Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1داود خپل ټول نفر سره راغونډ کړل، په زر کسیزه او سل کسیزه ټولیو باندې یې ووېشل او د هغوی دپاره یې قوماندانان وټاکل.
2بیا یې هغوی په درې ګروپونو کې ولېږل، د اول ګروپ قوماندان یې یوآب، د دوهم ګروپ قوماندان یې د یوآب ورور ابیشای او د دریم ګروپ قوماندان یې جتي اتای وټاکه. پادشاه خپلو نفرو ته وویل:
3خو هغوی ځواب ورکړ:
4پادشاه ځواب ورکړ: بیا پادشاه د دروازې تر څنګ ودرېد او د هغه نفر په زر کسیزه او سل کسیزه ټولیو کې د ښاره ووتل.
5هغه یوآب، ابیشای او اتای ته حکم وکړ: ټولو لښکرو واورېدل چې داود خپل هر یو قوماندان ته دا حکم ورکړ.
6د داود لښکر صحرا ته ووتل او د اسراییلیانو سره یې د افرایم په ځنګل کې جګړه وکړه.
7اسراییلیانو د داود د نفرو له خوا ماتې وخوړه. دا ډېره لویه وژنه وه، په هغې ورځ شل زره نفر ووژل شول.
8جګړه شاوخوا سیمې ته خپره شوه. د هغو نفرو شمېر چې د ځنګل له کبله مړه شول د هغو نفرو څخه زیات ؤ چې په جګړه کې وژل شوي وو.
9ابشالوم ناڅاپه د داود د یو شمېر نفرو سره مخامخ شو، ابشالوم په قچر باندې سپور ؤ. قچر د څېړۍ د یوې لویې ونې لاندې روان ؤ چې د ابشالوم سر د ونې په شاخونو کې ونښت. قچر خپل تګ ته دوام ورکړ او ابشالوم په هوا کې ځوړند پاتې شو.
10کله چې یو سړي هغه ولید، یوآب یې خبر کړ:
11یوآب ځواب ورکړ:
12مګر هغه نفر ځواب ورکړ:
13له بلې خوا، که چېرې ما خیانت کړی وای او هغه مې وژلی وای نو پادشاه به اورېدلي وای. هغه له هرڅه څخه خبریږي، نو تا به زما څخه دفاع نه وای کړې.>
14یوآب وویل: هغه درې نېزې راواخیستلې او د ابشالوم په سینه کې یې چې تر هغه وخته لا ژوندی ؤ او د څېړۍ په ونه کې ځوړند ؤ ورومنډلې.
15وروسته بیا د یوآب لس نفره چې د هغه وسلې به یې وړلې ابشالوم ته ورنژدې شول او د هغه وژنه یې پای ته ورسوله.
16وروسته یوآب سرنی وواهه چې جګړه بس کړي. نو د هغه لښکرې د اسراییلیانو د تعقیبولو څخه بېرته راوګرځېدلې.
17هغوی د ابشالوم مړی راواخیست، په ځنګل کې یې په یوه ژوره کنده کې وغورزاوه او هغه یې د تیږو د یوې لویې ډېرۍ لاندې پټ کړ. بیا ټول اسراییلیان خپلو کورونو ته وتښتېدل.
18ابشالوم لا ژوندی ؤ چې یو څلی یې د پادشاه په دره کې جوړ کړ او هغه یې د خپل ځان په نامه یاد کړ. دا کار یې ځکه وکړ چې هغه زوی نه درلود چې د ده نوم ژوندی وساتي. تر نن ورځې پورې هغه د ابشالوم د څلي په نوم یادیږي.
19بیا د صادوق زوی اخیمعص یوآب ته وویل:
20یوآب وویل:
21وروسته بیا یوآب د پادشاه ایتوپیایي خدمتګار ته وویل: ایتوپیایي یوآب ته د درناوي په خاطر سر ټیټ کړ او منډه یې کړه.
22اخیمعص یو ځل بیا یوآب ته وویل: مګر یوآب ځواب ورکړ:
23اخیمعص بیا وویل: یوآب وویل: نو اخیمعص د اردن د درې له لارې منډه کړه او خپل ځان یې د ایتوپیایي نه مخکې هلته ورساوه.
24داود ښار ته د ننوتلو او بهر ته د وتلو د دروازو ترمنځ ناست ؤ. پهره دار د دېوال سرته وخوت او د دروازې په بام باندې ودرېد. هغه خپلې سترګې پورته کړې او ویې لیدل چې یو سړی یوازې رامنډې وهي.
25پهره دار غږ وکړ او پادشاه ته یې خبر ورکړ. پادشاه ورته وویل: هغه سړی رانژدې کېده.
26وروسته بیا پهره دار یو بل سړی ولید چې یوازې رامنډې وهي او هغه لاندیني پهره دار ته ورغږ کړ: پادشاه ځواب ورکړ:
27پهره دار وویل: پادشاه وویل:
28اخیمعص پادشاه ته غږ وکړ: هغه د پادشاه په مخ کې په ځمکه باندې پړمخې پرېوت او ویې ویل:
29پادشاه پوښتنه وکړه: اخیمعص ځواب ورکړ:
30پادشاه وویل: نو هغه همداسې وکړل.
31وروسته بیا ایتوپیایی راورسېد او پادشاه ته یې وویل:
32پادشاه پوښتنه وکړه: ایتوپیایي ځواب ورکړ:
33پادشاه ډېر خفه شو. هغې کوټې ته وخوت چې د دروازې په سر باندې وه او په ژړا شو. د تګ په حال کې یې چیغې وهلې: