Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1مشر سړي ته هېڅکله سختې خبرې مه کوه، بلکې هغه داسې هڅوه لکه چې ستا خپل پلار وي او د ځوانانو سره لکه د ورونو په شان چلند کوه.
2د زړو ښځو سره لکه د میندو په شان او د ځوانو ښځو سره په پوره پاکۍ لکه د خپلو خویندو په شان چلند کوه.
3د کونډو ښځو چې په رښتیا سره څوک نه لري، پام او عزت کوه.
4که چېرې کونډه اولادونه او یا لمسیان ولري، نو د ټولو نه مخکې هغوی باید د خپلې کورنۍ په وړاندې خپل دیني مسوولیت وپېژني او د خپل مور او پلار حق ادا کړي، ځکه چې په دې کار باندې خدای خوشحالیږي.
5کومه ښځه چې په رښتیا سره کونډه وي او څوک نه لري، هغه خدای ته هیله لري او شپه او ورځ په زارۍ او دعا اخته وي.
6خو کومه کونډه چې عیاشي کوي، که هغه ژوندۍ هم وي خو په حقیقت کې مړه ده.
7هغوی ته دا لارښوونې وکړه، ترڅو هېڅوک په هغوی کې کومه غلطي او ملامتیا پیدا نه کړي.
8که چېرې څوک د خپلو خپلوانو او په ځانګړې توګه د خپلې کورنۍ په غړو باندې پام نه کوي، نو هغه د ایمان نه منکر دی او تر بې ایمانه هم ډېر بد دی.
9هغه کونډه دې د کونډو په لست کې ولیکل شي چې عمر یې د شپېتو کالو نه کم نه وي او یوځل واده شوې وي.
10هغه باید د خپلو ښو کارونو له امله مشهوره وي: هغې خپل اولادونه روزلي وي، مېلمه پالنه یې کړې وي، په عاجزۍ سره د خدای د خلکو خدمت وکړي، د دردمندو خلکو سره یې مرسته کړې وي او خپل ځان یې د هر ډول ښه کار دپاره وقف کړی وي.
11خو د ځوانو کونډو نومونه په لست کې مه لیکه، ځکه کله چې د هغوی نفساني غوښتنې هغوی د مسیح نه لېرې کړي، نو بیا غواړي چې واده وکړي.
12په دې ډول هغوی خپل ځانونه د قضاوت لاندې راولي، ځکه چې خپله اولنۍ وعده یې ماته کړې ده.
13برسېره پر دې، هغوی په دې عادت کیږي چې بېکاره اوسي او کور په کور وګرځي، نه یوازې بېکاره بلکې غیبت کوي او د نورو په کارونو کې لاس وهنه کوي او د هغو شیانو په هکله چې لازمه نه ده خبرې کوي.
14نو زما مشوره دا ده چې ځوانې کونډې دې واده وکړي، اولادونه دې راوړي او د خپل کور کارونه دې تنظیم کړي او زمونږ مخالفینو ته موقعه ورنه کړي چې بدې خبرې ورپسې وکړي.
15ځکه چې ځینې کونډې لا د مخکې نه بې لارې شوې دي او د شیطان په لاره روانې دي.
16که چېرې د یوې ایماندارې ښځې په خپلوانو کې کونډې ښځې وي، نو هغه دې په خپله د هغوی سره مرسته وکړي او په کلیسا باندې دې بار نه اچوي، ترڅو کلیسا د هغو کونډو سره مرسته وکړي چې په رښتیا څوک نه لري.
17د کلیسا هغه مشران چې خپله وظیفه په ښه توګه سرته رسوي هغوی د عزت او تنخواه لایق دي، په ځانګړې توګه هغوی چې د کلام په اورولو او تعلیم ورکولو کې زحمت وباسي.
18ځکه چې د خدای کلام وایي: «تاسو د غوبل کولو په وخت کې د غویي خوله مه تړئ.» او په بل ځای کې وایي: «مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دی.»
19د کوم مشر په خلاف چې تور لګول کیږي هغه مه منه، مګر دا چې دوه یا درې شاهدان ورباندې شاهدي ورکړي.
20هغوی چې ګناه کوي، نو د ټولې کلیسا په مخکې یې ملامته کړه، ترڅو د نورو دپاره د عبرت سبب شي.
21زه د خدای او عیسی مسیح او د غوره شویو فرښتو په حضور کې تاته حکم کوم چې په دې لارښوونو باندې پرته له تعصب نه عمل کوه او په هېڅ کار کې د هېچا طرفداري مه کوه.
22څښتن ته د خدمت دپاره په هېچا باندې په لاس ایښودلو کې بیړه مه کوه او د نورو په ګناهونو کې مه شریک کېږه. پاک لمنه اوسه.
23د دې نه وروسته یوازې اوبه مه څښه، بلکې د خپلې معدې په خاطر لږ لږ شراب هم څښه، ځکه چې ته زیات وختونه ناروغه کېږې.
24د ځینو خلکو ګناهونه ښکاره دي او هغوی قضاوت ته رسوي، خو د نورو ګناهونه به وروسته ښکاره شي.
25همدارنګه د خلکو ښه کارونه هم په ښکاره لیدل کیږي او که دا کارونه په پټه هم شوي وي، نو یوه ورځ به ښکاره شي.