Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1اخر دا چې ای خویندو او ورونو، د څښتن سره په یووالي کې خوشحالي کوئ. دا زما دپاره کوم تکلیف نه دی چې تاسو ته هماغه شیان یوځل بیا لیکم او په دې کې ستاسو امن او سلامتي ده.
2د هغو خلکو سره چې د سپیو په شان دي او د هغوی سره چې بدکاره دي، احتیاط کوئ چې په دې ټینګار کوي چې تاسو سنت کړي یعنې د خلاصون دپاره ستاسو د بدن یو غړی پرې کوي.
3ځکه مونږ رښتیني سنت شوي خلک یو، مونږ چې د روح په وسیله د خدای عبادت کوو. مونږ په عیسی مسیح باندې فخر کوو او د جسماني مراسمو په سرته رسولو باور نه لرو،
4که څه هم زما سره دلیل شته چې په خپل ځان باندې تکیه وکړم. که چېرې نور خلک فکر کوي چې په جسماني مراسمو باندې تکیه کولای شي، نو زه د هغوی نه زیات کولای شم.
5کله چې زه د اتو ورځو وم، سنت شوم. زه د اسراییلو د قوم او د بنیامین د قبیلې څخه یم او اصلي عبرانی یم او د شریعت د مراعت کولو په لحاظ فریسي وم.
6زه دومره غیرتي وم چې د عیسی مسیح پیروان به مې ځورول او د شریعت د عادلانو معیارونو له مخې زه بې عیبه انسان وم.
7خو هرڅه چې زما په ګټه وو، زه یې اوس د مسیح په تاوان ګڼم.
8هو، یوازې دا نه، بلکې زما د څښتن عیسی مسیح پېژندل دومره قیمتي ؤ چې ما هرڅه د هغه په خاطر تاوان وګڼل. ما د هغه په خاطر هرڅه ایسته وغورځول او هغه ټول مې لکه د چټلیو په شان وګڼل، ترڅو مسیح خپل کړم
9او د هغه سره یو شم. زه نور خپل ځان په شریعت باندې په عمل کولو سره عادل نه ګڼم، بلکې په مسیح باندې د ایمان په وسیله عادل شوی یم، هغه رښتینولي چې په ایمان باندې ولاړه ده او د خدای له خوا راځي.
10زه غواړم چې مسیح او د هغه د بیا راژوندي کېدلو قدرت وپېژنم، د هغه سره په کړاوونو کې شریک شم او د هغه په مرګ کې د هغه په شان شم،
11ترڅو د هرې لارې چې وي، زه هم د مړو نه بېرته د تل پاتې ژوند دپاره راژوندی شم.
12زه دا نه وایم چې ما دا هرڅه لا مخکې تر لاسه کړي دي او کامل شوی یم، بلکې د هغه د تر لاسه کولو دپاره هلې ځلې کوم، ځکه چې مسیح زه خپل کړی یم.
13ای خویندو او ورونو، زه فکر نه کوم چې هغه مې تر لاسه کړي دي. خو یو کار چې زه یې اوس کوم، هغه دا دی چې څه چې تېر شوي دي هغه هېر کړم او هغه څه چې مې مخکې دي د هغو دپاره ډېر کوښښ وکړم.
14زه د هدف پسې هلې ځلې کوم، ترڅو هغه جایزه تر لاسه کړم چې د هغې دپاره خدای زه د عیسی مسیح په وسیله اسماني ژوند ته بللی یم.
15مونږ ټول چې په روحاني توګه بالغان یو، باید همداسې فکر ولرو، او که په تاسو کې څوک بل ډول فکر لري، نو خدای به هغه تاسو ته ښکاره کړي.
16په هر حال، راځئ چې د هغه معیار له مخې پرمخ لاړ شو چې مونږ ورته رسېدلي یو.
17ای خویندو او ورونو، زما د مثال نه پیروي وکړئ او هغو خلکو ته خپل پام راوګرځوئ چې زمونږ په شان ژوند تېروي.
18ځکه ما څو څو ځلې تاسو ته ویلي دي او یوځل بیا یې درته د خپلو سترګو په اوښکو سره وایم چې ډېر خلک داسې ژوند کوي چې د عیسی مسیح د صلیب د رښتینې معنی سره دښمني لري.
19د هغوی پای تباهي ده او د هغوی خدای د هغوی جسماني غوښتنې دي او هغوی په خپلو د شرم نه ډکو کارونو باندې فخر کوي. هغوی یوازې د دنیاوي شیانو په فکر کې دي.
20خو مونږ په اصل کې د اسمان اوسېدونکي یو او د خپل خلاصوونکي څښتن عیسی مسیح د راتللو په انتظار یو چې د اسمان نه به راځي.
21هغه به زمونږ کمزوری بدن داسې بدل کړي چې د هغه د جلال نه ډک بدن په شان شي. دا کار به د هغه قدرت په وسیله تر سره کیږي چې ټول شیان د خپل ځان تابع کړي.