Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
32 verses
1نو زه چې د څښتن په خاطر بندي یم، ستاسو نه غوښتنه کوم چې داسې ژوند وکړئ چې د هغې بلنې وړ وي چې تاسو تر لاسه کړې ده.
2هر کله په عاجزۍ، نرمۍ، صبر او په مینې سره یو بل وزغمئ.
3ډېر کوښښ وکړئ هغه یووالی وساتئ چې روح القدس یې په سوله او سلامتي کې رامنځته کوي.
4لکه څنګه چې یو بدن او یو روح القدس دی، نو همداسې یوه هیله ده چې خدای تاسو ورته رابللي یئ.
5یو څښتن دی، یو ایمان او یو د تعمید غسل،
6یو خدای او د ټولو پلار چې د ټولو نه اوچت دی، زمونږ د ټولو په وسیله کار کوي او په ټولو کې اوسیږي.
7خو مونږ هر یو ته د مسیح د سخاوت له مخې یو نعمت راکړل شوی دی.
8له همدې امله لیکل شوي دي:«کله چې پورته لوړو ځایونو ته وروخوت،یووړل یې ځانه سره زیات بندیاناو خلکو ته یې ورکړل نعمتونه.»
9کله چې وایي: «هغه پورته لوړو ځایونو ته وروخوت» د دې معنی څه ده، ایا معنی یې دا نه ده چې هغه مخکې د ځمکې ډېر ښکته ځای ته کوز شوی ؤ؟
10نو بیا هغه څوک چې ښکته راکوز شو، دا هماغه دی چې د ټولو اسمانونو نه پورته وخوت، ترڅو ټول کاینات د خپل حضور نه ډک کړي.
11دا خپله هماغه څوک ؤ چې خلکو ته یې نعمتونه ورکړل چې ځینې یې رسولان، ځینې یې پیغمبران، ځینې یې زېري رسوونکي، ځینې یې شپانه او ښوونکي وټاکل.
12هغه داسې وکړل ترڅو د خدای خلک د کار او خدمت دپاره تیار کړي، د دې دپاره چې د مسیح بدن ته وده ورکړي
13ترڅو مونږ ټول هغه یووالی چې په ایمان او د خدای د زوی په پوره پېژندلو کې دی، تر لاسه کړو او په ایمان کې بالغان شو او د مسیح په اندازه کامل شو.
14نو نور به مونږ ماشومان نه یو چې د څپو په وسیله اخوا دې خوا وغورځول شو او د انساني هر ډول تعلیم د باد په وسیله دلته او هلته یووړل شو او نه به نور د خلکو د چالاکۍ او د ټګۍ نه ډکو دسیسو له امله بې لارې کېږو.
15نو د دې په ځای مونږ باید په مینه حقیقت ووایو او په هر حال کې په مسیح کې چې سر دی، وده وکړو.
16د هغه تر لاس لاندې د بدن ټول غړي د هغو بندونو په وسیله چې د هغو دپاره تیار شوي دي، سره یوځای کوي او نښلوي. کله چې د بدن هر غړی په مناسب ډول خپل کار کوي، نو ټول بدن وده کوي او په مینه خپل ځان جوړوي.
17زه تاسو ته د څښتن په نوم دا وایم او په هغې باندې ټینګار کوم چې تاسو باید نور د غیریهودیانو په شان چې په خپلو باطلو خیالونو کې اوسیږي، ژوند ونه کړئ.
18هغوی د خپلو خیالونو په تیارو کې ډوب دي. هغوی د هغه ژوند نه چې خدای یې ورکوي، بې برخې شوي دي، ځکه چې هغوی جاهلان او زړونه یې سخت دي.
19هغوی خپل د شرم احساس له لاسه ورکړی او خپل ځانونه یې عیاشۍ ته تسلیم کړي دي او په شوق سره هر ډول ناپاکه کارونه کوي.
20خو دا هغه څه نه دي چې تاسو د مسیح په هکله زده کړي دي.
21څرنګه چې تاسو بې له شکه د عیسی په هکله اورېدلي دي او هغه حقیقت مو زده کړی دی چې په هغه کې دی،
22نو تاسو د خپل د ګناه نه ډک زوړ فطرت او د ژوند تېرولو د پخوانۍ لارې څخه چې د نفساني غوښتنې او غولونې له امله فاسدې شوې دي، لاس واخلئ.
23خو پرېږدئ چې ستاسو روحونه او ذهنونه په کامله توګه نوي شي
24او تاسو د نوي فطرت لباس واغوندئ چې په رښتیني عدالت او پاکوالي کې د خدای په څېره کې پیدا شوی دی.
25نو بیا د دروغ ویلو نه لاس واخلئ او یو بل ته رښتیا وایئ، ځکه چې مونږ ټول د یو بدن غړي یو.
26د قهر په وخت کې ګناه مه کوئ او مه پرېږدئ چې ستاسو قهر د لمر پرېوتولو پورې دوام وکړي
27او شیطان ته موقعه مه ورکوئ چې تاسو وسوسه کړي.
28غل دې نوره غلا نه کوي، بلکې د هغې په ځای دې زحمت وباسي او په خپلو لاسونو دې صادقانه کار وکړي، ترڅو د هغه سره هم یو څه وي چې محت��جو خلکو ته یې ورکړي.
29مه پرېږدئ چې د خولې نه مو بدې خبرې راووځي، بلکې ستاسو خبرې دې ښې، په خپل وخت او د نورو دپاره مرسته کوونکې وي. نو څوک چې ستاسو خبرې واوري، د هغوی دپاره به د فضل سبب شي.
30د خدای روح القدس مه خفه کوئ، چا چې په تاسو باندې د خدای د ملکیت مهر لګولی دی او د هغې ورځې ضمانت دی چې تاسو به په کې خلاصون ومومئ.
31د تریخوالی، قهر، غضب، شورماشور، تور لګولو او هر ډول بدۍ نه لاس واخلئ.
32د دې په ځای په یو بل مهربانه او زړه سواندي اوسئ او لکه څنګه چې خدای په مسیح کې تاسو وبخښلئ، نو تاسو هم یو بل وبخښئ.