Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1دا لیک د پولوس له خوا دی چې د عیسی مسیح رسول او زمونږ د خلاصوونکي خدای او عیسی مسیح په حکم چې زمونږه هیله ده، ټاکل شوی دی،
2تیموتاوس ته چې په ایمان کې لکه زما د رښتیني زوی په شان دی. زمونږ د پلار خدای او زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل، رحم او سلامتي دې وي په تا باندې.
3کله چې زه مقدونیې ته په سفر روان وم نو ستا نه مې په کلکه غوښتنه وکړه چې په افسیس کې پاتې شې، ځکه چې هلته ځینې خلک غلط تعلیم ورکوي او ته باید هغوی ته حکم وکړې چې د دې کار نه لاس واخلي.
4هغوی ته ووایه چې خپل وخت په نکلونو او خپلو نیکونو په نه تمامېدونکو شجرو باندې نه ضایع کوي. دا شیان یوازې د خلکو په منځ کې بحثونه رامنځته کوي، بلکې د هېچا سره د خدای په کار کې چې د ایمان په وسیله تر سره کېدای شي، مرسته نه کوي.
5د دې حکم مقصد هغه مینه ده چې د پاک زړه، پاک وجدان او سوچه ایمان سره پیدا کیږي.
6خو ځینو خلکو د دې شیانو څخه مخ واړاوه او خپل ځانونه یې په بې معنی بحثونو کې راګېر کړل.
7هغوی غواړي چې د شریعت عالمان اوسي، خو پرته له دې چې پوه شي چې څه وایي یا د څه شي په هکله په ډاډه زړه خبرې کوي.
8مونږ پوهېږو چې شریعت ښه دی، خو که چېرې د هغه څخه په سمه او مناسبه توګه ګټه واخیستل شي.
9خو په دې هم باید پوه شو چې شریعت د نېکانو دپاره جوړ شوی نه دی بلکې د قانون ماتوونکو او نافرمانه خلکو دپاره، بې دینه او ګناهکارانو، ناپاکانو او د مقدساتو سپکوونکو، د هغو خلکو دپاره چې خپل مور او پلار وژني او د قاتلانو دپاره،
10د بد اخلاقانو، بچه بازانو، د غلامانو خرڅوونکو، دروغجنو، په دروغو شاهدي ورکوونکو او د هغه چا دپاره جوړ شوی دی چې د سم تعلیم په خلاف دي.
11دا د مبارک خدای د جلال نه ډک زېری دی چې ماته راسپارل شوی دی.
12-
13زه د خپل څښتن عیسی مسیح شکر کوم چې ماته یې قوت راکړی دی چې د هغه کار سرته ورسوم، که څه هم مخکې به ما کفر ویلو او ځوروونکی او ظالم سړی وم، ما باندې یې باور وکړ او د خپل خدمت دپاره یې غوره کړم. خو په ما باندې رحم وشو، ځکه چې ما په بې ایمانۍ او ناپوهۍ کې دا کارونه کړي وو.
14زمونږ څښتن په ما باندې ډېر زیات فضل وکړ او هغه ایمان او مینه یې ماته راکړه چې د عیسی مسیح سره په یووالي کې تر لاسه کیږي.
15دا خبره رښتیا او په پوره توګه د منلو وړ ده چې عیسی مسیح دنیا ته راغی چې ګناهکاران وژغوري او زه تر هغو ټولو بد یم.
16خو له همدې امله په ما باندې رحم وشو، ترڅو عیسی مسیح خپل لوی صبر ماته چې تر ټولو ګناهکارانو بد یم، وښایي او د هغو ټولو خلکو دپاره یو مثال اوسم چې وروسته به په هغه باندې ایمان راوړي او تلپاتې ژوندون به ومومي.
17اوس دې ابدي پاچا، نه فناکېدونکي، نه لیدونکي او یوازېني خدای ته تل ترتله عزت او جلال وي! امین.
18ای تیموتاوسه زما زویه، د هغو پېشګویانو له مخې چې پخوا ستا په هکله شوې دي، تاته حکم کوم او هیله مند یم چې دا حکم سرته ورسوې او د هغو څخه د وسلو په توګه په جګړه کې ښه کار واخلې
19او خپل ایمان او پاک وجدان ټینګ وساتې. ځینو خلکو چې د خپل وجدان خبره ونه منله، نو د هغوی د ایمان کشتۍ ډوبه شوه.
20په هغوی کې هیمناوس او سکندر شامل دي چې ما هغوی شیطان ته وسپارل، ترڅو دا زده کړي چې نور کفر ونه وایي.