Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1لکه د خدای د ګرانو اولادونو په شان د هغه د مثال نه پیروي وکړئ.
2په مینې سره ژوند وکړئ، لکه څنګه چې مسیح زمونږ سره وکړه او خپل ځان یې زمونږ دپاره د خوشبویه نذرانې او قربانۍ په توګه خدای ته وړاندې کړ.
3خو ستاسو په هکله دې د هېڅ ډول جنسي بد اخلاقي او حتی د هېڅ ډول ناپاکۍ او حرص خبرې نه وي، ځکه چې دا د خدای د خلکو سره مناسب نه دي.
4په تاسو کې دې چټلې، کم عقلې خبرې یا بې ادبه ټوکې هم نه وي، ځکه چې دا ټولې بېځایه خبرې دي، بلکې د هغو په ځای د خدای شکر ادا کړئ.
5ډاډه اوسئ چې هېڅ ډول جنسي بد اخلاق، ناپاک یا حریص انسان ته (ځکه چې حرص یو ډول بت پرستي ده) د مسیح او خدای په پاچاهۍ کې میراث نشته.
6مه پرېږدئ چې څوک مو په پوچو او بې معنی خبرو وغولوي، ځکه چې د همدې شیانو له امله د خدای غضب په هغو خلکو باندې نازلیږي چې نافرمانه وي.
7نو د داسې خلکو سره په کارونو کې مه شریک کېږئ.
8که څه هم تاسو یو وخت په تیاره کې وئ، خو اوس په څښتن کې په رڼا کې یئ. نو د رڼا د اولادونو په شان ژوند کوئ.
9ځکه چې د رڼا مېوه نېکي، عدالت او حقیقت دی.
10کوښښ وکړئ ترڅو دا معلومه کړئ چې څښتن په څه شي خوشحالیږي.
11د تیارې په بې ګټې کارونو کې برخه مه اخلئ، بلکې هغه رسوا کړئ.
12حتی د هغو کارونو په هکله خبرې کول چې هغوی یې په پټه کوي، هم د شرم خبره ده.
13خو په کوم شي باندې چې رڼا وځلیږي، نو هغه به ښکاره شي،
14ځکه چې رڼا هرڅه ښکاره کوي. نو له همدې امله ویل شوي دي:«ای ویده، راویښ شهاو د مړو نه راپاڅېږهنو د مسیح رڼا به په تا باندې وځلیږي.»
15نو پام کوئ چې څه ډول ژوند کوئ. د کم عقلو په شان ژوند مه کوئ، بلکې د هوښیارانو په شان ژوند کوئ.
16د هرې موقعې نه ښه ګټه واخلئ، ځکه چې زمانه خرابه ده.
17نو کم عقل کېږئ مه، بلکې په دې ځان پوه کړئ چې د څښتن رضا څه ده.
18په شرابو ځانونه مه مستوئ، ځکه چې ستاسو ژوند تباه کوي، بلکې د روح القدس نه ډک شئ.
19یو د بل سره زبورونه، مذهبي او روحاني سندرې وایئ او د زړه له کومي څښتن ته سندرې او خوږې نغمې وایئ.
20د هرڅه دپاره تل پلار خدای ته زمونږ د څښتن عیسی مسیح په نوم شکر وباسئ.
21همدارنګه مسیح ته د درناوي په خاطر د یو بل تابعداري کوئ.
22ای ښځو، د خپلو مېړونو داسې تابعدارې اوسئ لکه څنګه چې د څښتن عیسی مسیح تابعداري کوئ.
23ځکه چې هر مېړه د خپلې ښځې سر دی لکه څنګه چې مسیح د کلیسا یعنې د خپل بدن سر دی او هغه خپله د هغې خلاصوونکی دی.
24نو لکه څنګه چې کلیسا د مسیح تابع ده، همداسې دې ښځې هم په هر شي کې د خپلو مېړونو تابع اوسي.
25ای مېړونو، د خپلو ښځو سره داسې مینه کوئ لکه څنګه چې مسیح د کلیسا سره کوله او خپل ځان یې د هغې دپاره قربان کړ.
26هغه داسې وکړل تر څو کلیسا د اوبو او کلام په وسیله ووینځي او هغه پاکه او سپېڅلې کړي.
27هغه داسې وکړل، ترڅو د ځان دپاره داسې د شان او شوکت نه ډکه کلیسا تیاره کړي چې بې داغه، بې ګونجو او کوم بل عیب په کې نه وي، بلکې سپېڅلې او بې عیبه وي.
28همدارنګه مېړونه باید د خپلو ښځو سره داسې مینه وکړي لکه څنګه چې د خپل بدن سره یې کوي. هرڅوک چې د خپلې ښځې سره مینه کوي، نو د خپل ځان سره مینه کوي.
29هېڅوک هم د خپل بدن نه کرکه نه کوي بلکې هغه ته خواړه ورکوي او پام ورباندې کوي، لکه څنګه چې مسیح یې د کلیسا دپاره کوي،
30ځکه چې مونږ د هغه د بدن غړي یو.
31لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «له همدې امله سړی خپل مور او پلار پرېږدي او د خپلې ښځې سره یوځای شي او دواړه یو بدن شي.»
32دا یو لوی راز دی او زه د مسیح او کلیسا په هکله خبرې کوم.
33خو په هر حال، په تاسو کې دې هر مېړه باید د خپلې ښځې سره د خپل ځان په شان مینه وکړي او هره ښځه هم باید د خپل مېړه درناوی وکړي.