Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1اخر دا چې ای خویندو او ورونو! مونږ تاسو ته زده کړل چې څنګه ژوند باید وکړئ ترڅو خدای خوشحاله کړئ، لکه څنګه چې اوس یې کوئ. مونږ د څښتن عیسی په نوم تاسو ته سوال کوو او په کلکه درڅخه غواړو چې نور هم همداسې کوئ.
2ځکه چې تاسو پوهېږئ کومې لارښوونې چې مونږ تاسو ته وکړې هغه د څښتن عیسی له خوا وې.
3د خدای اراده دا ده چې تاسو پاک او سپېڅلي اوسئ او د بل چا سره د جنسي بد اخلاقیو نه ځان لېرې وساتئ.
4تاسو هر یو باید پوه شئ چې څنګه خپل بدن په خپل اختیار کې وساتئ او هغه پاک او عزتمن وساتئ.
5نه د هغو بې دینه خلکو په شان چې خدای نه پېژني او په نفساني غوښتنو کې راګېر شئ.
6هېڅوک دې په دې موضوع کې د خپلو مسیحي ورونو عزت ته په بده سترګه نه ګوري او د هغوی څخه دې غلطه ګټه نه اخلي. لکه څنګه چې مونږ مخکې تاسو ته وویل او خبرداری مو درکړ چې څښتن به هغو ټولو کسانو ته چې داسې کارونه کوي، سزا ورکړي.
7خدای مونږ د دې دپاره نه یو رابللي چې خپل ژوند په بد اخلاقۍ کې تېر کړو، بلکې پاک او سپېڅلی ژوند وکړو.
8نو بیا هرڅوک چې دا تعلیم نه مني، هغه انسان نه بلکې هغه خدای نه مني چې تاسو ته یې خپل روح القدس درکړی دی.
9نو بیا مونږ ته د دې اړتیا نشته چې تاسو ایماندارانو ته یو د بل سره د مینې کولو په هکله کوم شی ولیکو، ځکه چې خدای خپله تاسو ته تعلیم درکړی دی چې یو د بل سره مینه وکړئ.
10په حقیقت کې تاسو په ټوله مقدونیه کې د ټولو ایماندارانو سره مینه کوئ. خو ای خویندو او ورونو! مونږ ستاسو نه غواړو چې خپله مینه نوره هم زیاته کړئ.
11او ستاسو مقصد دې دا وي چې سوله ایز ژوند ولرئ، په خپلو کارونو کې بوخت اوسئ او په خپلو لاسونو د خپل ژوند اړتیاوې پوره کړئ، لکه څنګه چې مونږ تاسو ته تعلیم درکړی دی.
12نو په دې ډول به غیر ایمانداران ستاسو درناوی کوي او هېچا ته به محتاج نه اوسئ.
13ای خویندو او ورونو! مونږ نه غواړو تاسې د هغو ایماندارانو په هکله بې خبره پاتې شئ چې مړه شوي دي، ترڅو د هغو خلکو په شان غمجن نه شئ چې د بیا راژوندي کېدلو هېڅ هیله نه لري.
14مونږ په دې ایمان لرو چې عیسی مړ شو او بیا راژوندی شو. په دې هم ایمان لرو چې خدای به داسې وکړي: هغه ټول کسان چې په عیسی باندې یې ایمان درلود او مړه شوي دي، د عیسی سره جنت ته بوځي.
15مونږ دا خبره د څښتن عیسی مسیح له خوا تاسو ته کوو: مونږ چې د هغه د راتګ پورې ژوندي پاتې کېږو، نو کوم کسان چې مړه شوي دي، د هغوی څخه مخکې به د څښتن عیسی سره ونه ګورو.
16ځکه کله چې څښتن عیسی په خپله د اسمان نه راښکته شي، نو خلک به د هغه د حکم لوړ اواز، د فرښتو د مشر اواز او د اسماني سرني اواز واوري، نو اول به هغه خلک راژوندي شي چې په مسیح باندې یې ایمان راوړی ؤ.
17نو بیا به مونږ ټول چې ژوندي پاتې یو، د هغوی سره یوځای په ورېځو کې پورته یووړل شو چې په اسمان کې د څښتن عیسی سره لیدنه وکړو، نو په دې ډول به مونږ ټول تل ترتله د هغه سره اوسو.
18نو بیا په دې خبرو یو بل ته تسلي ورکوئ.