Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1څښتن ناتان نبي داود ته ورولېږه. ناتان هغه ته ورغی او ورته ویې ویل:
2شتمن سړي ډېرې زیاتې رمې او پادې درلودلې.
3مګر غریب سړي له یوې وړې ورۍ څخه پرته چې هغه یې په بیه اخیستې وه نور هیڅ نه درلودل. د هغې پالنه یې کوله او د هغه د ماشومانو سره په کور کې لوېدله. سړي به د خپلو لږو خوړو څخه هغې ته خواړه ورکول او ورۍ به د سړي د کاسې څخه څښاک کاوه او د ده په غېږ کې به څملاستله. هغه ته د لور په شان ګرانه وه.
4یوه ورځ د هغه شتمن سړي کور ته یو مسافر راغی، شتمن سړي نه غوښتل چې د خپلو رمو یا پادو څخه کوم حیوان حلال کړي چې د هغه دپاره ډوډۍ تیاره کړي. د هغه په ځای یې د هغه غریب سړي ورۍ ونیوله او د خپل مېلمه دپاره یې کڅپرکی کړه.>
5داود په هغه شتمن سړي باندې ډېر په قهر شو او ویې ویل:
6په دې خاطر چې هغه داسې بې رحمه کار کړی دی، هغه باید د هغې ورۍ په ځای څلور چنده بېرته ورکړي.>
7ناتان داود ته وویل:
8د هغه پادشاهي مې تاته دروبخښله او د هغه ښځې مې تاته په غېږ کې درکړې، ته مې په اسراییلو او یهودا باندې پادشاه کړې. که چېرې دا ستا دپاره بس نه وو نو ما به له دې څخه نور هم زیات درکړي وای.
9ولې دې د څښتن حکمونه سپک وګڼل او د هغه په نظر کې دې داسې بد کار وکړ؟ تا اوریا داسې قتل کړ چې عمونیان دې پرېښودل چې هغه په جګړه کې ووژني.
10اوس، له دې کبله چې تا ماته په سپکه سترګه کتلي دي او د اوریا د ښځې سره دې واده کړی دی، نو په هر نسل کې به ستا ځینې اولادې د تاوتریخوالي په وجه باندې مړې شي.
11څښتن داسې وایي: زه به ستا د خپلې کورنۍ څخه په تا باندې عذاب راولم. ستا د سترګو په وړاندې به ستا ښځې واخلم او یو بل سړي ته به یې ورکړم او هغه به په رڼا ورځ ستا د ښځو سره څملي.
12تا دا کار په پټه وکړ، مګر زه به دا کار په رڼا ورځ د ټولو اسراییلیانو په مخ کې وکړم.>
13داود ناتان ته وویل: ناتان ځواب ورکړ:
14مګر تا د دې بد کار له کبله د څښتن ډېره بې عزتي وکړه. نو ستا ماشوم به مړ شي.>
15له هغې وروسته ناتان کور ته لاړ.څښتن هغه ماشوم چې د اوریا کونډې داود ته زېږولی ؤ په سختې ناروغۍ اخته کړ.
16داود د هغه ماشوم دپاره خدای ته زارۍ وکړې چې ماشوم روغ شي. هغه روژه ونیوله او هره شپه به د خپلې کوټې ته تله او ټوله شپه به یې په ځمکه تېروله.
17د داود د ماڼۍ د خدمتګارانو مشران د هغه په سر ودرېدل او هیله یې وکړه چې هغه به له ځمکې څخه راپاڅیږي او د هغوی سره ډوډۍ وخوري، خو هغه انکار وکړ.
18په اوومه ورځ هغه ماشوم مړ شو. د داود خدمتګاران ووېرېدل چې هغه ته خبر ورکړي، ځکه چې دوی وویل:
19داود ولیدل چې د هغه خدمتګاران په خپل منځ کې ګونګوسي کوي او پوه شو چې ماشوم یې مړ شوی دی. نو د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: هغوی ځواب ورکړ:
20په هغه وخت کې داود له ځمکې څخه راپاڅېد. وروسته له هغې چې خپل ځان یې ومینځه، عطر یې وواهه او خپل کالي یې بدل کړل، هغه د څښتن کور ته لاړ او عبادت یې وکړ. بیا هغه خپلې ماڼۍ ته راستون شو او هغوی د ده په غوښتنه ډوډۍ ورته تیاره کړه او هغه یې وخوړله.
21د هغه خدمتګاران حیران شول او ورته ویې ویل:
22داود وویل:
23مګر اوس چې هغه مړ شوی دی، ولې روژه ونیسم؟ آیا زه کولی شم چې هغه بېرته راژوندی کړم؟ زه هغه ته ورتلونکی یم، مګر هغه به هیڅکله بېرته ماته رانه شي.>
24وروسته بیا داود خپلې ښځې بتشبع ته تسلي ورکړه او د هغې سره څملاست. هغې زوی وزېږاوه او داود ورباندې سلیمان نوم کېښود. څښتن د هغه ماشوم سره مینه کوله
25له دې کبله څښتن د ناتان نبي په وسیله پیغام ورولېږه ترڅو په هغه باندې د یدیدیا نوم کېږدي.
26په دې ترڅ کې یوآب د عمونیانو په پایتخت ربه باندې جګړه وکړه او شاهي کلا یې ونیوله.
27یوآب داود ته استازي ورولېږل ویې ویل:
28نو اوس خپلې پاتې لښکرې راغونډې کړه، ښار محاصره او بیا یې فتح کړه. که نه، نو زه به ښار فتح کړم او زما په نوم به یاد شي.>
29نو داود ټول پاتې لښکر راغونډ کړ او ربه ته لاړ، حمله یې ورباندې وکړه او هغه یې فتح کړه.
30داود د عموني پادشاه د سر څخه د سرو زرو تاج واخیست چې قیمتي تیږه په کې وه او شاوخوا څلوردېرش کیلوګرامه وزن یې درلود. داود هغه تاج راواخیست او په خپل سر یې کېښود. همدارنګه هغه د هغه ښار څخه په زیاته اندازه غنیمت ونیوه.
31د هغه ځای خلک یې راوویستل، هغوی یې په ارو، کلنګونو او تبرونو سره په سختو کارونو باندې وګمارل او مجبور یې کړل چې د خښتو په داشونو کې کار وکړي. هغه د عمون د ټولو ښارونو د خلکو سره همدغه شان عمل وکړ. وروسته بیا داود او د هغه ټول لښکر اورشلیم ته ستانه شول.