Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1کله چې داود پادشاه په خپله ماڼۍ کې اوسېده او څښتن هغه ته د خپلو ټولو دښمنانو څخه ارامي ورکړه،
2نو پادشاه ناتان نبي ته وویل:
3ناتان ځواب ورکړ:
4مګر په هم هغه شپه څښتن ناتان ته وویل:
6له هغه وخت څخه چې ما د اسراییلو قوم د مصر څخه راخلاص کړ، تر نن ورځې پورې زه په کور کې نه یم اوسېدلی. زه یو ځای او بل ځای ګرځېدلی یم او په خېمه کې اوسېدلی یم.
7ما د قوم مشران غوره کړل او ورته مې وویل چې د شپنو په شان زما د قوم اسراییلو لارښوونه وکړي. مګر آیا کله مې د هغو څخه چاته ویلي دي چې د صبر د ونې د لرګیو څخه دې ولې زما دپاره کور نه دی جوړ کړی؟
8نو په دې خاطر زما خدمتګار داود ته ووایه چې مطلق قادر څښتن درته داسې وایي: ما ته د پسونو د ساتلو د څړځای څخه راواخیستلې او د خپل قوم اسراییلو مشر مې وټاکلې.
9هر چېرې چې ته تللې، زه به درسره وم. څنګه به چې ته پرمخ تللې، ما به ستا ټول دښمنان له منځه وړل. اوس به زه تا د نړۍ د ډېرو لویو مشرانو په شان مشهور کړم.
10-
11ما د خپل قوم اسراییلو دپاره ځای تیار کړ او هغوی مې هلته ځای په ځای کړل، ترڅو هلته واوسیږي او نور ورباندې ظلم ونه شي. له هغه وخته چې مې قاضیان یعنې مشران د اسراییلو دپاره ټاکلي دي په هغوی باندې د بدکاره خلکو له خوا تېری شوی دی. بیا به داسې ونه شي. همدارنګه به تا د خپلو ټولو دښمنانو څخه په امن کې وساتم.زه به ستا اولاده هم پادشاهان کړم.
12هغه ورځ چې ستا سترګې د دې نړۍ څخه پټې شوې او د خپلو نیکونو سره ښخ شوې، زه به ستا د زامنو څخه یو پادشاه کړم او د هغه پادشاهي به ټینګه وساتم.
13هغه به هغه څوک وي چې زما د نوم د سرلوړۍ دپاره به یو کور جوړ کړي او د هغه پادشاهي به زه د تل دپاره ټینګه کړم.
14زه به د هغه پلار یم او هغه به زما زوی وي. کله چې هغه کومه غلطي وکړي نو زه به هغه ته داسې سزا ورکړم لکه څنګه چې پلار خپل زوی ته په لښتې باندې سزا ورکوي.
15مګر زه به د هغه څخه خپله تلپاتې مینه پرې نه ږدم لکه څنګه چې مې د شائول څخه پرې ایښې وه، یعنې هغه څوک چې ما لېرې کړ ترڅو ته پادشاه شې.
16ته به تل اولاده ولرې او زه به ستا پادشاهي تل تر تله ټینګه کړم. ستا شاهي کورنۍ به هیڅکله پای ته ونه رسیږي.>
17ناتان داود ته هغه هرڅه بیان کړل چې خدای ورته د په ذریعه رالېږلي وو.
18بیا داود پادشاه د لوظ د صندوق خېمې ته ورننوت، هلته د څښتن په حضور کې کښېناست او دعا یې وکړه:
19خو بیاهم دا ستا په نظر کافي نه وو، ای څښتن تعالیٰ! تا د راتلونکو کلونو دپاره هم زما د اولادې په هکله وعدې کړې دي. ای څښتن تعالیٰ! آیا ته همېشه په همدې طریقه د انسان سره سلوک کوې؟
20ای څښتن تعالیٰ! زه تاته نور څه ویلای شم؟ ځکه چې ته ما یعنې خپل خدمتګار پېژنې.
21دا ستا وعده وه او ستا مقصد ؤ چې دا کار دې وکړ. تا دا لوی کارونه وکړل او هغه دې ماته ښکاره کړل.
22ای څښتن تعالیٰ! ته څومره لوی یې. لکه څنګه چې مونږ تل اورېدلي دي، ستا په شان څوک نشته او بې له تا بل خدای نشته.
23د ځمکې په مخ د اسراییلو په شان بل قوم نشته، هغه قوم چې تا هغوی د مصر د غلامۍ څخه وژغورل، د دې دپاره چې هغه ستا خپل قوم شي. د هغوی دپاره دې لوی او حیرانوونکي کارونه وکړل او خپل نوم دې په ټوله نړۍ کې مشهور او لوړ کړ. تا نور قومونه او د هغوی خدایان د خپل قوم د وړاندې تګ سره سم وشړل.
24اسراییل دې د تل دپاره خپل قوم غوره کړ او ای څښتنه، ته د هغوی خدای شوې.
25ای څښتن خدایه! اوس هغه ژمنه د تل دپاره سرته ورسوه چې زما او زما د اولادې په هکله دې کړې ده. هغه څه چې دې ویلي وو هماغسې وکړه.
26ستا نوم به لوی وي او خلک به د تل دپاره وایي: مطلق قادر څښتن د اسراییلو خدای دی. بیا به زما د اولادې پادشاهي د تل دپاره ټینګه کړې.
27ای مطلق قادر څښتنه، د اسراییلو خدایه! دا ټول تا ماته ښکاره کړي دي او ماته دې وویل، چې زما د اولادې څخه به ته پادشاهان جوړ کړې، نو ځکه مې دا جرأت وکړ چې تاته دا دعا وکړم.
28اوس ای څښتن تعالیٰ، ته په رښتیا خدای یې! ستا ژمنې د باور وړ دي او تا د خپل خدمتګار سره د دې ښو شیانو ژمنه کړې ده.
29مهرباني وکړه زما اولادې ته برکت ورکړه او پرېږده چې هغوی تل ستا غوره شوي پادشاهان وي. څښتنه، تا پخوا وعده کړې ده او زه یقین لرم چې ته به زما کورنۍ ته د تل دپاره برکت راکړې.>