Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
16 verses
1دا خبره رښتیا ده چې که چېرې څوک غواړي د کلیسا مشر شي، نو هغه د عزت کار غواړي.
2له دې امله د کلیسا مشر باید د ملامتیا نه پاک وي، یوازې یوه ښځه ولري، هوښیار وي، په خپل نفس باندې واک ولري، شریف او مېلمه پال وي او د تعلیم ورکولو توان ولري.
3هغه باید شرابي او جګړه مار نه، بلکې نرم مزاجه وي، جنجالي نه وي او د پیسو سره مینه ونه لري.
4هغه باید خپله کورنۍ په ښه توګه اداره کړي او خپلو اولادونه ته داسې روزنه ورکړي چې په ډېر درناوي سره د هغه منونکي اوسي.
5ځکه که چېرې څوک نه پوهیږي چې خپله کورنۍ څنګه اداره کړي، نو هغه به څنګه وکولای شي چې د خدای په کلیسا باندې پام وکړي؟
6هغه باید نوی ایماندار نه وي، ځکه کېدای شي چې مغرور شي او د شیطان په شان محکوم وګرځول شي.
7برسېره پر دې، هغه باید د کلیسا نه بهر خلکو کې نېک نوم ولري، ترڅو سپک او رسوا نه شي او د شیطان په دام کې ونه لویږي.
8همدارنګه د کلیسا خادمان باید عزتمن خلک وي، دوه ژبي او دوه مخي نه وي، ډېر شراب دې ونه څښي او د پیسو حرص ورسره نه وي.
9هغوی باید په پاک وجدان سره د ایمان راز وساتي.
10هغوی دې اول وازمایل شي او که چېرې هغوی بې عیبه ثابت شي، نو بیا یې پرېږدئ چې د خادم په توګه خدمت وکړي.
11همدارنګه د هغوی ښځې هم باید عزتمنې وي، غیبت دې نه کوي، بلکې هوښیارې او په هر کار کې وفادارې اوسي.
12خادم دې یوازې د یوې ښځې خاوند وي او خپل اولادونه او خپله کورنۍ باید په ښه توګه اداره کړي.
13ځکه کوم کسان چې د کلیسا د خادمانو په توګه کار کوي، هغوی به د خپلو ځانونو دپاره لوړ مقام تر لاسه کړي او په هغه ایمان کې چې په عیسی مسیح باندې یې لري ډېره زړه ورتیا تر لاسه کړي.
14زه په دې هیله یم چې زر تاته درشم، خو بیاهم تاته دا شیان لیکم.
15که چېرې زما په راتګ کې ځنډ رامنځته شي، نو ته به په دې لیک سره پوه شئ چې خلک د خدای په کورنۍ کې چې د ژوندي خدای کلیسا او د رښتینولۍ پایه او بنیاد دی، څنګه چلند وکړي.
16دا ټولو ته څرګنده ده چې زمونږ د دیندارۍ راز څومره لوی دی چې:هغه د انسان په شکل کې ښکاره شود روح القدس په وسیله د هغه رښتینولي ثابته شوههغه د فرښتو له خوا ولیدل شوپه ټولو قومونو کې د هغه په هکله اعلان وشوپه دنیا کې خلکو په هغه باندې ایمان راوړاو هغه په جلال کې پورته یووړل شو