Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1اخیتوفل ابشالوم ته وویل:
2دا وخت هغه ستړی او بې زړه شوی دی، زه به ورباندې حمله وکړم او وارخطا به یې کړم او د هغه ټول نفر به وتښتي. زه به یوازې پادشاه ووژنم
3او د هغه ټول خلک به بېرته ستا خواته راواړوم. د یو سړي یعنې داود وژنه به د نورو ټولو خلکو د بېرته راتګ سبب وګرځي. هغوی به په سلامتۍ سره راستانه شي.>
4دا مشوره ابشالوم او د اسراییلو ټولو مشرانو ته ښه ښکاره شوه.
5بیا ابشالوم وویل:
6کله چې حوشای راورسېد، ابشالوم هغه د اخیتوفل د پلان څخه خبر کړ. بیا یې پوښتنه وکړه:
7حوشای ځواب ورکړ:
8تاسو پوهېږئ چې ستاسو پلار داود او د هغه سړي ډېر سخت جنګیالیان دي او هغوی د هغې ایږې په شان چې بچي یې تښتول شوي وي په قهر دي. ستاسو پلار یو تجربه لرونکی عسکر دی او هغه د شپې له خوا د خپلو نفرو سره نه پاتې کیږي.
9ګورئ! همدا اوس هغه په کومه کنده یا بل ځای کې پټ شوی دی. کله چې زمونږ د لښکرو څخه ځینې په لومړي برید کې ووژل شي، هرڅوک چې دا واوري وبه وایي چې د ابشالوم لښکرې له منځه تللې دي.
10نو حتیٰ د ټولو نه زړور عسکر چې زړونه یې د زمري د زړه په شان دي هغوی به هم وارخطا شي. ځکه چې ټول اسراییلیان پوهیږي چې ستاسو پلار ډېر لوی جنګیالی دی او د هغه سړي هم زړور جنګیالي دي.
11نو زما مشوره دا ده چې د هېواد له یو سر څخه تر بله سره پورې یعنې د دان څخه تر بئرشبع پورې ټول اسراییلیان چې د دریاب د غاړې د شګو په شان ډېر دي سره راغونډ کړئ او په جګړه کې تاسو په خپله د هغوی سره لاړ شئ.
12داود چې په هر ځای کې وي مونږ به هغه راپیدا کوو او داسې به ورباندې وروغورزېږو لکه چې په ځمکه باندې پرخه پرېوځي. نه به هغه ژوندی پاتې شي او نه به د هغه د نفرو څخه څوک ژوندی پاتې شي.
13که چېرې هغه یو ښار ته ننوزي، نو ټول اسراییلیان به رسۍ ګانې راوړي او ښار به لاندې درې ته راوغورزوي. یوه تیږه به هم د ښار په غونډۍ باندې پاتې نه شي.>
14ابشالوم او ټولو اسراییلیانو وویل: ځکه چې څښتن دا پرېکړه کړې وه چې د اخیتوفل ښه مشوره باطله کړي، د دې په خاطر چې ابشالوم تباه او برباد کړي.داود ته خبرداری او د هغه تېښته
15وروسته حوشای صادوق او ابیاتار کاهنانو ته وویل چې اخیتوفل څه وړاندیز کړی ؤ او د ده مشوره کومه وه.
16حوشای زیاته کړه:
17په دې ترڅ کې، یوناتان د ابیاتار زوی او اخیمعص د صادوق زوی د روجل په چینې چې د اورشلیم په غاړه وه انتظار کاوه، ځکه چې هغوی جرأت نه کاوه چې ښار ته د ننوتلو په وخت کې ولیدل شي. یوه وینځه به تله او هرڅه چې به پېښېدل هغوی ته به یې خبر ورکاوه او بیا به دوی تلل او داود پادشاه به یې خبراوه.
18مګر یوه ورځ، یو هلک دوی ولیدل او ابشالوم یې خبر کړ. نو هغوی په چټکۍ سره په بحوریم کې د یو سړي کور ته ورغلل چې هلته پټ شي. د هغه په انګړ کې یو کوهی ؤ او هغوی په کې ورکوز ��ول.
19د هغه سړي ښځې یوه پرده راواخیسته، د کوهي په خولې باندې یې وغوړوله او غلې دانې یې ورباندې وشیندلې ترڅو هیڅوک ورباندې پوه نه شي.
20کله چې د ابشالوم نفر کور ته راغلل، د هغې ښځې څخه یې پوښتنه وکړه: هغې ځواب ورکړ: هغو نفرو هغوی ولټول مګر پیدا یې نکړل، نو هغوی بېرته اورشلیم ته ستانه شول.
21د هغوی د تګ څخه وروسته اخیمعص او یوناتان د کوهي څخه راووتل، لاړل او داود پادشاه یې خبر کړ. اخیتوفل چې کوم پلان د هغه او د هغه د نفرو په ضد جوړ کړی ؤ هغه یې ورڅخه خبر کړ او ویې ویل:
22نو داود د خپلو نفرو سره د اردن د سیند څخه په تېرېدو پیل وکړ او د لمرخاته پورې هغوی ټول د سیند بلې خواته پورې وتل.
23کله چې اخیتوفل ولیدل چې د ده په مشورې باندې عمل ونه شو، په خپل خره باندې یې کته واچوله او بېرته خپل ښار ته ستون شو. وروسته له دې چې خپل کارونه یې سمبال کړل خپل ځان یې په دار باندې ځوړند کړ او مړ شو. هغه په خپله پلارنۍ هدیره کې ښخ شو.
24داود د محنایم ښار ته ورسېد او ابشالوم د اسراییلو د لښکر سره د اردن د سیند څخه تېر شو.
25(ابشالوم عماسا د یوآب په ځای د لښکرو مشر ټاکلی ؤ. عماسا د اسراییلي یتر زوی ؤ، د هغه مور ابیجایل، د ناحاش لور وه او د یوآب د مور زرویه خور وه.)
26ابشالوم او هغو اسراییلیانو چې د هغه سره وو د جلعاد په خاوره کې خېمې ودرولې.
27کله چې داود محنایم ته ورسېد، هغه د ناحاش د زوی شوبي سره چې په عمون کې د ربه د ښار څخه ؤ، د عمیئیل د زوی ماخیر سره چې د لودبار څخه ؤ او د برزلای جلعادي سره چې د روجلیم څخه ؤ مخامخ شو.
28هغوی بسترې، کاسې او خاورین لوښي راوړل. همدارنګه هغوی غنم، اوربشې، اوړه، وریتې شوې غلې دانې، دال، لوبیا،
29شات، مستې، د غواګانو د شیدو پنیر او پسونه هم د داود او د هغه د خلکو دپاره راوړل چې ویې خوري. ځکه چې هغوی ویل: