Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1ای خویندو او ورونو! اړتیا نشته چې مونږ تاسو ته ولیکو چې څنګه او څه وخت به دا هرڅه پېښیږي،
2تاسو ښه پوهېږئ چې د څښتن د راتللو ورځ به د هغه غله په شان وي چې د شپې راځي.
3کله چې خلک وایي چې سوله او امنیت دی، نو ناڅاپه به په هغوی باندې داسې مصیبت راشي لکه څنګه چې په امیدوارې ښځې باندې د ماشوم د پیدا کېدلو درد راځي او هغوی به تښتېدلی نه شي.
4خو ای خویندو او ورونو! تاسو په تیاره کې ژوند نه کوئ چې هغه ورځ به تاسو د غل د راتللو په شان حیران کړي.
5ځکه چې تاسو ټول د رڼا او د ورځې اولادونه یئ. مونږ د تیارې او شپې خلک نه یو.
6نو بیا راځئ چې د نورو په شان ویده پاتې نه شو، بلکې ویښ او هوښیار اوسو.
7ځکه چې خلک د شپې ویده کیږي او د شپې نشه کیږي.
8خو څرنګه چې مونږ په رڼا کې ژوند کوو، نو راځئ چې هوښیار اوسو او زمونږ ایمان او مینه دې د زغرو د کالیو په شان وي. زمونږ د خلاصون هیله دې د اوسپنې د خولۍ په شان وي.
9ځکه چې خدای مونږ د دې دپاره نه یو غوره کړي چې خپل غضب په مونږ نازل کړي، بلکې د دې دپاره چې مونږ د خپل څښتن عیسی مسیح په وسیله خلاصون پیدا کړو.
10هغه زمونږ دپاره مړ شو، ترڅو کله چې هغه بېرته راځي، که مونږ مړه یو یا ژوندي یو، وکولای شو د هغه سره یوځای ژوند وکړو.
11نو بیا تاسو یو بل وهڅوئ او قوي یې کړئ لکه څنګه چې اوس یې کوئ.
12ای خویندو او ورونو! له تاسو نه غوښتنه کوو چې د هغو خلکو درناوی کوئ چې په تاسو کې زیار وباسي او د څښتن په کار کې تاسو ته لارښوونه او نصیحت کوي.
13د هغه کار له امله چې هغوی یې کوي، په مینه د هغوی ډېر درناوی او احترام کوئ او یو د بله سره په سوله کې ژوند کوئ.
14ای خویندو او ورونو! مونږ ستاسو څخه غواړو چې لټانو او بېکاره خلکو ته نصیحت کوئ، بې زړه خلک تشویق کوئ، د کمزورو خلکو سره مرسته کوئ او د هغوی ټولو سره د صبر څخه کار اخلئ.
15ګورئ، په تاسو کې دې هېڅوک د هېچا سره د بدو په بدل کې بدي نه کوي، بلکې کوښښ کوئ چې تل یو د بل سره او د ټولو خلکو سره نېکي وکړئ.
16تل خوشحاله اوسئ.
17هر وخت دعا کوئ.
18په هر حال کې د خدای شکر کوئ، ځکه چې دا ستاسو دپاره چې د عیسی مسیح سره تړاو لرئ، د خدای رضا ده.
19د روح القدس د کار مخه مه نیسئ.
20د نبیانو کلام ته په سپکه سترګه مه ګورئ،
21بلکې هرڅه وازمایئ او کوم څه چې ښه وي په هغه باندې عمل وکړئ.
22د هر ډول بدیو نه ځان لېرې ساتئ.
23خدای چې د سولې او سلامتۍ سرچینه دی هغه دې تاسو په پوره توګه پاک کړي او ستاسو ټول روح، ځان او بدن دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح د راتګ په وخت کې بې عیبه وساتي.
24خدای چې تاسو ځان ته رابللي یئ، د باور وړ دی او هغه به دا کار وکړي.
25ای خویندو او ورونو! زمونږ دپاره هم دعا وکړئ.
26ټولو ایماندارانو ته سلامونه ووایئ او په پاکه مینه هغوی ښکل کړئ.
27زه تاسو ته د څښتن په نوم حکم کوم چې دا لیک ټولو خویندو او ورونو ته ولولئ.
28په تاسو باندې دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل وي.