Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1په همدې دلیل زه پولوس چې ستاسو غیریهودیانو او د عیسی مسیح په خاطر بندي یم، تاسو دپاره دعا کوم.
2تاسو به خامخا اورېدلي وي چې خدای د خپل فضل له مخې ماته دا وظیفه راکړې ده چې ستاسو دپاره یې سرته ورسوم.
3لکه څنګه چې ما تاسو ته مخکې په لنډه توګه ولیکل، دا پټ راز خدای په خپله د الهام په وسیله ماته ښکاره کړ.
4ما چې تاسو ته څه لیکلي دي، که چېرې تاسو هغه ولولئ نو پوه به شئ چې زه د مسیح د پټ راز څخه خبر یم.
5دا راز په پخوا زمانو کې انسانانو ته داسې نه ؤ ښکاره شوی لکه څنګه چې اوس د روح القدس په وسیله د خدای سپېڅلو رسولانو او پیغمبرانو ته ښکاره شوی دی.
6هغه راز دا دی چې غیریهودیان د زېري په وسیله د یهودیانو سره په میراث کې شریک دي، دواړه د یو بدن غړي او په هغې وعدې کې شریک دي چې خدای په عیسی مسیح کې زمونږ سره کړې ده.
7زه د خدای د فضل د نعمت په وسیله چې ماته یې د خپل قدرت په کارولو سره راکړی دی، د زېري خدمتګار شوم.
8که څه هم زه د خدای په ټولو خلکو کې کوچنی یم، خو دا فضل یې په ما کړی دی چې زه غیریهودیانو ته د مسیح د بې اندازې شتمنۍ زېری ورکړم
9او هغه پټه نقشه ټولو خلکو ته ښکاره کړم چې خدای د ټولو شیانو خالق دا راز د ازل نه پټ ساتلی ؤ.
10د خدای مقصد دا ؤ چې اوس د خپل حکمت مختلف اړخونه د کلیسا په وسیله حاکمانو او د واک خاوندانو ته په اسماني ځایونو کې ښکاره کړي.
11د دې پټ راز ښکاره کول هغه ابدي مقصد ؤ چې خدای زمونږ د څښتن عیسی مسیح په وسیله عملي کړ.
12نو مونږ په مسیح کې او په هغه باندې د ایمان په وسیله په زړورتیا او باور سره کولای شو چې د خدای حضور ته ورشو.
13نو زه ستاسو نه غوښتنه کوم چې زما د کړاوونو په خاطر چې ستاسو دپاره یې تېروم مه بې زړه کېږئ، ځکه چې دا ستاسو د سرلوړۍ سبب کیږي.
14په همدې دلیل زه د پلار په مخکې په ګونډو کېږم،
15د هغه چا په مخکې چې هره کورنۍ په اسمان او ځمکه کې خپل نوم د هغه څخه اخلي.
16زه دعا کوم چې هغه تاسو ته د خپل لوی جلال له مخې هغه قوت درکړي چې تاسو په خپل باطن کې د هغه د روح په وسیله قوي شئ.
17همدارنګه زه دعا کوم چې ستاسو د ایمان په وسیله مسیح ستاسو په زړونو کې واوسیږي. زه دعا کوم چې د خدای مینه په تاسو کې ریښې وځغلوي او د مینې په بنیاد ودان شئ،
18ترڅو تاسو د خدای د ټولو خلکو سره یوځای دا توان ولرئ چې په دې پوه شئ چې د مسیح مینه څومره پراخه، اوږده، اوچته او ژوره ده
19ترڅو د مسیح هغه مینه وپېژنئ چې د پوهې نه بهر ده، ترڅو تاسو په پوره توګه د خدای د کامل فطرت او خوی نه ډک شئ.
20جلال دې وي هغه چاته چې په خپل قدرت سره کولای شي د هغه څه نه چې مونږ ډېر زیات غواړو او ګومان یې کوو چې په مونږ کې زیات کار کوي.
21هغه ته دې په کلیسا او په عیسی مسیح کې تل ترتله په ټولو نسلونو کې جلال وي. امین.