Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
30 verses
1دا لیک د پولوس او تیموتاوس له خوا چې د عیسی مسیح خدمتګاران دي، د فیلیپيې ټولو د خدای خلکو ته چې د عیسی مسیح سره تړاو لري او د هغوی مشرانو او خادمانو ته.
2زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.
3زه چې هر وخت تاسو یادوم، نو د خدای شکر وباسم.
4کله چې زه تاسو ټول په خپلو دعاګانو کې یادوم، دا زما د خوشحالۍ سبب کیږي.
5ځکه چې تاسو د لومړۍ ورځې نه تر اوسه پورې زما سره د زېري په خپرولو کې شریک یئ.
6زه په دې ډاډه یم چې خدای چې کوم نېک کار په تاسو کې شروع کړی دی، هغه به د عیسی مسیح د بېرته راتګ تر ورځې پورې پوره کړي.
7زه حق لرم چې ستاسو ټولو په هکله داسې احساس ولرم، ځکه چې تاسو زما په زړه کې ځای لرئ. نو که زه په زندان کې یم، یا د زېري نه په دفاع او تصدیق کې بوخت یم، تاسو زما سره د خدای په فضل کې شریک یئ.
8ځکه خدای زما شاهد دی چې زه څومره د عیسی مسیح په مینه کې ستاسو ټولو د لیدلو ارمان لرم.
9همدارنګه دا زما دعا ده چې ستاسو مینه دې د علم او پوره پوهې سره نوره هم زیاته شي،
10ترڅو تاسو وکولای شئ چې هر څه چې ښه دي غوره کړئ او د مسیح د بېرته راتللو تر ورځې پاک او بې عیبه پاتې شئ.
11ستاسو ژوند دې د عدالت د مېوو نه ډک شي چې د عیسی مسیح په وسیله د خدای د جلال او ستاینې دپاره تر لاسه کیږي.
12ای خویندو او ورونو، زه غواړم تاسو په دې خبر شئ چې څه چې زما سره وشول، په حقیقت کې هماغه د زېري د خپرولو سبب شو،
13نو د امپراتورۍ د ماڼۍ ټول ساتونکي او نور ټول خلک خبر شول چې زه د مسیح په خاطر بندي شوی یم
14او زما بندي کېدل د دې سبب شوی دی چې ډېر زیات خویندې او ورونه په څښتن کې دومره ډاډمن شي چې نور هم د دې زړه پیدا کړي چې د خدای کلام بې له وېرې بیان کړي.
15بې له شکه ځینې د مسیح پیغام د بخیلۍ او سیالۍ له مخې او ځینې یې په ښه نیت سره وعظ کوي.
16هغوی د مینې له مخې داسې کوي، ځکه پوهیږي چې زه د زېري د دفاع په خاطر دلته راوستل شوی یم.
17خو هغه نور د اخلاص له مخې د مسیح په هکله وعظ نه کوي، بلکې د ځان خوښونې له مخې یې کوي او فکر کوي چې په زندان کې به زما تکلیف نور هم زیات کړي.
18څه فرق کوي؟ په هره طریقه چې وي، که هغه د بد نیت له مخې وي یا د سم نیت، مهمه دا ده چې مسیح خلکو ته اعلان شي. په دې کار زه خوشحاله یم. هو، او خوشحاله به یم،
19ځکه زه پوهېږم چې ستاسې دعاګانې او د عیسی مسیح د روح مرسته به زما د خلاصون سبب شي.
20ځکه دا زما د زړه غوښتنه او زما هیله ده چې زه به هېڅ ونه شرمېږم، بلکې په پوره زړورتیا سره به اوس لکه د تل په شان مسیح ته په خپل بدن کې لویي ورکړم، که دا زما په ژوند وي او یا زما په مرګ باندې تمام شي.
21ځکه چې د ژوند نه زما مقصد مسیح دی او مرګ هم زما په ګټه دی.
22خو که زه ژوندی پاتې شم، نو وبه کولای شم چې کوم ګټور کار وکړم. خو زه نه پوهېږم چې کوم یو غوره کړم.
23زه په دواړو کې حیران پاتې یم. زه غواړم چې د دې دنیا نه لاړ شم او د مسیح سره واوسم، ځکه چې دا به ډېر ښه وي.
24خو زما ژوندي پاتې کېدل ستاسو دپاره ډېر ضروري دی.
25زه په دې ډاډه یم او په دې پوهېږم چې ژوندی به پاتې شم او تاسو ټولو سره به یم چې تاسو په ایمان کې پرمختګ او خوشحالي وکړئ.
26کله چې زه بېرته تاسو ته درشم، نو ستاسو سره به ښه دلیل وي چې زما له امله په عیسی مسیح کې ډېر زیات فخر وکړئ.
27په هر حال، داسې ژوند کوئ چې ستاسو چلند د مسیح د زېري له مخې وي، نو که زه راشم او تاسو ووینم او یا رانه شم، زه غواړم ستاسو په هکله واورم چې په یو روح او یو مقصد کې ټینګ ولاړ یئ او یو د بله سره څنګ تر څنګ په زېري باندې د ایمان دپاره هلې ځلې کوئ.
28په هېڅ ډ��ل د خپلو مخالفینو نه مه وېرېږئ، دا به ثابته شي چې هغوی د تباهۍ خواته روان دي او تاسو به خلاصون ومومئ او دا هرڅه د خدای له طرفه دي.
29ځکه چې دا امتیاز تاسو ته درکړل شوی دی چې نه یوازې دا چې په عیسی مسیح باندې ایمان راوړئ، بلکې د هغه په خاطر کړاوونه وزغمئ.
30تاسو هم په هغې مبارزه کې بوخت یئ چې زه په کې بوخت وم او تاسو خپله ولیدل او خبر یې چې زه لا تر اوسه هم په کې بوخت یم.