Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
12 verses
1د پولوس او سیلوانس او تیموتاوس له خوا د تسالونیکیانو کلیسا ته چې زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح کلیسا ده.
2زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.
3ای خویندو او ورونو! مونږ باید تل ستاسو دپاره د خدای شکر وباسو او همداسې مناسبه ده، ځکه چې ستاسو ایمان ښه قوي کیږي او ستاسو مینه یو د بل سره نوره هم زیاتیږي.
4له دې امله مونږ د خدای په نورو کلیساګانو کې د هغه صبر او زغم او ایمان دپاره چې تاسو یې په ځورونو او تکلیفونو کې ښایئ، ویاړو.
5دا د خدای د عادلانه قضاوت ثبوت دی د دې دپاره چې تاسو د خدای د هغې پاچاهۍ لایق کړي د کومې دپاره چې کړاوونه زغمئ.
6څرنګه چې خدای عادل دی، نو هغه به هغو خلکو ته سزا ورکړي چې تاسو یې ځورولي یئ.
7هغه به تاسو ته چې ځورېدلي یئ، ارام درکړي او مونږ ته به یې هم راکړي. دا کار به هغه وخت وشي چې کله زمونږ څښتن عیسی د اسمان څخه د خپلو زورورو فرښتو سره
8د اور په لمبو کې راښکاره شي. هغه به هغو خلکو ته چې خدای نه پېژني او زمونږ د څښتن عیسی زېری نه مني، سزا ورکړي.
9د هغوی سزا به دا وي چې د تل دپاره تباه شي او د څښتن د حضور او د هغه د قدرت د جلال څخه به بې برخې شي.
10په هغه ورځ چې څښتن عیسی راشي، نو د خپلو سپېڅلو خلکو له خوا به جلال ومومي او ټول ایمانداران به یې په لیدلو ډېر حیران شي. په هغوی کې به تاسې هم شامل یئ، ځکه چې تاسو زمونږ په شهادت باندې چې د هغه په هکله مو درکړ، ایمان راوړ.
11له دې امله مونږ تل ستاسو دپاره دعا کوو. مونږ د خپل خدای څخه غواړو چې تاسو د هغه ژوند لایق کړي چې هغه مو ورته رابولي. هغه دې په خپل قدرت سره ستاسو ټولې نېکې هیلې پوره کړي او ستاسو هغه کارونه دې پوره کړي چې په ایمان سره یې کوئ.
12مونږ دا دعا د دې دپاره کوو، ترڅو زمونږ د څښتن عیسی مسیح نوم ستاسو له خوا جلال ومومي او زمونږ د خدای او د څښتن عیسی مسیح په فضل سره تاسو د هغه له خوا عزت ومومئ.