Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1د بل کال په پسرلي، یعنې د کال په هغه وخت کې چې معمولاً پادشاهان جنګ ته ځي، داود ټولې د اسراییلو لښکرې د یوآب او د هغه د افسرانو د قوماندې لاندې جګړې ته ولېږلې. دوی عمونیان له منځه یوړل او د ربه ښار یې محاصره کړ، مګر داود په اورشلیم کې پاتې شو.
2یوه ورځ د مازدیګر په وخت کې داود له بستر څخه راپاڅېده او د ماڼۍ په بام باندې ګرځېده. له بامه څخه یې یوه ښځه ولیدله چې غسل یې کاوه. هغه ډېره ښکلې وه.
3نو داود یو نفر ولېږه چې دا معلومات وکړي چې هغه څوک ده. دا معلومه شوه چې هغه بتشبع د الیعام لور او د حیتي اوریا ښځه ده.
4نو داود استازي ورولېږل چې هغه راولي، هغه یې راوستله او داود ورسره څملاست. (هغې ښځې د خپل میاشتیني عادت څخه د پاکوالي په خاطر غسل کاوه.) وروسته هغه بېرته کور ته لاړه.
5د څو مودې نه وروسته هغه پوه شوه چې امیدواره ده او داود ته یې خبر ولېږه چې د دې خبرې نه خبر شي.
6نو داود یوآب ته پیغام ولېږه: نو یوآب اوریا هغه ته ورولېږه.
7کله چې اوریا ورغی داود د هغه څخه د یوآب او د لښکرو د سلامتۍ او د جنګ د حال پوښتنه وکړه.
8بیا هغه اوریا ته وویل: اوریا د ماڼۍ څخه لاړ او داود د هغه کور ته یو سوغات ورولېږه.
9مګر اوریا خپل کور ته لاړ نه شو او د پادشاه د ګارډ سره د ماڼۍ په دروازه کې ویده شو.
10کله چې داود واورېدل چې اوریا کور ته نه دی تللی، د هغه څخه یې پوښتنه وکړه:
11اوریا ځواب ورکړ:
12نو داود هغه ته وویل: نو اوریا هغه ورځ او راتلونکې ورځ هم په اورشلیم کې پاتې شو.
13داود هغه د ماښام ډوډۍ ته راوغوښت او هغه یې نېشه کړ. مګر ماښام اوریا ووت او د پادشاه د ګارډ سره په خپلې بسترې باندې ویده شو او کور ته لاړ نه شو.
14په راتلونکي سهار داود یوآب ته خط ولیکه او د اوریا په لاس یې ورولېږه.
15هغه لیکلي وو:
16نو کله چې یوآب ښار محاصره کاوه نو اوریا یې هغه ځای ته ولېږه چې هغه پوهېده هلته دښمن قوي دی.
17د دښمن ځواکونه د ښار څخه راووتل او د یوآب د ځواکونو سره وجنګېدل. د داود څو تنه عسکري منصبداران د اوریا سره یوځای ووژل شول.
18بیا یوآب داود ته د جنګ په باره کې پوره راپور ولېږه
19او استازي ته یې داسې لارښوونه وکړه:
20که دې ولیدل چې پادشاه په قهر شو او ستا څخه یې پوښتنه وکړه: تاسو ولې د هغوی سره د جنګ دپاره ښار ته دومره نژدې ورغلي وئ؟ آیا تاسو په دې نه پوهېدلئ چې هغوی به د دېوالونو څخه غشي ګوزار کړي؟
21آیا ستاسو په یاد نه دي چې ابیملک د جدعون زوی څنګه ووژل شو؟ په تاباز کې یوې ښځې د دېوال څخه د ژرندې پاسنی پل راوغورزاوه او هغه یې وواژه، نو بیا تاسو ولې دېو��ل ته دومره نژدې ورتللئ؟ که پادشاه ستا څخه دا پوښتنه وکړه، نو هغه ته ووایه: ستاسو عسکري منصبدار اوریا هم وژل شوی دی.>
22نو استازی داود ته ورغی او هرڅه چې یوآب ورته ویلي وو هغه یې خبر کړ.
23هغه وویل:
24بیا غشي ویشتونکو د دېوال څخه په مونږ باندې غشي وویشتل. اعلیحضرته! ستاسو د عسکري منصبدارانو څخه څو تنه ووژل شول او د هغوی سره اوریا هم ووژل شو.>
25داود استازي ته وویل:
26کله چې د اوریا ښځې واورېدل چې د هغې میړه مړ شوی دی، نو د هغه دپاره یې ویر وکړ.
27کله چې د ویر مراسم پای ته ورسېدل، داود هغه ماڼۍ ته راوغښتله. هغه د داود ښځه شوه او هغه ته یې زوی وزېږاوه. مګر څښتن د دې ناوړه کار څخه چې داود کړی ؤ راضي نه ؤ.