Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1نو څنګه چې تاسو د مسیح سره راپورته شوي یئ، بیا د هغو شیانو په لټه کې اوسئ چې په اسمان کې دي، یعنې په هغه ځای کې چې مسیح د خدای ښي لاس ته ناست دی.
2د هغو شیانو په هکله فکر کوئ چې په اسمان کې دي، نه د هغو شیانو په هکله چې په دنیا کې دي،
3ځکه چې تاسو مړه شوي یئ او ستاسو ژوند د مسیح سره په خدای کې پټ دی.
4کله چې مسیح چې ستاسو ژوندون دی، راښکاره شي، نو تاسو به هم د هغه سره په جلال کې ښکاره شئ.
5نو له دې امله دنیاوي غوښتنې لکه جنسي بد اخلاقي، ناپاکي، شهوت پرستي، بدې غوښتنې او حرص چې بت پرستي ده، په خپل ځان کې له منځه یوسئ.
6د همدې شیانو له امله د خدای غضب په هغو خلکو باندې نازلیږي چې نافرمانه وي.
7تاسو هم په خپل تېر ژوند کې په همدې لارو تللئ.
8خو اوس تاسو باید د هر ډول قهر، غضب او بدۍ نه لاس واخلئ او تهمت او بدې خبرې دې ستاسو د خولې نه راونه وځي.
9یو بل ته دروغ مه وایئ، ځکه چې تاسو خپل زوړ فطرت او د هغه ټول بد عملونه د خپل وجود نه لېرې کړي دي.
10تاسو د نوي فطرت لباس اغوستی دی او نور هم زیات د خپل خالق په شان شوي یئ چې هغه ښه وپېژنئ.
11نو بیا د غیریهودي او یهودي، سنت شوي او ناسنته، وروسته پاتې او وحشي، غلام او ازاد ترمنځ فرق نشته، بلکې مسیح هرڅه دی او په مونږ ټولو کې دی.
12نو بیا تاسو چې د خدای غوره شوي یئ، سپېڅلي او په خدای باندې ګران یئ، نو د زړه سواندۍ، مهربانۍ، عاجزۍ، نرمۍ او صبر کالي واغوندئ.
13یو بل وزغمئ او که چېرې د یو بل نه کومه ګیله او شکایت لرئ، یو بل وبخښئ، لکه څنګه چې څښتن تاسو بخښلي یئ نو همداسې تاسو یو بل وبخښئ.
14د ټولو نه مهمه دا ده چې یو بل سره ډېره مینه وکړئ، ځکه چې مینه هرڅه په پوره یووالي کې یو د بل سره یوځای کوي.
15نو پرېږدئ چې هغه سوله او سلامتي چې د مسیح له خوا راځي، ستاسو په زړونو حکومت وکړي، ځکه تاسو هر یو د مسیح د بدن غړي یئ او په دې خاطر غوره شوي یئ ترڅو یو د بل سره په سوله کې ژوند وکړئ او شکرګزاره اوسئ.
16پرېږدئ چې د مسیح کلام په پوره توګه په تاسو کې اوسي. په ټول حکمت سره یو بل ته تعلیم او نصیحت وکړئ او د زړه له کومې خپلو زړونو کې په شکرګزارۍ سره خدای ته زبورونه، مذهبي او روحاني سندرې ووایئ.
17تاسو چې هرڅه کوئ، که هغه خبرې وي یا کوم کار وي، نو هرڅه د څښتن عیسی په نوم کوئ او د هغه په وسیله د پلار خدای شکر وباسئ.
18ای ښځو، د خپلو مېړونو تابعدارې اوسئ، ځکه چې د څښتن د پیروانو په توګه دا کار تاسو ته مناسب دی.
19ای مېړونو، د خپلو ښځو سره مینه کوئ او د هغوی سره بد چلند مه کوئ.
20ای اولادونو، په هر کار کې د خپل مور او پلار منونکي اوسئ، ځکه چې په دې څښتن خوشحالیږي.
21ای پلرونو، د خپلو اولادونو قهر مه راپاروئ، هسې نه چې زړونه یې تور شي.
22ای غلامانو، په هرڅه کې د خپلو دنیاوي بادارانو تابعداري کوئ، یوازې هغه وخت نه چې کله هغوی تاسو څاري او تاسو هغوی خوشحاله کوئ، بلکې د زړه د اخلاصه او د خدای له وېرې د هغوی تابعداري کوئ.
23تاسو چې هر کار کوئ هغه د زړه له کومي وکړئ، لکه څنګه چې تاسو یې د څښتن دپاره کوئ، نه د انسان دپاره.
24ځکه تاسو پوهېږئ چې څښتن به د دې په اجر کې تاسو ته میراث درکړي او په دې خاطر تاسو د څښتن مسیح خدمت کوئ.
25نو بدکاره به د خپلې بدۍ سزا وویني، ځکه چې خدای د هېچا طرفداري نه کوي.