Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1کله چې داود د غره د سر څخه لږ څه تېر شو، د مفیبوشت د خدمتګار صیبا سره مخامخ شو. هغه په دوو خرو باندې دوه سوه ډوډۍ، د ممیزو سل کلچې، د اوړي د مېوو سل موټي او د شرابو ډک ژی بار کړي وو.
2پادشاه د صیبا څخه پوښتنه وکړه: صیبا ځواب ورکړ:
3پادشاه بیا پوښتنه کړه: صیبا هغه ته وویل:
4پادشاه صیبا ته وویل: صیبا ځواب ورکړ:
5څنګه چې داود پادشاه بحوریم ته ورسېد، د شائول د خېلخانې څخه د جیرا زوی شمعي له هغه ځای څخه د هغه لیدلو ته راووت. څنګه چې هغه راروان ؤ ښکنځلې یې کولې.
6که څه هم ټول لښکر او خاص ساتونکي د داود څخه ګردچاپېر ولاړ وو، هغه داود او د هغه ټول درباریان په تیږو باندې ویشتل.
7شمعي هغه ته ښکنځلې وکړې، ویې ویل:
8تا د شائول څخه پادشاهي واخیستله او اوس څښتن د شائول د کورنۍ د ډېرو خلکو د قتلولو په خاطر ستا څخه بدل اخلي. څښتن ستا زوی ابشالوم ته پادشاهي ورکړه او ته له منځه تللی یې، ځکه چې ته قاتل یې!>
9نو د زرویه زوی ابیشای پادشاه ته وویل:
10پادشاه ابیشای او د هغه ورور یوآب ته وویل:
11بیا داود ابیشای او خپلو ټولو درباریانو ته وویل:
12کېدای شي چې څښتن زما مصیبت وویني او د هغو ښکنځلو په بدل کې چې نن ماته وشوې راسره نېکي وکړي.>
13نو داود او د هغه سړي خپل تګ ته دوام ورکړ. په هغه وخت کې شمعي هم د هغوی سره موازي او برابر د نژدې غره په څنګ کې روان ؤ. هغه ښکنځلې کولې، داود یې په تیږو باندې ویشت او خاورې یې ورباندې شیندلې.
14پادشاه د خپلو ټولو نفرو سره د اردن د سیند ګودر ته ورسېد او هلته یې استراحت وکړ.
15ابشالوم او هغه اسراییلیان چې د هغه سره وو، اورشلیم ته ورننوتل او اخیتوفل هم د هغوی سره ؤ.
16کله چې د داود اعتباري ملګري حوشای ابشالوم ولید، هغه چیغې ووهلې:
17ابشالوم د هغه څخه پوښتنه وکړه:
18حوشای ځواب ورکړ:
19برسېره پردې، زه چې د خپل بادار د زوی خدمت ونه کړم نو د چا خدمت وکړم؟ لکه څنګه چې مې ستاسو د پلار خدمت کاوه نو اوس به ستاسو خدمت کوم.>
20نو ابشالوم اخیتوفل ته وویل:
21اخیتوفل ځواب ورکړ:
22نو هغوی ابشالوم ته د ماڼۍ په بام باندې خېمه ودروله او ابشالوم د ټولو اسراییلیانو په مخ کې هغې ته ورننوت او د خپل پلار د وینځو سره څملاست.
23په هغو ورځو کې هره مشوره چې اخیتوفل ابشالوم ته ورکوله، هغه به هم د خپل پلار داود په شان هغه قبلوله، ځکه د هغو دواړو په نظر کې دا مشورې دومره عاقلانه وې چې ګواکې د خدای کلام دی.