Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
43 verses
1یوآب ته خبر ورسېد چې داود پادشاه ژاړي او د ابشالوم دپاره ویر کوي.
2نو د ټول لښکر دپاره د هغې ورځې بری په غم باندې بدل شو. ځکه چې هغوی واورېدل چې داود د خپل زوی دپاره ویر کوي.
3هغوی د هغو عسکرو په شان چې د جګړې څخه تښتېدلي وي او شرمیږي په خاموشۍ سره بېرته ښار ته ورننوتل.
4پادشاه خپل مخ پټ کړ او په لوړ اواز سره یې چیغې ووهلې:
5یوآب د پادشاه کور ته ورغی او هغه ته یې وویل:
6ته د هغه چا سره مینه کوې چې ستا څخه کرکه کوي او د هغه چا څخه کرکه کوې چې ستا سره مینه کوي. تا نن دا وښودله چې قوماندانان او د هغوی نفر ستا دپاره هیڅ معنیٰ نه لري. زه پوه شوم چې که ابشالوم نن ژوندی وای او مونږ ټول مړه وای نو ته به خوشاله وای.
7اوس ووځه او هغه څه چې هغوی کړي دي د هغو په خاطر ورڅخه مننه وکړه! او که داسې ونه کړې، نو زه د څښتن په نوم قسم خورم چې سبا سهار به حتیٰ یو سړی هم پاتې نه شي چې ستا پلوي وکړي. دا به ستا په ټول ژوند کې د هغو ټولو بدبختیو څخه چې په تا باندې راغلي دي ډېره بدتره وي.>
8نو پادشاه پاڅېد، لاړ او د ښار د دروازې تر څنګ کښېناست. د هغه نفرو واورېدل چې پادشاه هلته دی، نو هغوی ټول د هغه حضور ته راټول شول.په همدې وخت کې ټول اسراییلیان خپلو کورونو ته تښتېدلي وو.
9د اسراییلو په ټولو قبیلو کې خلکو یو د بل سره بحث کاوه او ویل یې:
10مونږ ابشالوم د خپل پادشاه په توګه ټاکلی ؤ، مګر هغه په جګړه کې وژل شوی دی. نو بیا ولې څوک د دې کوښښ نه کوي چې داود پادشاه بېرته راولي؟>
11هر هغه څه چې د اسراییلو خلکو ویلي وو، هغه د داود پادشاه غوږ ته رسېدلي وو. نو داود پادشاه صادوق او ابیاتار کاهنانو ته پیغام ورولېږه چې د یهودا سپین ږیرو ته ووایي:
12تاسو زما ورونه یئ، زما خپل هډوکي او خپله وینه یئ، نو ولې باید زما په بېرته راوستلو کې د ټولو څخه وروسته اوسئ؟>
13داود هغوی ته دا هم وویل چې عماسا ته ووایي:
14د داود په خبرو د یهودا خلک ډېر ژر بېرته د هغه ملاتړي شول او هغوی پادشاه ته پیغام ورولېږه چې د خپلو ټولو نفرو سره بېرته راستون شي.
15نو پادشاه بېرته په ستنېدو پیل وکړ. څنګه چې هغه د اردن سیند ته ورسېده، نو د یهودا خلک جلجال ته راغلل چې د پادشاه مخې ته ورشي او هغه د سیند څخه راپورې باسي.
16په همدې وخت کې شمعي د بنیامیني جیرا زوی چې د بحوریم څخه ؤ په بیړه سیند ته ورغی چې د داود پادشاه سره لیدنه کتنه وکړي
17او د هغه سره زر تنه بنیامینیان وو. صیبا د شائول د کورنۍ خدمتګار هم د خپلو پنځلس زامنو او شلو نوکرانو سره په بیړه د پادشاه څخه مخکې سیند ته ورسېدل.
18هغوی د سیند په ګودر باندې پورې وتل چې د پادشاه کورنۍ او ډله راپورې باسي او هرڅه چې پادشاه غواړي ویې کړي.کله چې د جیرا زوی شمعي د اردن څخه پورې وت هغه د پادشاه په مخ کې په ځمکه باندې پړمخې پرېوت
19او هغه ته یې وویل:
20باداره! زه پوهېږم چې ما ګناه کړې ده نو ځکه نن ورځ د شمالي قبیلو څخه زه لومړی راغلم چې تاسو اعلیحضرت سره لیدنه کتنه وکړم.>
21ابیشای د زرویه زوی وویل:
22مګر داود ابیشای او د هغه ورور یوآب ته وویل:
23نو پادشاه شمعي ته وویل:
24د شائول لمسی مفیبوشت هم د پادشاه سره د لیدنې کتنې دپاره راغی. له هغې ورځې څخه چې پادشاه تللی ؤ تر دې ورځې پورې چې هغه په خیر سره راستون شو، هغه نه خپلې پښې مینځلې وې، نه یې خپله ږیره جوړه کړې وه او نه یې خپل کالي مینځلي وو.
25کله چې هغه د اورشلیم څخه د پادشاه د لیدنې دپاره راغی، پادشاه د هغه څخه پوښتنه وکړه:
26هغه ځواب ورکړ:
27هغه تاسو، اعلیحضرت ته زما په باره کې دروغ ویلي دي. مګر تاسو د خدای د فرښتې په شان یئ، نو هرڅه چې تاسو ته ښه ښکاري هماغه وکړئ.
28ځکه زما د نیکه ټول اولادونه د دې وړ وو چې تاسو اعلیحضرت وژلي وای. مګر تاسو ماته د هغو خلکو په منځ کې ځای راکړ چې ستاسو په دسترخوان باندې ډوډۍ خوري. زه حق نه لرم چې ستاسو اعلیحضرت څخه د نورو نېکیو غوښتنه وکړم.>
29پادشاه هغه ته وویل:
30مفیبوشت پادشاه ته وویل:
31جلعادي برزلای هم د روجلیم څخه راغلی ؤ چې د پادشاه سره د اردن د سیند څخه پورې وزي او له هغه ځای څخه یې په خپله لاره رخصت کړي.
32برزلای ډېر زوړ سړی او د اتیا کالو په عمر ؤ. هغه ډېر شتمن ؤ او هغه وخت چې پادشاه په محنایم کې اوسېده نو د هغه اړتیاوې به یې پوره کولې.
33پادشاه برزلای ته وویل:
34مګر برزلای ځواب ورکړ:
35زه اوس د اتیا کالو په عمر یم او نور د هیڅ شي څخه خوند نه شم اخیستلی. څه چې خورم او یا یې څښم د هغو په مزه باندې نه پوهېږم او د سندرغاړو اوازونه نه شم اورېدلی، که سړي وي یا ښځې. زه به تاسو اعلیحضرت دپاره یوازې یو بار یم.
36زه د داسې لوی انعام وړ نه یم. خو زه به د اردن د سیند نه اخوا لږ غونډې ستاسو سره لاړ شم.
37بیا ماته اجازه راکړئ چې بېرته خپل کور ته لاړ شم او په خپل ښارګوټي کې د خپل مور او پلار په هدیره کې ښخ شم. دا دی زما زوی کمهام چې ستاسو خدمت به کوي. اعلیحضرته! هغه ځان سره بوځئ او هرڅه چې تاسو ته ښه ښکاري د هغه دپاره یې وکړئ.>
38پادشاه وویل:
39نو ټول خلک د اردن د سیند څخه پورې وتل او وروسته بیا پادشاه پورې وت. پادشاه برزلای ښکل کړ او د هغه دپاره یې برکت وغوښت او برزلای خپل کور ته ستون شو.
40کله چې پادشاه د سیند څخه پورې وت او جلجال ته روان شو، کمهام هم د هغه سره لاړ. د یهودا ټول عسکر او د اسراییلو نیم لښکر پادشاه پورې ویست.
41نو بیا ټول اسراییلیان پادشاه ته ورتلل او هغه ته یې ویل:
42د یهودا خلکو په ځواب کې وویل:
43اسراییلیانو ځواب ورکړ: مګر د یهودا د خلکو ځواب د اسراییلو د خلکو د ځواب په پرتله ډېر سخت ؤ.