Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
10 verses
1دا لیک د پولوس، سیلانوس او تیموتاوس له خوا د تسالونیکیانو کلیسا ته دی چې د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح کلیسا ده. فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.
2مونږ تل ستاسو ټولو دپاره د خدای شکر کوو او تل مو په خپلو دعاګانو کې یادوو.
3کله چې مونږ ستاسو دپاره خپل خدای ته چې زمونږ اسماني پلار دی دعا کوو، نو ستاسو عمل چې د ایمان څخه پیدا کیږي، لکه څنګه چې تاسو په مینه زیار وباسئ او ستاسو د صبر او زغم هیله چې زمونږ په څښتن عیسی مسیح کې پیدا کیږي، یادوو.
4ای خویندو او ورونو! مونږ پوهېږو چې تاسو په خدای ګران یئ او تاسو یې غوره کړي یئ.
5ځکه هغه زېری چې مونږ تاسو ته درورساوه، هغه یوازې په خبرو کې نه بلکې د روح القدس د قدرت او د هغه په رښتینولۍ باندې په پوره باور لرلو سره ؤ. تاسو پوهېږئ کله چې مونږ ستاسو سره وو او هر کار چې مونږ وکړ، هغه ستاسو په خیر ؤ.
6تاسو زمونږ او زمونږ د څښتن عیسی د مثال څخه پیروي وکړه او سره له دې چې د هغه د پیغام په خاطر مو ډېر تکلیفونه ولیدل، خو هغه مو په هغې خوشحالۍ سره چې د روح القدس له خوا ورکول کیږي، قبول کړ.
7په دې ډول تاسو په ټول یونان یعنې مقدونیه او جنوبي یونان کې د ټولو ایماندارانو دپاره یو مثال شوئ.
8ځکه نه یوازې دا چې د څښتن عیسی پیغام ستاسو له خوا په مقدونیه او جنوبي یونان کې خپور شو، بلکې په خدای باندې ستاسو د ایمان په هکله خبر هرځای ته ورسېده. نو لازمه نه ده چې په دې هکله څه ووایو.
9ځکه چې هغوی خپله د هغه تود هرکلي په هکله خبرې کوي چې تاسو زمونږ څخه وکړ او دا چې څنګه مو بت پرستي پرېښودله او خدای ته راوګرځېدلئ، ترڅو د ژوندي او رښتیني خدای خدمت وکړئ.
10او د اسمان څخه د خدای د زوی یعنې عیسی د راتللو انتظار کوئ چې خدای د مړو څخه راژوندی کړ او دا هغه څوک دی چې مونږ به د راتلونکي غضب څخه ژغوري.