Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1څرنګه چې مونږ نور ستاسو لېرې والی ونه شو زغملی، نو پرېکړه مو وکړه چې د آتن په ښار کې پاتې شو.
2نو مونږ خپل ورور تیموتاوس چې د مسیح د زېري په خپرولو کې د خدای همکار دی درولېږه، ترڅو تاسو قوي کړي او تشویق مو کړي چې په خپل ایمان کې ټینګ اوسئ
3ترڅو په تاسو کې هېڅوک د دې تکلیفونو له امله خپل ایمان له لاسه ورنه کړي. تاسو پوهېږئ چې دا تکلیفونه زمونږ په قسمت او تقدیر کې دي.
4ځکه کله چې مونږ ستاسو سره وو، نو له مخکې نه مو درته وویل چې مونږ ټول به وځورول شو او لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ همداسې وشول.
5نو له دې امله چې دا مې نور نه شو زغملی نو تیموتاوس مې درولېږه، ترڅو دا معلومه کړي چې تاسو په ایمان کې ټینګ پاتې یئ که نه. ځکه زه وېرېدم هسې نه چې شیطان تاسو وسوسه کړي اوسئ او زمونږ خواري بېځایه تللي وي.
6خو اوس تیموتاوس ستاسو نه بېرته مونږ ته راغی او ستاسو د ایمان او مینې په هکله یې مونږ ته ښه خبر راوړ. هغه وویل چې تاسو تل مونږ په خوشحالۍ سره یادوئ او لکه څنګه چې مونږ ستاسو د لیدلو په ارمان یو، تاسو هم زمونږ د لیدلو په ارمان یئ.
7نو ای خویندو او ورونو! سره له دې ستونزو او کړاوونو چې مونږ ولیدل، مونږ ته تسلي پیدا شوه، ځکه چې تاسو په خپل ایمان کې ټینګ پاتې یئ.
8په دې باندې زمونږ روح تازه شو، ځکه چې تاسو په څښتن عیسی باندې ټینګ ایمان لرئ.
9نو بیا مونږ د هغو خوشحالیو دپاره چې ستاسو په خاطر یې لرو، د خدای په حضور کې څومره شکرګزاري وکړو.
10مونږ شپه او ورځ له زړه له کومي دعا کوو چې یوځل بیا تاسو ووینو او هغه کمی چې ستاسو په ایمان کې موجود دی، هغه پوره کړو.
11اوس دې زمونږ پلار خدای او زمونږ څښتن عیسی خپله مونږ ته لاره وښایي چې تاسو ته درشو.
12څښتن دې ستاسو مینه یو د بله او ټولو خلکو سره ډېره زیاته کړي، دومره زیاته لکه څنګه چې مونږ یې تاسو سره لرو.
13کله چې زمونږ څښتن عیسی د خپلو ټولو سپېڅلو خلکو سره راځي او تاسو د خدای یعنې زمونږ اسماني پلار په حضور کې ودرېږئ، نو هغه دې ستاسو زړونه قوي، پاک او بې عیبه کړي. امین.