Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1داسې وشول چې په جلجال کې یو لوچک سړی ؤ چې شبع نومېده او د بنیامیني بکري زوی ؤ. هغه سرنی وغږاوه او چیغې یې ووهلې:
2نو ټولو اسراییلیانو داود پرېښود او د شبع پسې لاړل، مګر د یهودا خلک د داود سره پاتې شول او د اردن د سیند څخه تر اورشلیم پورې د هغه پسې روان وو.
3کله چې داود پادشاه خپلې ماڼۍ یعنې اورشلیم ته ورسېد، هغه لس وینځې چې د ماڼۍ د ساتنې دپاره یې پریښې وې، هغوی یې په یو کور کې تر څارنې لاندې وساتلې. د هغوی اړتیاوې به یې پوره کولې، مګر د هغوی سره یوځای نه شو. هغوی د مرګ تر ورځې پورې بندیانې وې او لکه د کونډو په شان اوسېدلې.
4پادشاه عماسا ته حکم وکړ:
5نو عماسا لاړ چې د یهودا سړي راټول کړي، مګر عماسا په هغه وخت چې پادشاه ورته ټاکلی ؤ حاضر نه شو.
6نو پادشاه ابیشای ته وویل:
7نو د یوآب سړي، کریتیان او فلیتیان چې د پادشاه ساتونکی ګارډ ؤ او ټول زړور جنګیالي د ابیشای تر امر لاندې ووتل. هغوی د اورشلیم څخه د شبع د تعقیبولو دپاره روان شول.
8کله چې هغوی په جبعون کې لوی ګټ ته ورسېدل، عماسا د دوی سره مخامخ شو. یوآب خپل پوځي کالي اغوستي وو او د کالیو دپاسه یې د هغې تورې تسمه چې په غلاف کې وه تر ملا تړلې وه. څنګه چې هغه مخکې ورغی توره د غلاف څخه ووتله او ولوېدله.
9یوآب عماسا ته وویل: بیا یوآب په ښي لاس د عماسا ږیره ونیوله چې ښکل یې کړي.
10خو عماسا هغې تورې ته پام ونه کړ چې یوآب په بل لاس کې نیولې وه. یوآب توره د ده په ګېډه ومنډله او د هغه کلمې په ځمکه باندې توی شوې او عماسا د دې لومړي ګوزار سره ژوند له لاسه ورکړ.بیا یوآب او د هغه ورور ابیشای د شبع پسې روان شول.
11د یوآب د نفرو څخه یو تن د عماسا په څنګ کې ودرېد او غږ یې وکړ:
12عماسا په وینو کې رغړېده او د لارې په منځ کې پروت ؤ. د یوآب یو نفر ولیدل چې هرڅوک چې به عماسا ته رسېده نو هلته به ودرېد. نو هغه یې د لارې څخه پټي ته راوړ او پرده یې ورباندې واچوله.
13وروسته له دې چې عماسا د لارې څخه لېرې کړای شو ټول نفر د یوآب سره روان شول چې شبع تعقیب کړي.
14شبع د اسراییلو د ټولو قبیلو د سیمو څخه تېر شو او د آبل بیت معکې ښار ته راغی. د بکریانو د خېل ټول غړي سره راټول شول او د هغه سره ښار ته ننوتل.
15یوآب د خپلو ټولو لښکرو سره راغی او شبع یې په آبل بیت معکه کې کلابند کړ. هغوی د بهرني دېوال په مقابل کې د خاورو موړې جوړې کړې او همدارنګه د دې دپاره چې هغوی دېوال راوغورزوي د دېوال لاندینۍ برخه یې وکیندله.
16په هغه ښار کې یوه هوښیاره ښځه وه چې د دېوال څخه یې غږ وکړ:
17یوآب ورغی او هغې ورڅخه پوښتنه وکړه: هغه ځواب ورکړ: هغې وویل: هغه ځواب ورکړ:
18هغې وویل:
19زمونږ ښار په اسراییلو کې یو ډېر سوله ایز ښار دی او خلک یې وفادار دي. تاسو ولې د دې کوښښ کوئ چې داسې ښار له منځه یوسئ چې په اسراییلو کې د مور په شان دی؟ آیا تاسو غواړئ هغه څه چې د څښتن دي هغه وران کړئ؟>
20یوآب ځواب ورکړ:
21دا زمونږ پلان نه دی. یو سړی چې شبع نومیږي او د بکري زوی دی او د افرایم د غرنۍ سیمې څخه دی د داود پادشاه په مقابل کې یاغي شوی دی. یوازې همدا یو سړی راوسپارئ، نو زه به ښار پرېږدم.>هغې وویل:
22بیا هغه ښځه د خپلې حکیمانه مشورې سره د ښار خلکو ته ورغله او هغوی د شبع سر پرې کړ او هغه یې یوآب ته وروغورزاوه. نو یوآب سرنی وغږاوه چې د هغه نفر ښار پرېږدي. هر یو خپل کور ته ستون شو، یوآب هم بېرته اورشلیم ته ستون شو او پادشاه ته ورغی.
23یوآب د اسراییلو د ټولو لښکرو قوماندان ؤ او د یهویاداع زوی بنایاه د داود د ساتونکو ګارډ، یعنې د کریتیانو او فلیتیانو قوماندان ؤ.
24ادورام د بېګارۍ کارونو مشر ؤ او یهوشافاط د اخیلود زوی د اطلاعاتو منشي ؤ.
25شیوا د دربار منشي ؤ، صادوق او ابیاتار کاهنان وو
26او یائیري عیرا هم د داود کاهن ؤ.