Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1ای خویندو او ورونو! اوس زمونږ د څښتن عیسی مسیح د راتګ او د هغه سره زمونږ د یوځای کېدو په هکله ستاسو نه غوښتنه کوو،
2هوښیار اوسئ چې څوک ستاسو ذهنونه په اسانۍ سره ګډوډ او پرېشانه نه کړی، او ووایي چې د څښتن عیسی مسیح د راتګ ورځ رارسېدلې ده. که څوک دعوه وکړي چې مونږ د خدای له خوا الهام اخیستی یا مو د چا د خولې نه اورېدلي دي او یا یې زمونږ له خوا لیک تر لاسه کړی دی، نو باور ورباندې مه کوئ.
3هېڅوک دې تاسو په هېڅ ډول ونه غولوي، ځکه چې تر هغې پورې به هغه ورځ رانه شي، ترڅو د خدای په وړاندې بغاوت رامنځته نه شي او هغه شریر کس راښکاره نه شي چې په قسمت کې یې دوزخ دی.
4هغه به د هر شي سره چې ورته خدای ویل کیږي او د هر شي سره چې عبادت یې کیږي، مخالفت کوي او خپل ځان به د ټولو څخه لوړ ګڼي. هغه به د خدای په کور کې کښېني او د خدایۍ دعوه به کوي.
5ایا تاسو ته په یاد نه دي چې کله زه تاسو سره وم نو د دې ټولو شیانو په هکله مې درته وویل؟
6نو اوس تاسو پوهېږئ چې څه شی به د هغه د راتللو مخه نیسي، ترڅو هغه په خپل ټاکلي وخت کې راښکاره شي.
7ځکه چې هغه بدکاره اوس هم په پټه کار کوي. خو هغه به هغه وخت ښکاره شي چې هغه څوک چې د هغه مخه نیسي، هغه به لرې شي.
8بیا به هغه بدکاره سړی راښکاره شي او څښتن عیسی به هغه د خولې په پوکي سره ووژني او د خپل جلال نه ډک راتګ سره به هغه له منځه یوسي.
9هغه خبیثه ارواح به د شیطان په قدرت سره راځي او هر ډول معجزې به ښایي او حیرانوونکي کارونه به کوي چې خلک وغولوي.
10هغه به د هغو خلکو سره چې د بربادۍ خواته روان دي، د هر ډول چل څخه کار واخلي. هغوی به تباه کیږي، ځکه چې حقیقت نه خوښوي او نه یې مني، ترڅو خلاصون ومومي.
11له دې امله خدای به هغوی پرېږدي چې وغولیږي، ترڅو په دروغو باندې باور وکړي.
12نو هغو ټولو خلکو ته به چې په حقیقت باور نه لري او د بدو کارونو څخه خوند اخلي، سزا ورکړل شي.
13خو ای څښتن ته ګرانو خویندو او ورونو! مونږ باید تل ستاسو دپاره د خدای شکر وکړو. خدای تاسو لکه د اولني حاصل په شان د خلاصون دپاره غوره کړي یئ، هغه خلاصون چې د روح القدس په وسیله تاسو پاک او سپېڅلي او په حقیقت باندې په باور لرلو سره پیدا کیږي.
14هغه تاسو د هغه زېري په وسیله چې مونږ درته راوړ، راوبللئ، ترڅو زمونږ د څښتن عیسی مسیح په جلال کې شریک شئ.
15نو بیا ای خویندو او ورونو! هغه څه چې مونږ تاسو ته تعلیم درکړی دی، که هغه مو درته په خوله ویلي دي یا مو د لیک په وسیله درکړی دی، په هغه باندې ټینګ ودرېږئ او عمل ورباندې وکړئ.
16نو خپله زمونږ څښتن عیسی مسیح او زمونږ پلار خدای دې چې زمونږ سره یې مینه وکړه او په خپل فضل سره یې مونږ ته تلپاتې تشویق او ښه هیله راکړه،
17تاسو ته د زړونو تسلي درکړي او په هر ښه کار او خبرو کې دې تاسو ته قوت درکړي.