښکرې د اسراییلیانو څخه وتښتېدلې. داود او د هغه سپرو عسکرو د ارامیانو اووه سوه د جنګي ګاډیو چلوونکي او څلوېښت زره سپاره عسکر ووژل. هغوی د دښمن قوماندان شوبک ژوبل کړ او هغه د جنګ په میدان کې مړ شو.
19کله چې هغه پادشاهان چې د هددعزر تابع وو ولیدل چې دوی د اسراییلو له خوا ماتې وخوړله نو د اسراییلو سره یې سوله وکړه او د هغوی رعیت شول. نو ارامیان د عمونیانو سره نور د کومک کولو څخه ووېرېدل.