Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
37 verses
1یو څه موده وروسته ابشالوم د خپل ځان دپاره جنګي ګاډۍ، اسونه او پنځوس سړي چې هغه یې بدرګه کاوه تیار کړل.
2هغه به سهار وختي پاڅېده او د هغې لارې په څنګ کې به ودرېده چې د ښار دروازې ته تللې وه. هرکله چې به څوک د خپل شکایت د فیصله کولو دپاره پادشاه ته ورته نو ابشالوم به په هغه باندې غږ کاوه: هغه نفر به ځواب ورکاوه چې د کومې قبیلې څخه دی.
3نو ابشالوم به ورته ویل:
4ابشالوم به زیاته کړه:
5همدارنګه هرکله چې کوم څوک به هغه ته ورنژدې شو چې د درناوي دپاره ورته خپل سر ټیټ کړي، ابشالوم به خپل لاس ور اوږد کړ، هغه به یې ونیوه او ښکل به یې کړ.
6ابشالوم به د هغو ټولو اسراییلیانو سره چې د پادشاه څخه به د انصاف غوښتلو دپاره راتلل دغه شان رویه کوله. نو په دې ډول یې د اسراییلیانو زړونه په لاس راوړل.
7وروسته له څلورو کالو ابشالوم پادشاه ته وویل:
8کله چې زه د ارام په جشور کې اوسېدم دا نذر مې منلی ؤ، چې که چېرې څښتن ما بېرته اورشلیم ته راولي نو په حبرون کې به د څښتن عبادت وکړم.>
9پادشاه هغه ته وویل: ، نو هغه حبرون ته لاړ.
10مګر ابشالوم د اسراییلو ټولو قبیلو ته په پټه توګه پیغام وړونکي واستول چې هغوی ته داسې ووایي:
11دوه سوه نفرو د اورشلیم څخه ابشالوم بدرګه کاوه چې د مېلمنو په توګه رابلل شوي وو. هغوی د زړه له اخلاصه لاړل او د موضوع څخه خبر نه وو.
12د قربانۍ کولو په وخت کې ابشالوم اخیتوفل د داود مشاور هم راوغوښت چې د خپل وطن جیلوه څخه راشي. نو د پادشاه په مقابل کې دسیسه قوي شوه او د ابشالوم پیروان زیاتېدل.
13یو استازي داود ته خبر راوړ چې د اسراییلو خلکو خپله وفاداري بدله کړې ده او د ابشالوم پلوي کوي.
14نو داود خپلو ټولو درباریانو ته چې په اورشلیم کې ورسره وو وویل:
15درباریانو ځواب ورکړ:
16نو پادشاه روان شو او د خپلې ټولې کورنۍ او درباریانو له خوا بدرګه کېده. مګر هغه لس وینځې د ماڼۍ د ساتلو دپاره پرېښودلې.
17نو پادشاه د هغو ټولو خلکو سره چې د ده پسې وو روان شو او هغوی د ښار په یوه غاړه کې د آخرني کور په څنګ کې وځنډېدل.
18ټول درباریان او د هغه ساتونکي ګارډ یعنې کریتیان او فلیتیان د داود په مخ کې تېر شول. همدارنګه شپږسوه عسکر چې له جت څخه د ده پسې وو هغوی هم تېر شول.
19پادشاه د هغوی مشر اتای ته وویل:
20ډېر کم وخت کیږي چې ته دلته اوسېږې، نو زه ولې تا د خپل ځان سره دې خوا او هغې خواته سرګردان کړم؟ زه خپله هم نه پوهېږم چې چېرته روان یم. خپل ټول خلک دې د ځان سره واخله، بېرته لاړ شه او څښتن دې ستا سره مهربان او وفادار وي.>
21مګر اتای ځواب ورکړ:
22داود ځواب ورکړ: نو اتای د خپلو نفرو او د هغو کورنیو سره چې له دوی سره وې د داود په مخکې تېر شول.
23څنګه چې د داود ټول نفر لاړل نو خلکو په لوړ اواز سره ژړل. پادشاه د خپلو نفرو سره د قدرون د خوړ څخه تېر شو او هغوی ټول د دښتې خواته روان شول.
24ابیاتار او صادوق کاهنان هلته وو او د هغوی سره ټول لاویان هم وو چې د خدای د لوظ صندوق یې انتقالاوه. صندوق یې کېښود، ترڅو ټول خلک د ښاره بیرون شول.
25وروسته بیا پادشاه صادوق ته وویل:
26مګر که چېرې هغه زما څخه خوشاله نه وي نو زه حاضر یم هرڅه چې د هغه خوښه وي زما سره دې وکړي.>
27هغه صادوق کاهن ته دا هم وویل:
28زه به د هغه سیند په ګودر چې په دښته کې دی انتظار کوم ترڅو ستا پیغام راشي او ما خبر کړي.>
29نو صادوق او ابیاتار د لوظ صندوق بېرته اورشلیم ته یووړ او هلته پاتې شول.
30داود د زیتون غره ته پورته کېده او ژړل یې. هغه خپلې پښې لوڅې کړې وې او خپل سر یې د غم د علامې په توګه پټ کړی ؤ. هغو خلکو چې د ده سره وو هم خپل سرونه پټ کړي وو او په ژړا سره روان وو.
31کله چې داود خبر شو چې اخیتوفل د ابشالوم سره په یاغیتوب کې یوځای شوی دی، هغه زاري وکړه:
32کله چې داود د غره سرته ورسېده چېرته چې د عبادت یو ځای ؤ، ارکي حوشای چې چپنه یې شلېدلې وه او په سر باندې یې خاورې پرتې وې د هغه لیدلو ته راغی.
33داود هغه ته وویل:
34مګر ته زما سره په دې ډول کومک کولی شې، اول دا چې ښار ته ستون شه او ابشالوم ته ووایه چې ته به اوس هماغسې په وفادارۍ سره د ده خدمت کوې لکه څنګه چې دې د هغه د پلار خدمت کاوه. بیا به وکولای شې چې د اخیتوفل هره مشوره بې اثره کړې.
35صادوق او ابیاتار کاهنان به هلته وي، هرڅه چې ته د پادشاه په ماڼۍ کې اورې هغوی ته یې وایه.
36د هغوی زامن اخیمعص او یوناتان هلته د هغوی سره دي. هرڅه چې تاسو ټول واورئ د هغوی په لاس یې راولېږئ.>
37څنګه چې ابشالوم ښار ته داخلېده نو د داود ملګری حوشای هم اورشلیم ته ورورسېده.