Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1ای بادارانو، د خپلو غلامانو سره د عدل او انصاف له مخې چلند وکړئ، ځکه پوهېږئ چې تاسو هم په اسمان کې یو بادار لرئ.
2په بېدارۍ او شکرګزارۍ سره په دعا کې ټینګ او ثابت اوسئ.
3زمونږ دپاره هم دعا کوئ، ترڅو خدای مونږ ته د خپل پیغام دپاره دروازه خلاصه کړي چې د مسیح پټ راز بیان کړو، ځکه چې په همدې خاطر زه بندي یم.
4دعا وکړئ، ترڅو زه دغه پیغام لکه څنګه چې لازمه ده، په واضح او روښانه توګه بیان کړم.
5د غیر ایماندارانو سره په هوښیارۍ چلند کوئ او د هرې موقعې نه ښه ګټه واخلئ.
6ستاسو خبرې دې تل د فضل نه ډکې او خوندورې وي، ترڅو په دې پوه شئ چې هرچا ته سم او مناسب ځواب ورکړئ.
7تیخیکاس به تاسو زما د ټولو کړنو څخه خبر کړي. هغه زمونږ ګران ورور، وفادار خدمتګار او د څښتن په کار کې زمونږ ملګری دی.
8ما هغه تاسو ته د دې مقصد دپاره درولېږه چې تاسو زمونږ د حال او احوال نه خبر کړي او ستاسو زړونو ته ډاډګېرنه درکړي.
9د هغه سره اونیسیموس چې زمونږ وفادار او ګران ورور دی او ستاسو د ډلې څخه دی، درځي. هغوی به تاسو د هغو ټولو کارونو نه چې دلته کیږي، خبر کړي.
10ارسترخوس چې زما سره په زندان کې دی، تاسو ته سلام وایي. همدارنګه مرقوس د برنابا د کاکا زوی هم تاسو ته سلام وایي. د مرقوس په هکله تاسو ته لارښوونې شوې وې چې که هغه تاسو ته راغی، نو هرکلی ورته ووایئ.
11او یسوعه چې د یوستوس په نوم هم یادیږي، هم درته سلام وایي. د یهودي ایماندارانو څخه یوازې دا درې کسان دي چې د خدای د پاچاهۍ په کار کې زما ملګرتیا کوي او هغوی ماته ډېره تسلي راکړې ده.
12اپفراس چې ستاسو له ډلې څخه دی او د عیسی مسیح خدمتګار دی، تاسو ته سلام وایي. هغه تل تاسو ته په شوق او د زړه له کومي دعاګانې کوي، ترڅو تاسو د بالغو خلکو په توګه په ایمان کې ټینګ ودرېږئ او په کامله توګه د خدای په ارادې پوه شئ.
13نو زه شاهدي ورکوم چې هغه ستاسو دپاره او د هغو خلکو دپاره چې په لایودیکیه او هیراپولیس کې دي، ډېر زحمتونه وېستلي دي.
14زمونږ ګران ډاکتر لوقا او دیماس هم تاسو ته سلامونه وایي.
15هغو خویندو او ورونو ته چې په لایودیکیه کې دي او نیمفاس او هغې کلیسا ته چې د هغې په کور کې ده، زما سلامونه ووایئ.
16کله چې تاسو ته دا لیک ولوستل شي، نو بیا یې د لایودیکیه کلیسا ته هم ولېږئ چې هغوی ته هم ولوستل شي او تاسو ته دې هم هغه لیک چې د لایودیکیه کلیسا ته لیکل شوی دی، ولوستل شي.
17ارخیپوس ته ووایئ: «پام کوه، کومه وظیفه چې تاته د څښتن د خدمت دپاره سپارل شوې ده، هغه سرته ورسوه.»
18زه پولوس په خپل لاس تاسو ته دا سلام لیکم. په یاد مو وي چې زه لا تر اوسه په زندان کې یم. په تاسو دې د خدای فضل وي.