Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1ای خویندو او ورونو! تاسو خپله پوهېږئ چې تاسو ته زمونږ راتلل بې ګټې نه وو.
2لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ چې په فیلیپي کې زمونږ سره بد سلوک شوی ؤ او سپکاوی مو شوی ؤ، خو د سختو مخالفتونو سره خدای مونږ ته جرات راکړ چې د هغه زېری تاسو ته درورسوو.
3ځکه چې ستاسو څخه زمونږ غوښتنه د کوم غلط او ناپاکه نیت له مخې نه ده او نه د چا د غولولو هڅه کوو.
4بلکې مونږ د هغو کسانو په توګه خبرې کوو چې خدای د دې دپاره وړ وګڼل چې زېری راته وسپاري. نو مونږ د انسانانو د خوشحالولو هڅه نه کوو، بلکې د هغه خدای د خوشحالولو هڅه کوو چې زمونږ زړونه ازمایي.
5تاسو پوهېږئ چې مونږ هېڅکله چاته غوړه مالي نه ده کړې او خدای زمونږ شاهد دی چې زمونږ خبرې د حرص له مخې نه وې.
6مونږ د هېچا څخه نه دي غوښتي چې زمونږ صفت وکړي، نه ستاسو څخه او نه هم د نورو څخه،
7که څه هم مونږ کولای شول چې د مسیح د رسولانو په توګه ستاسو څخه کومه غوښتنه وکړو. خو مونږ ستاسو په منځ کې د داسې نرمۍ څخه کار واخیست لکه یوه مور چې په خپل تي رودونکي ماشوم باندې پام کوي.
8مونږ ستاسو سره دومره مینه وکړه چې نه یوازې دا چې د خدای زېری تاسو ته درورسوو، بلکې دې ته تیار وو چې ستاسو دپاره د خپلو ځانونو څخه هم تېر شو، ځکه چې تاسو په مونږ باندې ډېر ګران وئ.
9ای خویندو او ورونو! تاسو ته په یادې دي چې مونږ به شپه او ورځ کار کاوه او زحمت به مو ویسته، ترڅو تاسو ته د خدای د زېري اورولو په وخت کې په تاسو کې په هېچا باندې بار ونه اوسو.
10تاسو خپله شاهدان یئ او خدای هم شاهد دی چې زمونږ چلند تاسو ایماندارانو سره څنګه پاک، صادقانه او سم ؤ.
11تاسو پوهېږئ چې مونږ تاسو هر یو سره داسې سلوک کړی دی لکه څنګه چې یو پلار یې د خپلو اولادونو سره کوي.
12مونږ به ستاسو څخه غوښتنه کوله، او تاسو به مو هڅولئ، او قوت به مو درکاوه، ترڅو داسې ژوند وکړئ چې خدای ته د منلو وړ وي، ځکه چې هغه تاسو ته بلنه درکوي چې د هغه په پاچاهۍ او جلال کې شریک شئ.
13نو مونږ د دې دپاره هم تل د خدای شکر کوو چې کله تاسو د خدای کلام زمونږ د خولې څخه واورېد، نو هغه مو د انسان د کلام په توګه نه بلکې د خدای د کلام په توګه قبول کړ، چې په رښتیا هم همداسې ده، او دا کلام اوس په تاسو ایماندارانو کې کار کوي.
14ای خویندو او ورونو! ستاسو سره هغه څه وشول لکه څنګه چې په یهودیه کې د خدای په کلیساګانو چې د عیسی مسیح په نورو پیروانو باندې وشول، ځکه چې تاسو د خپلو وطنوالو له خوا هماغه تکلیفونه ولیدل کوم چې هغوی د یهودیانو له خوا لیدلي وو،
15یعنې هغو یهودیانو چې هم یې څښتن عیسی او هم یې پیغمبران ووژل او مونږ یې هم وشړلو. هغوی هم خدای خفه کوي او هم د ټولو انسانانو سره دښمني کوي.
16هغوی کوښښ وکړ چې مونږ پرېنږدي چې غیریهودیانو ته هغه پیغام ورسوو چې د هغوی د خلاصون سبب کیږي. هغوی په دې کار خپل ګناهونه وروستني حد ته رسوي. خو په پای کې به هغوی د خدای په غضب اخته شي.
17خویندو او ورونو! کله چې مونږ ستاسو نه د لږ وخت دپاره بېل کړای شوي وو، البته په جسماني توګه، نه د زړه څخه. نو په ډېر شوق سره مو کوښښ وکړ چې یوځل بیا تاسو ووینو.
18ځکه چې مونږ غوښتل ستاسو خواته راشو او ما پولوس څو څو ځلې کوښښ وکړ چې راشم، خو شیطان زمونږ مخه ونیوله.
19خو کله چې زمونږ څښتن عیسی بېرته راځي، نو د هغه په حضور کې به زمونږ دپاره کومه هیله، خوشحالي او د ویاړ تاج وي؟ ایا هغه تاسو نه یئ؟
20په رښتیا چې تاسو زمونږ ویاړ او خوشحالي یئ.