Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1ای اولادونو، د څښتن د پیروانو په توګه د خپل مور او پلار منونکي اوسئ، ځکه چې دا سم کار دی.
2دا لومړی حکم دی چې په کې وعده شوې ده او هغه دا ده: «د خپل مور او پلار عزت کوئ.»
3که داسې کوئ: «نو تاسو به نېکمرغه یئ او په دنیا کې به زیات عمر ولرئ.»
4ای پلرونو، تاسو د خپلو اولادونو سره داسې چلند مه کوئ چې هغوی په قهر شي، بلکې د څښتن په طریقه هغوی اصلاح کړئ او روزنه یې وکړئ.
5ای غلامانو، په داسې وېره او لړزېدلو سره د زړه د اخلاصه د خپلو دنیاوي بادارانو تابعداري کوئ، لکه څنګه چې د مسیح تابعداري کوئ.
6دا تابعداري یوازې د دې دپاره مه کوئ چې کله هغوی تاسو څاري او تاسو هغوی خوشحاله کوئ، بلکې د مسیح د غلامانو په توګه د زړه له کومي د خدای رضا پوره کوئ.
7په شوق سره خدمت کوئ، داسې لکه چې د څښتن خدمت کوئ، نه د انسان.
8ځکه تاسو پوهېږئ چې څښتن هر یو ته د ښو کارونو له مخې اجر ورکوي، که هغه غلام وي یا ازاد.
9ای بادارانو، تاسو هم د خپلو غلامانو سره همداسې چلند کوئ. رټل پرېږدئ. یاد ساتئ چې تاسو دواړه په اسمان کې یو بادار لرئ او هغه د هېچا طرفداري نه کوي.
10اخر دا چې په څښتن او د هغه په لوی قدرت کې قوي اوسئ.
11د خدای هغه کاملې زغرې واغوندئ چې تاسو ته یې تیارې کړې دي، ترڅو وکولای شئ د شیطان د دسیسو په وړاندې ټینګ ودرېږئ.
12ځکه چې زمونږ جنګ د انسان سره نه دی، بلکې د حاکمانو، د واک د خاوندانو، د دې تیارې دنیا د واکمنو قدرتونو او په اسماني ځایونو کې د بدو روحاني قوتونو په خلاف دی.
13له همدې امله تاسو د خدای کاملې زغرې واغوندئ، ترڅو وکولای شئ په هغه بده ورځ د دښمن په وړاندې کلک ودرېږئ او د جنګ تر پایه ټینګ پاتې شئ.
14نو بیا ټینګ ودرېږئ او د حقیقت پټۍ د ملا نه وتړئ او د عدالت زغره واغوندئ.
15خپلې پښې په بوټانو کې د سولې او سلامتۍ د زېري د خپرولو دپاره تیارې کړئ
16او د دې ټولو سره د ایمان سپر راواخلئ، ترڅو د هغه په وسیله وکولای شئ چې د شیطان اور لرونکي غشي تباه کړئ.
17د خلاصون هغه د اوسپنې خولۍ او د روح القدس توره چې د خدای کلام دی، راواخلئ.
18هر وخت د روح القدس په لارښوونه دعا او زارۍ کوئ. د همدې دپاره بېداره اوسئ او تل د خدای د ټولو خلکو دپاره دعا کوئ.
19زما دپاره هم دعا وکړئ چې کله زه خبرې کوم نو ماته خدای د وینا توان راکړي او وکولای شم په زړورتیا سره د زېري پټ راز اعلان کړم.
20ځکه چې د همدې زېري په خاطر چې په زنځیرونو تړل شوی استازی یم، نو دعا کوئ لکه څنګه چې لازمه ده هغه په زړورتیا سره اعلان کړم.
21تیخیکاس چې زمونږ ګران ورور او د څښتن وفادار خدمتګار دی، هغه به تاسو ته هرڅه ووایي، ترڅو تاسو پوه شئ چې زه څنګه یم او څه کوم.
22ما هغه تاسو ته د دې مقصد دپاره درولېږه چې تاسو زمونږ د حال او احوال نه خبر کړي او ستاسو زړونو ته ډاډګېرنه درکړي.
23پلار خدای او څښتن عیسی مسیح دې ټولو خویندو او ورونو ته سلامتي او د ایمان سره مینه ورکړي.
24د خدای فضل دې وي په هغو ټولو چې زمونږ د څښتن عیسی مسیح سره نه ختمېدونکې مینه لري.