Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
15 verses
1نو د هرڅه نه مخکې زه په کلکه ستاسو نه غوښتنه کوم چې د ټولو خلکو دپاره زارۍ، دعاګانې، شفاعتونه او شکرګزاري وکړئ.
2د پاچاهانو او د واک د ټولو خاوندانو دپاره هم داسې وکړئ، ترڅو مونږ په ټولو برخو کې د دیندارۍ او عزت سره یو سوله ایز او ارام ژوند وکړو.
3دا کار ښه دی او زمونږ خلاصوونکی خدای ورباندې خوشحالیږي.
4هغه غواړي چې ټول خلک خلاصون ومومي او حقیقت وپېژني.
5ځکه چې یو خدای دی او د خدای او انسانانو ترمنځ یو منځګړی دی او هغه عیسی مسیح دی چې په خپله انسان دی
6او خپل ځان یې د ټولو دپاره قربان کړ او دا په ټاکلی وخت کې ثابته شوه چې خدای غواړي ټول خلک خلاصون ومومي.
7له همدې امله زه وعظ کوونکی او رسول وټاکل شوم. زه خدای راولېږلم چې غیریهودیانو ته د ایمان او حقیقت په هکله تعلیم ورکړم. زه رښتیا وایم او دروغ نه وایم.
8نو زه غواړم چې د هر عبادت په وخت کې دې سړي بې له قهر او دعوې څخه خپل سپېڅلي لاسونه پورته کړي او دعا دې وکړي.
9همدارنګه ښځې دې هم د حیا او شرافت مناسب کالي واغوندي، نه دا چې خپلې کمڅۍ جوړې کړي او په سرو زرو، مرغلرو او قیمتي کالیو باندې خپل ځانونه سینګار کړي،
10بلکې خپل ځانونه دې په ښو عملونو چې د دیندارو ښځو سره ښه ښکاري، سینګار کړي.
11پرېږدئ چې ښځې په ارامۍ او تابعدارۍ سره زده کړه وکړي.
12زه اجازه نه ورکوم چې ښځې دې سړیو ته تعلیم ورکړي او یا دې په هغوی باندې واک او اختیار ولري، بلکې ښځه باید خاموشه اوسي،
13ځکه چې لومړی آدم پیدا شو او وروسته حوا
14او دا آدم نه ؤ چې وغولېده، بلکې ښځه وه چې وغولېدله او د خدای قانون یې مات کړ.
15خو ښځې به د اولاد په راوړلو سره خلاصون مومي، که چېرې هغوی په ایمان، مینه او پاکۍ کې ټینګې پاتې شي او په خپل ځان باندې واک ولري.