Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1نو ای خویندو او ورونو! په پای کې غواړو زمونږ دپاره دعا وکړئ چې د څښتن عیسی پیغام زر خپور شي او په عزت سره د خلکو له خوا قبول شي، لکه څنګه چې ستاسو په منځ کې خپور شو.
2همدارنګه دعا وکړئ چې خدای مونږ د بدکارو او خرابو خلکو څخه وژغوري، ځکه چې ټول خلک ایمانداران نه دي.
3خو تاسو کولای شئ چې په څښتن توکل وکړئ، ځکه چې هغه به تاسو قوي کړي او د شیطان د بدۍ څخه به مو وساتي.
4څښتن ستاسو په هکله مونږ ډاډمن کړي یو چې تاسو به هغه کارونه کوئ چې مونږ یې درته حکم کړی دی او هغوی ته به دوام ورکوئ.
5څښتن دې تاسو ته لارښوونه وکړي چې د خدای په مینه او د مسیح په صبر او زغم باندې پوه شئ.
6خویندو او ورونو! اوس مونږ تاسو ته د خپل څښتن عیسی مسیح په نوم حکم درکوو چې د هغو ایماندارانو څخه لېرې اوسئ چې په تنبلۍ سره خپل ژوند تېروي او په هغه تعلیم باندې عمل نه کوي چې مونږ ورته ورکړی دی.
7تاسو خپله ښه پوهېږئ چې څنګه باید زمونږ د مثال څخه پیروي وکړئ، ځکه کله چې مونږ ستاسو سره وو نو مونږ تنبلان او لټان نه وو.
8مونږ د هېچا ډوډۍ مفته نه ده خوړلې، بلکې شپه او ورځ مو کار کړی او زحمت مو ویستلی دی، ترڅو په چا باندې بار ونه اوسو.
9دا له دې امله نه ؤ چې مونږ حق نه درلود چې ستاسو څخه خواړه وغواړو، بلکې مونږ غوښتل چې ستاسو دپاره مثال شو، ترڅو زمونږ څخه پیروي وکړئ.
10کله چې مونږ ستاسو سره وو، نو تاسو ته مو دا حکم کاوه: څوک چې نه غواړي کار وکړي، نو هغه دې ډوډۍ هم نه خوري.
11ځکه چې مونږ اورېدلي دي چې په تاسو کې ځینې خلک شته چې خپل ژوند په تنبلۍ سره تېروي، هغوی کار نه کوي، بلکې د نورو په کارونو کې لاس وهنه هم کوي.
12مونږ داسې خلکو ته د څښتن عیسی مسیح په نوم حکم کوو او ورڅخه غوښتنه کوو چې په ارامۍ سره دې خپل کار کوي او خپله ډوډۍ دې په خپله ګټي.
13خو ای خویندو او ورونو! تاسو هېڅکله هم په ښه کار کولو کې زړه مه تنګوئ.
14که چېرې څوک هغه خبرې چې مونږ په دې لیک کې لیکلي دي نه مني، نو د هغه سره ملګرتیا مه کوئ، ترڅو هغه وشرمیږي.
15خو هغه دښمن مه ګڼئ، بلکې د یو ایماندار ورور په شان ورته نصیحت وکړئ.
16اوس دې څښتن چې په خپله د سولې او سلامتۍ سرچینه دی، تاسو ته په هر وخت او هر حال کې ارامي درکړي. څښتن دې تاسو ټولو سره مل وي.
17دا سلامونه ما پولوس په خپل لاس تاسو ته لیکلي دي او د ثبوت دپاره زما په ټولو لیکونو کې دا زما د لیکنې نښه او طریقه ده.
18په تاسو ټولو باندې دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل وي.