Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1دا لیک د پولوس له خوا چې د خدای په ارادې سره د عیسی مسیح رسول دی او زمونږ د ورور تیموتاوس له خوا،
2په مسیح کې د خدای خلکو او هغو وفادارو خویندو او ورونو ته چې په کولسیه کې دي. زمونږ د پلار خدای فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.
3کله چې مونږ ستاسو دپاره دعا کوو، نو تل زمونږ د څښتن عیسی مسیح د پلار یعنې خدای شکر کوو.
4ځکه چې مونږ خبر شولو چې تاسو په عیسی مسیح ایمان لرئ او د خدای د ټولو خلکو سره مینه کوئ.
5ستاسو دا ایمان او مینه د هغې هیلې څخه راپیدا کیږي چې په اسمان کې ستاسو دپاره ساتل شوی دی. تاسو د مخکې نه په دې هکله په رښتیني کلام یعنې زېري کې اورېدلي وو.
6لکه څنګه چې دا زېری تاسو ته درورسېد، نو همداسې ټولې دنیا ته رسیږي او حاصل ورکوي. د هماغې ورځې نه چې تاسو خبر شوئ او د خدای د فضل په هکله په رښتیا سره پوه شوئ، نو په تاسو کې یې هم حاصل ورکړ.
7تاسو د خدای د فضل په هکله د اپفراس څخه چې په کار کې زمونږ ملګری دی، زده کړل. هغه ستاسو دپاره د مسیح وفادار خدمتګار دی.
8هغه مونږ ستاسو د هغې مینې څخه خبر کړو چې روح القدس تاسو ته درکړې ده.
9له همدې امله د هماغې ورځې نه مو چې دا واورېدل، نو ستاسو دپاره مو تل دعا کړې ده. مونږ د خدای څخه غواړو چې تاسو په خپله اراده په پوره توګه پوه کړي، ترڅو تاسو هغه ټول حکمت او پوهه ولرئ چې د هغه روح یې درکوي،
10ترڅو داسې ژوند وکړئ لکه څنګه چې څښتن یې غواړي او هغه په هر څه کې خوشحاله کړئ او په هر نېک کار کې ثمره ولرئ او د خدای په پېژندلو کې وده وکړئ.
11همدارنګه زمونږ دا دعا ده چې د هغه د جلال نه ډک قدرت سره قوي شئ، ترڅو په صبر سره هرڅه وزغمئ
12او په خوشحالۍ سره د پلار خدای شکر وباسئ چې تاسو یې د دې لایق کړي یئ چې د خپلو خلکو سره یې د رڼا د پاچاهۍ په میراث کې شریک کړئ.
13هغه مونږ د تیارې د پاچاهۍ نه ازاد کړو او د خپل ګران زوی پاچاهۍ ته یې راوستلو.
14د هغه په وسیله مونږ خلاصون وموند او زمونږ ګناهونه وبخښل شول.
15مسیح د نه لیدونکي خدای تصویر او د ټولو مخلوقاتو نه لومړی زېږېدلی دی.
16ځکه چې د هغه په وسیله ټول شیان پیدا شول، که هغه په اسمان کې دي یا په ځمکه، لیدونکي دي یا نه لیدونکي، که هغه د پاچاهۍ تختونه دي که روحاني قدرتونه دي یا حاکمان یا د واک خاوندان، ټول شیان د هغه په وسیله او د هغه دپاره پیدا شول.
17هغه د ټولو شیانو نه مخکې وجود درلود او په هغه کې ټول شیان سره یوځای کیږي.
18د دې تر څنګ هغه د بدن سر یعنې د کلیسا سر دی، هغه پیل دی، هغه لومړی زېږېدلی دی چې د مړو نه راپاڅېد، ترڅو په هرڅه کې لومړی ځای ولري.
19ځکه چې دا د خدای خوښه وه چې زوی دې په خپل ځان کې د خدای کامل فطرت او خوی ولري.
20خدای د مسیح په وسیله د ټولو شیانو سره پخلا شو او په صلیب باندې د مسیح د وینې د تویېدلو په وسیله یې د خدای او هغه څه چې په ځمکه او اسمان کې دي، ترمنځ سوله راوستله.
21یو وخت تاسو د خدای نه لېرې وئ او د خپلو فکرونو او بدو عملونو له امله د هغه دښمنان وئ.
22خو اوس هغه د مسیح د جسماني مرګ په وسیله تاسو د خپل ځان سره پخلا کړئ، ترڅو تاسو سپېڅلي، بې عیبه او بې له ملامتۍ څخه خپل حضور ته راولي.
23خو بې له شکه باید تاسو په ایمان کې قوي او ټینګ پاتې شئ او هغه هیله پرېنږدئ چې د زېري په اورېدلو سره په ټوله دنیا کې اعلان شوی دی، او زه پولوس د همدې زېري خدمتګار شوم.
24زه اوس په هغو کړاوونو کې خوشحاله یم چې ستاسو په خاطر یې تېروم، ځکه چې زه په خپل بدن کې د مسیح د بدن یعنې د کلیسا په خاطر د مسیح د تکلیفونو هغه کمی پوره کوم چې لا تر اوسه پاتې دی.
25زه د هغې وظیفې له مخې چې خدای ستاسو په خاطر ماته راکړې ده، د کلیسا خدمتګار شوم ترڅو د خدای کلام په پوره توګه تاس�� ته درورسوم،
26یعنې هغه پټ راز چې د پېړیو او تېرو نسلونو راهیسې پټ پاتې ؤ او اوس د خدای خلکو ته ښکاره شوی دی.
27خدای غوښتل چې تاسو غیریهودیانو ته د دې جلال نه ډکې شتمنۍ پټ راز ښکاره کړي او هغه راز دا دی چې مسیح په تاسو کې اوسیږي او هغه د جلال هیله ده.
28مونږ د مسیح په هکله ټولو ته وعظ کوو او په هغې ټولې پوهې سره چې مونږ یې لرو، ټولو ته خبرداری ورکوو او هر یو ته تعلیم ورکوو، ترڅو هر یو د بالغو خلکو په توګه په مسیح کې خدای ته وړاندې کړو.
29د دې دپاره زه کار کوم او زحمت وباسم، ترڅو د هغه لوی قدرت نه کار واخلم چې مسیح یې ماته راکوي او په ما کې کار کوي.