Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
39 verses
1د وخت په تېرېدو سره د داود زوی امنون په تامار باندې چې د داود د بل زوی ابشالوم خور وه او ډېره ښکلې وه مین شو.
2د امنون زړه د خپلې ناسکه خور تامار په سبب داسې پریشانه شو چې هغه ناروغ شو. ځکه چې تامار پېغله وه او د امنون دپاره دا ناشونی کار ؤ چې د هغې سره اړیکې ولري.
3د امنون یو ملګری ؤ چې یوناداب نومېده او د داود د ورور شمعي زوی ؤ. یوناداب ډېر مکرجن سړی ؤ.
4هغه د امنون څخه پوښتنه وکړه: امنون ځواب ورکړ:
5یوناداب وویل:
6نو امنون بهانه وکړه چې ناروغ دی او هغه څملاست. کله چې پادشاه د هغه پوښتنې ته راغی، امنون ورته وویل:
7داود تامار ته چې په ماڼۍ کې وه خبر ورولېږه:
8نو تامار هلته لاړه او ویې لیدل چې امنون په بستره کې پروت دی. هغې یو څه خمیره کړي اوړه راواخیستل، د هغه په مخ کې یې ډوډۍ جوړه کړه او هغه یې پخه کړه.
9بیا یې تبۍ راواخیسته او امنون ته یې ډوډۍ کېښوده، مګر هغه د خوړلو څخه انکار وکړ. امنون وویل: نو ټول ووتل.
10له هغې وروسته امنون تامار ته وویل: هغې ډوډۍ راواخیستله او د هغه د خوب کوټې ته ورغله.
11مګر هغه وخت چې تامار ډوډۍ وروړه چې ویې خوري، امنون هغې ته لاس ورواچاوه او ورته ویې ویل:
12تامار هغه ته وویل:
13زه به بیا په خلکو کې سر څنګه اوچتوم؟ او ته به په اسراییلو کې د بدکارو احمقانو په شان بې عزته شې. مهرباني وکړه د پادشاه سره خبرې وکړه، هغه به تا زما سره د واده کولو څخه منع نه کړي.>
14مګر امنون د هغې خبرو ته غوږ ونه نیوه او څرنګه چې هغه د تامار څخه ډېر قوي ؤ نو هغه یې په زوره بې عزته کړه.
15بیا امنون د هغې څخه ډېره سخته کرکه وکړه. د هغه کرکه د هغې مینې څخه چې مخکې یې د هغې سره کوله ډېره زیاته وه. امنون هغې ته وویل چې
16هغې ورته وویل: مګر امنون د هغې خبرو ته غوږ ونه نیوه.
17هغه خپل شخصي خدمتګار راوغوښت او ورته ویې ویل:
18نو د هغه خدمتګار هغه بیرون وویستله او دروازه یې ورپسې وتړله.تامار د اوږدو لستوڼو چپنه اغوستله، ځکه چې دا د پېغلو شهزادګیو رواجي لباس ؤ.
19تامار په خپل سر باندې ایرې واچولې او خپله چپنه یې وشلوله. لاسونه یې په سر باندې کېښودل، په چیغو چیغو یې ژړل او روانه شوه.
20کله چې د هغې ورور ابشالوم هغه ولیدل��، پوښتنه یې ورڅخه وکړه: نو تامار د خپل ورور ابشالوم په کور کې پریشانه او یوازې اوسېدله.
21کله چې داود پادشاه واورېدل چې څه پېښ شوي دي، هغه ډېر په قهر شو.
22ابشالوم د امنون سره هیڅ یوه ښه یا بده خبره نه کوله. خو ابشالوم د هغه سره کینه درلودله ځکه چې د هغه خور تامار یې په زوره بې عزته کړې وه.
23پوره دوه کاله وروسته ابشالوم افرایم ته نژدې په بعل حاصور کې خپل پسونه سکولودل او هغه د پادشاه ټول زامن هلته راوغوښتل.
24هغه داود پادشاه ته ورغی او ویې ویل:
25خو پادشاه ځواب ورکړ: که څه هم ابشالوم په هغه باندې ډېر ټینګار وکړ خو هغه نه غوښتل چې ورسره لاړ شي، مګر د هغه دپاره یې برکت وغوښت.
26بیا ابشالوم وویل: پادشاه د هغه څخه پوښتنه وکړه:
27مګر ابشالوم دومره ټینګار وکړ ترڅو چې داود امنون او د هغه نورو ټولو زامنو ته اجازه ورکړه چې د ابشالوم سره لاړ شي.
28ابشالوم خپلو خدمتګارانو ته حکم وکړ:
29نو د ابشالوم خدمتګارانو د هغه د حکم څخه پیروي وکړه او امنون یې وواژه. د داود نور ټول زامن په خپلو قچرو باندې سپاره شول او وتښتېدل.
30هغوی لا په هغه وخت کې کور ته په لارې وو چې داود ته خبر ورسېده:
31نو پادشاه پاڅېد، خپل کالي یې له غمه وشلول او په ځمکه باندې یې ځان وغورزاوه. د هغه ټول خدمتګاران د شلېدلو کالیو سره د هغه تر څنګ ولاړ وو.
32مګر یوناداب د داود وراره یعنې د شمعي زوی وویل:
33نو په دې خبرو باندې باور مه کوئ چې ستاسو ټول زامن وژل شوي دي، یوازې امنون وژل شوی دی.>
34په دې ترڅ کې ابشالوم وتښتېده. نو بیا هغه نفر چې پهره داري یې کوله ویې لیدل چې زیات خلک د حورونایم په لاره کې د غره تر څنګه راروان دي. پهره دار پادشاه ته ورغی او څه چې هغه لیدلي وو ورته ویې ویل.
35یوناداب داود پادشاه ته وویل:
36څنګه چې هغه خپلې خبرې پای ته ورسولې، د داود زامن راننوتل او په لوړ اواز یې په ژړا شروع وکړه. پادشاه هم وژړل او د هغه ټولو خدمتګارانو ډېر سخت وژړل.
37-
38ابشالوم وتښتېده او د عمیهود زوی تلمای ته چې د جشور پادشاه ؤ ورغی او درې کاله هلته پاتې شو. داود د خپل زوی امنون دپاره ډېره موده ویر کاوه.
39مګر کله چې هغه د امنون د مړینې څخه وروسته تسلي وموندله، د خپل زوی ابشالوم دپاره یې په زړه کې هیله پیدا شوه.