Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1نو ای زما ګرانو خویندو او ورونو، زه ستاسو د لیدلو په ارمان یم. تاسو زما خوشحالي او زما ویاړ یئ. نو بیا ای ګرانو دوستانو، په څښتن کې همداسې ټینګ اوسئ.
2زه افودیه او سینتیخې ته زاري کوم چې په څښتن کې په یو فکر اوسئ.
3هو، زما رښتینی ملګریه، ستا څخه غوښتنه کوم چې د دې دوه ښځو سره مرسته وکړې، ځکه چې هغوی د کلیمانتوس او زما د نورو همکارانو سره د زېري په خپرولو کې څنګ تر څنګ هلې ځلې کړي دي او نومونه یې د ژوندون په کتاب کې لیکل شوي دي.
4تل په څښتن کې خوشحالي کوئ او بیاهم وایم چې خوشحاله اوسئ.
5پرېږده چې ستاسو نرم مزاجي او مهرباني ټولو خلکو ته ښکاره شي. څښتن به زر راشي.
6د هېڅ شي په هکله اندېښنه مه کوئ، بلکې تل د شکرګزارۍ په دعاګانو او زاریو سره خپلې غوښتنې د خدای حضور ته وړاندې کوئ.
7نو بیا د خدای سوله او سلامتي چې د انسان د پوهې نه بهر ده، ستاسو زړونه او خیالونه به د عیسی مسیح په وسیله خوندي وساتي.
8اخر دا چې ای خویندو او ورونو، هر هغه څه چې رښتیا، عزتمن، عادلانه، پاک، زړه وړونکي، ښکلي او هغه څه چې ډېر ښه او د ستاینې وړ دي، د هغو په هکله فکر کوئ.
9هغه څه چې تاسو زما نه زده کړي او حاصل کړي دي یا مو زما نه اورېدلي او لیدلي دي، هغه سرته ورسوئ، نو بیا به خدای چې د سولې او سلامتۍ سرچینه ده، ستاسو سره مل وي.
10زه په څښتن کې ډېر خوشحاله یم چې له څه مودې وروسته یوځل بیا ستاسو پام زما خواته شو. زه پوهېږم چې تاسو په رښتیا زما سره علاقه درلودله، خو تاسو سره د هغو د ښکاره کولو موقعه پیدا نه شوه.
11زه دا خبرې د دې دپاره نه کوم چې محتاج یم، بلکې دا مې زده کړل چې زه په هرحال کې یم، راضي یم.
12زه پوهېږم چې څرنګه په غریبۍ کې یا شتمنۍ کې ژوند وکړم. ما په هر ډول حالاتو کې ژوند کړی دی، او د ژوند کولو راز مې زده کړی دی، که زه موړ وم یا وږی یا که محتاج وم یا هرڅه مې لرل.
13زه د مسیح په وسیله چې ماته قوت راکوي کولای شم چې هر حالت تېر کړم.
14په هر حال دا ستاسو مهرباني وه چې زما سره مو په سختیو کې مرسته وکړه.
15ای فیلیپیانو، تاسو ښه خبر یئ چې د زېري د رسولو په لومړیو ورځو کې کله چې زه د مقدونیې څخه روان شوم، نو هېڅ یوه کلیسا زما سره په ګټه او تاوان کې شریکه نه شوه، پرته له تاسو نه.
16حتی کله چې په تسالونیکیه کې وم څو ځلې مو زما د اړتیاوو د پوره کولو دپاره مرسته راولېږله.
17زه دا خبره د دې دپاره نه کوم چې ستاسو نه صرف کوم سوغات تر لاسه کړم، بلکې زه غواړم چې ستاسو د نېکو کارونو اجر دې ستاسو په حساب کې ورزیات شي.
18خو اوس ستاسو هرڅه ماته راورسېدل او حتی زما د اړتیا نه زیات. تاسو چې د اپافرودیتوس په لاس کومې تحفې رالېږلې وې په هغو باندې زما اړتیاوې په کامله توګه پوره شوې. دا هغه د خوشبویۍ نذرانه او قرباني ده چې خدای ته قبوله او د هغه خوښه ده.
19زما خدای به ستاسو ټولې اړتیاوې د خپلې پرېمانه شتمنۍ له مخې د عیسی مسیح په وسیله پوره کړي.
20خدای ته چې زمونږ پلار دی، تل ترتله جلال وي. امین.
21د خدای ټولو خلکو ته چې د عیسی مسیح سره تړاو لري، سلامونه ووایئ. کوم ورونه چې زما سره دي، هغوی هم تاسو ته سلامونه وایي.
22د خدای ټول خلک چې دلته دي تاسو ته سلام وایي، په ځانګړې توګه هغوی چې د روم امپراتور په ماڼۍ کې اوسیږي.
23په تاسو ټولو باندې دې د څښتن عیسی مسیح فضل وي.