Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
16 verses
1روح القدس په ښکاره توګه وایي چې په اخرو زمانو کې به ځینې خلک ایمان له لاسه ورکړي او د بې لارې کوونکو روحونو او شیطاني تعلیمونو پیروي به کوي.
2داسې تعلیمونه به د هغو دروغجنو خلکو د ریاکارۍ له امله وي چې وجدان یې مړ شوی وي.
3هغوی خلک د واده څخه منع کوي او هم یې د هغو خوړو څخه منع کوي چې خدای پیدا کړي دي، ترڅو هغه ایمانداران چې په حقیقت باندې پوهیږي، په شکرګزارۍ سره یې وخوري.
4هرڅه چې خدای پیدا کړي دي، هغه ښه دي او د هېڅ شي څخه چې په شکرګزارۍ سره قبول شي، باید انکار ونه شي،
5ځکه چې هغه د خدای په کلام او دعا سره پاک شوي دي.
6تیموتاوسه، که چېرې ته هغه شیان خویندو او ورونو ته ور په یاد کړې چې ما ورته اشاره وکړه، نو ته به د عیسی مسیح یو ښه خدمتګار یې چې د ایمان په پیغام او هغه حقیقي تعلیم باندې چې تا پرې عمل کړی دی، روزل شوی یې.
7د بې دینه او د بې ګټې نکلونو نه ځان ساته او د هغې په ځای خپل ځان د دیندارۍ د ژوند دپاره وروزه.
8ځکه جسماني تمرین او روزنه یو څه ګټه لري، خو د دیندارۍ تمرین او روزنه په هر لحاظ ګټه لري، ځکه چې هغه هم د دې ژوند او هم د راتلونکي ژوند دپاره یوه وعده ده.
9دا خبره رښتیا او په پوره توګه د منلو وړ ده.
10له همدې امله مونږ زحمت وباسو او هلې ځلې کوو، ځکه چې زمونږ هیله هغه ژوندي خدای ته ده چې د ټولو خلکو او په ځانګړې توګه د ایماندارانو خلاصوونکی دی.
11د دې شیانو په هکله هغوی ته حکم او لارښوونه کوه.
12هېڅوک دې تاته په دې خاطر چې ځوان یې په سپکه سترګه ونه ګوري، بلکې د ایماندارانو دپاره په خبرو، چال چلند، مینه، ایمان او پاکۍ کې یو مثال اوسه.
13ترڅو چې زه راځم، نو خلکو ته د خدای کلام په لوستلو، نصیحت کولو او تعلیم ورکولو بوخت اوسه.
14د هغه نعمت په هکله مه بې پروا کېږه چې تاته د هغې پېشګویانې او د کلیسا د مشرانو له خوا په تا باندې د لاس ایښودلو په وسیله درکړل شوی دی.
15په دې شیانو باندې عمل کوه او خپل ځان دې هغو ته وقف کړه، ترڅو ټول ستا پرمختګ وویني.
16خپل ځان او خپل تعلیم ته پام کوه او په هغې باندې ټینګ ولاړ اوسه. ځکه که چېرې داسې وکړې، نو ته به هم خپل ځان او هم هغه خلک چې ستا خبرو ته غوږ نیسي، وژغورې.