Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1داود یو ځل بیا د اسراییلو غوره شوي عسکر راغونډ کړل، چې شمېر یې دېرش زره تنه وو.
2هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې د یهودا بعلې ته لاړ شي د دې دپاره چې له هغه ځای څخه د خدای د لوظ صندوق راوړي. په صندوق باندې د مطلق قادر څښتن نوم دی او په هغه باندې د کروبیانو مجسمې دي چې د څښتن تخت د دې مجسمو دپاسه دی.
3هغوی د خدای د لوظ صندوق د غوایانو په یوې نوې ګاډۍ کې کېښود او هغه یې د ابیناداب د کور څخه چې په غونډۍ باندې ؤ راوړ. د ابیناداب زامنو عزه او اخیو د ګاډۍ د لارښوونې دپاره د هغې سره تلل
4او اخیو د ګاډۍ په مخکې روان ؤ.
5داود او نورو ټولو اسراییلیانو په خپل ټول توان سره څښتن ته د درناوي په خاطر نڅا ګانې کولې او سندرې یې ویلې. هغوی رڅپرکی، چمبه، چنګ او تال غږاوه.
6څنګه چې دوی د ناکون درمند ځای ته ورسېدل، غوایان وښوئېدل او عزه خپل لاس وراوږد کړ او د لوظ صندوق یې ونیوه.
7څښتن په عزه باندې د هغه د بې پروایۍ په خاطر ډېر په قهر شو. د دې ګناه له امله څښتن هغه وواژه او هغه د خدای د لوظ د صندوق په څنګ کې مړ شو.
8نو داود په غصه شو ځکه چې څښتن په قهر سره عزه ته سزا ورکړه او تر نن ورځې پورې هغه ځای د فارز عزه په نوم یادیږي.
9په هغه ورځ داود د څښتن څخه ډېر ووېرېده او ویې ویل:
10نو هغه ونه غوښتل چې صندوق د ځان سره د داود ښار ته یوسي. نو هغه خپله اصلي لاره پرېښوده او د هغه په ځای یې صندوق د عوبید ادوم جتي کور ته یووړ.
11د څښتن صندوق درې میاشتې هلته پاتې شو او څښتن عوبید ادوم او د هغه ټولې کورنۍ ته برکت ورکړ.
12داود پادشاه خبر شو چې څښتن عوبید ادوم، د هغه کورنۍ او شتمنۍ ته چې هغه درلودله د لوظ د صندوق په خاطر برکت ورکړ. نو هغه د لوظ صندوق د عوبید ادوم له کور څخه واخیست چې د یو لوی جشن په نیولو سره یې اورشلیم ته یوسي.
13کله چې هغو نفرو چې د څښتن د لوظ صندوق یې انتقالاوه، شپږ قدمونه واخیستل، داود یو غویی او یو چاغ خوسی قرباني کړل.
14داود د کتان پېشبند اغوستی ؤ او په خپل ټول توان سره یې څښتن ته د درناوي په خاطر نڅا کوله.
15نو داود او ټولو اسراییلیانو د خوشالۍ په چیغو او د سرنیو په اواز سره د څښتن د لوظ صندوق اورشلیم ته راوړ.
16کله چې صندوق د داود ښار ته راوړل شو، د شائول لور میکال له کړکۍ څخه وکتل او وې لیدل چې داود پادشاه د څښتن په مخ کې ټوپونه وهي او نڅا کوي، نو هغه یې په خپل زړه کې سپک وګاڼه.
17هغوی د لوظ صندوق راوړ او هغه یې په هغې خېمه کې کېښود چې داود د هغه دپاره ودرولې وه. وروسته بیا داود څښتن ته سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې وړاندې کړې.
18کله چې داود د نذرانو له وړاندې کولو څخه وزګار شو، هغه د خلکو دپاره د مطلق قادر څښتن په نوم برکت وغوښت.
19هغه د اسراییلو ټول ولس، هم سړیو او هم ښځو، هر یو ته، یوه ډوډۍ، یوه ټوټه غوښه او د ممیزو یوه کلچه ووېشله. بیا ټول خلک خپلو کورونو ته لاړل.
20کله چې داود خپل کور ته راستون شو چې د خپلې کورنۍ دپاره برکت وغواړي، د هغه ښځه میکال، د شائول لور د هغه مخې ته ورووتله او ورته ویې ویل:
21داود ځواب ورکړ:
22زه به خپل ځان له دې څخه نور هم رسوا کړم. ښایي ستا باور به دا وي چې زه هیڅ هم نه یم، خو د دې وینځو په خیال کې زه به د قدر وړ اوسم!>
23نو د مرګ تر ورځې پورې د شائول د لور میکال اولاد پیدا نه شو.