Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1د اسراییلو د ټولو قبیلو مشران داود ته چې په حبرون کې ؤ ورغلل او هغه ته یې وویل:
2مخکې چې کله شائول زمونږ پادشاه ؤ، همدا تاسو وئ چې په عسکري عملیاتو کې به مو اسراییلو ته لارښوونه کوله او څښتن تاسو ته وویل: ته به د یو شپون په توګه زما د قوم لارښوونه کوې او د هغوی ټاکلی مشر به یې.>
3کله چې د اسراییلو ټول مشران داود پادشاه ته ورغلي وو، داود د څښتن په مخ کې د هغوی سره یو تړون وکړ. بیا هغوی د داود سر په تېلو غوړ کړ او هغه یې د اسراییلو د پادشاه په توګه غوره کړ.
4داود دېرش کلن ؤ چې پادشاه شو او څلوېښت کاله یې پادشاهي وکړه.
5په حبرون کې هغه په یهودا باندې اووه کاله او شپږ میاشتې پادشاهي وکړه او په اورشلیم کې یې په ټولو اسراییلو او یهودا باندې دري دېرش کاله پادشاهي وکړه.
6هغه وخت راورسېد چې داود پادشاه او د هغه عسکر په اورشلیم باندې د حملې کولو دپاره روان شول. یبوسیان چې په هغه سیمه کې اوسېدل هغوی خیال کاوه چې داود به دا ښار فتح نه کړي، نو هغوی داود ته وویل:
7(مګر داود د صهیون د غره طبعي کلا ونیوله او هغه د داود د ښار په نوم مشهوره شوه.)
8په هغه ورځ داود خپلو نفرو ته وویل: هغوی ځکه داسې وایي:
9نو داود په کلا کې ځای په ځای شو او په هغې باندې یې د داود ښار نوم کېښود. د هغه شاوخوا ته یې ښار جوړ کړ، په هغه ځای کې یې کار شروع کړ چې ځمکه یې د غونډۍ له ختیځې خوا څخه نوې راډکه شوې وه.
10د داود قوت ورځ په ورځ زیاتېده ځکه چې مطلق قادر څښتن خدای ورسره ؤ.
11نو بیا د صور پادشاه حیرام، داود ته خپل استازي ورولېږل. د هغوی سره ترکاڼان او خټګران هم وو. هغوی د صبر د ونو ډډونه راوړل او داود ته یې ماڼۍ جوړه کړه.
12نو داود پوه شو چې څښتن د هغه پادشاهي په اسراییلو باندې ټینګه کړې ده او د هغه پادشاهي د خپل قوم یعنې د اسراییلو په خاطر نېکمرغه کوي.
13وروسته له هغې چې داود د حبرون څخه اورشلیم ته کډه وکړه هغه نورې ښځې او وینځې وکړې او نور زامن او لورګانې یې پیدا شول.
14دا د داود اولادونه دي چې په اورشلیم کې زېږېدلي دي: شموع، شوڅپرکی، ناتان، سلیمان،
15ایبحار، الیشوع، نفج، یافیع،
16الیشمع، الیاداع او الیفلط.
17کله چې فلسطینیانو واورېدل چې داود د اسراییلو پادشاه شوی دی، هغوی په پوره ځواک سره ووتل چې داود ونیسي. مګر داود د دې څخه خبر شو او محفوظ ځای ته لاړ.
18نو فلسطینیان راغلل او د رفایم په دره کې یې مورچلې ونیولې.
19داود د څښتن څخه پوښتنه وکړه: څښتن ځواب ورکړ:
20نو داود بعل فراصیم ته لاړ او هلته یې فلسطینیانو ته ماتې ورکړه. هغه وویل: نو هغه ځای د بعل فراصیم په نوم یاد شو.
21فلسطینیانو خپل بتان هلته پرېښودل، وروسته داود او د هغه نفرو هغه د ځان سره یوړل.
22فلسطینیان یو ځل بیا لاړل او د رفایم په دره کې یې مورچلې ونیولې.
23داود یو ځل بیا د څښتن سره مشوره وکړه، څښتن ځواب ورکړ:
24کله چې دې د بلسام د ونو په سر کې د قدمونو اواز واورېد نو بیا په بیړه حمله وکړه، ځکه چې دا به دا معنیٰ ولري چې زه ستا په مخ کې روان یم چې د فلسطینیانو لښکرو ته ماتې ورکړم.>
25نو څنګه چې څښتن داود ته حکم کړی ؤ هماغسې یې وکړل او فلسطینیان یې د جبع څخه تر جازر پورې په ټوله لاره کې تعقیب کړل او ویې وژل.