Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
30 verses
1که چېرې تاسو په مسیح کې ډاډه یئ، یا د هغه مینه تاسو ته تسلي درکوي، یا د خدای د روح سره شراکت لرئ، یا ستاسو ترمنځ مینه او خواخوږي وي،
2نو تاسو زما خوشحالي پوره کړئ او په یو فکر اوسئ، یو د بل سره مینه ولرئ، په روح کې سره یو اوسئ او یو مقصد ولرئ.
3د ځان خوښونې او غرور له مخې هېڅ کار مه کوئ، بلکې په عاجزۍ سره نور خلک د ځان نه لوړ ګڼئ.
4یوازې د خپل ځان په فکر کې مه اوسئ، بلکې د نورو ګټې هم په پام کې ونیسئ.
5هماغه ډول فکر ولرئ لکه څنګه چې عیسی مسیح درلود.
6که څه هم هغه الهي ذات ؤ، خو هغه د خدای سره د برابرۍ څخه د خپل ځان په ګټه کار وانخیست،
7بلکې هغه په خپله خوښه د هرڅه نه تېر شو او د یو غلام فطرت یې اختیار کړ. هغه د انسان په شکل پیدا شو او په انساني جسم کې راښکاره شو.
8هغه خپل ځان عاجز کړ او د تابعدارۍ له مخې مرګ ته حاضر شو او حتی په صلیب باندې مرګ ته.
9له همدې امله خدای هغه ته لوړ مقام ورکړ او هغه ته یې هغه نوم ورکړ چې د ټولو نومونو نه لوړ دی،
10ترڅو د عیسی په نوم ټول مخلوقات که په اسمان کې دي، که د ځمکې په مخ او که د ځمکې لاندې، هغه ته په ګونډو شي
11او ټول د پلار خدای د جلال دپاره په خپله خوله باندې اقرار وکړي چې عیسی مسیح څښتن دی.
12له دې امله زما ګرانو دوستانو، لکه څنګه چې تاسو تل زما اطاعت کړی دی، نه یوازې زما په شتون کې، بلکې د هغې نه زیات یې اوس زما په نشتون کې هم وکړئ. نو په وېره او لړزېدلو سره هغه کارونه سرته ورسوئ چې ستاسو د خلاصون د ښکاره کولو سبب ګرځي.
13ځکه چې دا خدای دی چې په تاسو کې کار کوي او په تاسو کې اراده او قدرت پیدا کوي چې د هغه نېک مقصد پوره کړئ.
14هر کار پرته له ګورېدلو او بحث کولو سرته ورسوئ،
15ترڅو په دې زمانه کې چې ټول بې لارې او غلط خلک دي، تاسو د خدای بې عیبه، معصوم او لکه د خدای بې ګناه اولادونه اوسئ او د هغوی په منځ کې لکه د اسمان د ستورو په شان وځلېږئ.
16تاسو تل د ژوندون پیغام خلکو ته ورسوئ. که چېرې داسې وکړئ، نو زه د مسیح د راتللو په وخت کې به فخر کوم چې نه زما منډې بې فایدې شوې او نه مې خواري بېځایه لاړه.
17حتی که چېرې لازمه وي چې زما وینه دې لکه د قربانۍ په شان ستاسو د ایمان د قربانۍ په خاطر تویه شي، نو زه به خوشحاله یم او ستاسو ټولو په خوشحالۍ کې به شریک شم.
18نو تاسو هم خوشحاله اوسئ او زما سره په خوشحالۍ کې شریک شئ.
19زه څښتن عیسی ته هیله من یم چې ډېر زر به تیموتاوس درولېږم، ترڅو ستاسو د احوال نه خبر شم، نو خوشحاله به شم.
20ځکه چې دلته د هغه په شان زما سره بل څوک نشته چې په رښتیا ستاسو په فکر کې وي.
21ځکه چې نور ټول د خپلو ګټو پسې ګرځي، نه د عیسی مسیح پسې.
22خو تاسو پوهېږئ چې تیموتاوس خپل لیاقت ثابت کړ چې هغه لکه د یو زوی په شان چې د خپل پلار خدمت کوي، زما سره د زېري په خپرولو کې خدمت کړی دی.
23نو له دې امله زه هیله لرم چې څنګه زما حال معلوم شي، نو زه به هغه تاسو ته درولېږم
24او زه په څښتن باندې باور لرم چې په خپله به هم زر درشم.
25خو اوس ما دا ضروري وګڼله چې زمونږ ورور، د خدمت ملګری او همکار عسکر اپافرودیتوس تاسو ته درولېږم چې هغه ستاسو پیغام رسوونکی دی او تاسو هغه زما د اړتیاوو د پوره کولو دپاره لېږلی ؤ.
26ځکه چې هغه ډېر ارمان لري چې تاسو ټول وویني او هغه خفه دی، ځکه چې تاسو د هغه د ناروغۍ نه خبر شوي وئ.
27هغه په رښتیا ناروغه ؤ او مرګ ته نژدې ؤ، خو خدای په هغه باندې رحم وکړ او یوازې په هغه نه، بلکې په ما یې هم وکړ چې په ما باندې د غم دپاسه غم رانه شي.
28نو زه ډېر غواړم چې هغه تاسو ته درولېږم چې یوځل بیا د هغه په لیدلو خوشحاله شئ او زما غم هم کم شي.
29نو هغه ته د څښتن په نوم په ډېرې خوشحالۍ سره هرکلی ووایئ او د هغه په شان خلکو ته درناوی کوئ.
30ځکه چې هغه مسیح ته د خدمت په لاره کې مرګ ته نژدې شوی ؤ او هغه خپل ژوند د هغه خدمت دپاره په خطر کې واچاوه چې تاسو زما دپاره ونه کړای شو.