Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1څه موده وروسته داود بیا فلسطینیانو ته ماتې ورکړه، هغوی یې کمزوري کړل او په هغه سیمه باندې یې د هغوی واکمني پای ته ورسوله.
2همدارنګه داود موآبیانو ته هم ماتې ورکړه. داود په هغوی باندې امر وکړ چې د ځمکې په مخ څنګ په څنګ په یوه قطار څملي. وروسته بیا یوه اندازه نیوونکې رسۍ په واسطه یې په درې برخو ووېشل. هرې دوه برخې یې ووژلې او هره درېمه برخه یې ژوندې پرېښودله. نو موآبیان د هغه رعیت شول او باج به یې ورکاوه.
3برسېره پردې داود د صوبې د پادشاه د رحوب زوې هددعزر ته ماتې ورکړه. (هددعزر د فرات د سیند د پورتنۍ سیمې ته روان ؤ ترڅو د هغه ځای واکمني بېرته تر لاسه کړي.)
4داود د هغه څخه یو زر او اووه سوه سپاره او شل زره پیاده عسکر ونیول. هغه د سلو جنګي ګاډیو دپاره اسونه وساتل او نور ټول یې ګوډ کړل.
5کله چې د دمشق ارامیانو د هددعزر پادشاه د مرستې دپاره لښکر ورولېږه، داود په هغوی باندې حمله وکړه او دوه ویشت زره ارامیان یې ووژل.
6بیا هغه د دمشق د ارام په پادشاهۍ کې عسکري قرارګاوې جوړې کړې او ارامیان د هغه رعیت شول او باج یې ورکاوه. هر چېرته چې به داود لاړ څښتن هغه ته بری ورکاوه.
7داود د هددعزر د عسکري منصبدارانو د سرو زرو سپرونه واخیستل او هغه یې اورشلیم ته راوړل.
8داود پادشاه د باته او بیروتای څخه چې د هددعزر ښارونه وو په زیاته اندازه برنجي فلز لاس ته راوړل.
9د حمات پادشاه توعي واورېدل چې داود د هددعزر ټول لښکر ته ماتې ورکړې ده.
10نو هغه خپل زوی یورام داود پادشاه ته ورولېږه چې هغه ته سلام ووایي او په جګړه کې په هددعزر باندې د هغه د بریالیتوب مبارکي ووایي. هددعزر ډېر ځلې د توعي سره جنګېدلی ؤ. یورام داود ته سوغاتونه یعنې د سرو زرو، سپینو زرو او برنجي شیان د ځان سره راوړل.
11داود پادشاه هغه شیان د هغو سپینو او سرو زرو سره یوځای څښتن ته وقف کړل چې د هغو قومونو څخه یې لاس ته راوړي وو چې په هغو باندې یې بری ترلاسه کړی ؤ،
12یعنې د ادومیانو، موآبیانو، عمونیانو، فلسطینیانو او عمالیقیانو څخه. همدارنګه هغه غنیمت چې د هددعزر د صوبې د پادشاه څخه یې نیولی ؤ یوه برخه یې څښتن ته وقف کړله.
13کله چې داود د مالګې په دره کې د اتلسو زرو ادومیانو د وژلو څخه راستون شو، هغه نور هم مشهور شو.
14هغه په ټول ادوم کې عسکري قرارګاوې جوړې کړې او ټول ادومیان د داود رعیت شول. داود به چې هر چېرته لاړ څښتن به ورته بری ورکاوه.
15داود په ټولو اسراییلو باندې پادشاهي کوله او خپلو ټولو خلکو دپاره یې په عدل او انصاف سره کارونه کول.
16یوآب د زرویه زوی د لښکرو عمومي قوماندان ؤ. یهوشافاط د اخیلود زوی د اطلاعاتو وزیر ؤ.
17صادوق د اخیطوب زوی او اخیملک د ابیاتار زوی کاهنان وو. سرایا د دربار منشي ؤ.
18بنایاه د یهویاداع زوی د داود د ساتونکو ګارډ یعنې کریتیانو او فلیتیانو قوماندان ؤ او د داود زامن کاهنان وو.