Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1هغوی چې د غلامۍ د جغ لاندې دي، خپل باداران دې د ډېر درناوي لایق وګڼي، ترڅو د خدای نوم او زمونږ تعلیم بدنام نه شي.
2هغه غلامان چې باداران یې ایمانداران دي، هغوی دې په دې خاطر د هغوی بې احترامي نه کوي چې هغوی ایمانداران ورونه دي، بلکې باید د هغوی ښه خدمت وکړي، ځکه کوم خلک چې د هغوی د خدمت نه ګټه اخلي، هغوی ایمانداران او زړه ته نژدې خلک دي.نو باید دا تعلیم خلکو ته ورکړل شي او هغوی وهڅول شي ترڅو په دې باندې عمل وکړي.
3که چېرې څوک غلط تعلیم ورکوي او زمونږ د څښتن عیسی مسیح د سمو خبرو او د هغه تعلیم سره چې د دیندارۍ سره سمون لري، موافق نه وي،
4نو هغه مغرور دی او په هېڅ شي نه پوهیږي. هغه په لېونتوب سره بحثونه خوښوي او دا خوښوي چې د لغتونو په سر شخړه وکړي. دا شیان د کینې، بې اتفاقۍ، تهمت او بدګمانۍ سبب کیږي.
5دا د هغو خلکو په منځ کې د دوامداره بحثونو سبب کیږي چې خیالونه یې خراب او د حقیقت نه لېرې دي او هغوی ګومان کوي چې دینداري د شتمنۍ د لاسته راوړلو دپاره یوه وسیله ده.
6خو د قناعت سره دینداري ډېرې ګټې لري،
7ځکه چې مونږ دې دنیا ته څه نه دي راوړي او نه د دې دنیا نه د ځان سره کوم څه وړلی شو.
8خو که چېرې مونږ خواړه او کالي ولرو، نو په هغو باید قناعت وکړو.
9خو کوم خلک چې غواړي شتمن شي، نو هغوی د وسوسو او ډول ډول بې معنی او تاوان رسوونکو غوښتنو په دام کې چې خلک د تباهۍ خواته بیایي، راګېریږي.
10ځکه چې د پیسو سره مینه کول د ډېرو بدیو بنیاد او سرچینه ده. ځینو خلکو چې د پیسو سره ډېر شوق پیدا کړی دی، نو خپل ایمان یې له لاسه ورکړی دی او په ډېرو غمونو یې خپل زړونه سوري سوري کړي دي.
11خو ای د خدای استازیه، ته د دې ټولو شیانو نه لرې اوسه. د عدالت، دیندارۍ، ایمان، مینې، صبر او زغم او نرمۍ کوښښ کوه.
12د ایمان په جنګ کې ښه وجنګېږه او تلپاتې ژوند تر لاسه کړه، ځکه چې ته خدای د تلپاتې ژوند دپاره غوره کړی یې چې د ډېرو شاهدانو په حضور کې په ښه ډول د خپل ایمان اقرار وکړې.
13زه تاته د هغه خدای په حضور کې چې ټولو شیانو ته ژوند ورکوي او د عیسی مسیح په حضور کې چې د پانتیاس پیلاتوس په مخکې یې ښه اقرار وکړ، حکم کوم
14چې د زړه نا زړه کېدلو پرته دې حکم ته غاړه کېږدې. نو بیا به د اوس نه زمونږ د څښتن عیسی مسیح د بېرته راتللو پورې هېڅوک په تا کې کومه ملامتیا پیدا نه کړي.
15نو مبارک خدای چې یوازېنی واکمن، د پاچاهانو پاچا او د څښتنانو څښتن دی، هغه به د عیسی مسیح راتلل په یو ټاکلي وخت کې ښکاره کړي.
16خدای چې یوازې غیر فاني دی او په هغه نور کې اوسیږي چې هېڅوک نه شي کولای هغه ته ورنژدې شي او هېچا هېڅکله هغه نه دی لیدلی او نه یې لیدلی شي، عزت او قدرت دې ترتله د هغه وي! امین.
17د دې دنیا شتمنو خلکو ته حکم وکړه چې نه دې مغرور کیږي او نه دې فاني مال او دولت ته کومه هیله ولري، بلکې خدای ته دې هیله ولري چې هرڅه مونږ ته پرېمانه راکوي چې خوند ترې واخلو.
18هغوی ته حکم وکړه چې نېک کارونه وکړي او په ښو کارونو کې شتمن شي او سخیان اوسي او دې ته تیار اوسي چې نورو ته هم برخه ورکړي.
19په دې ډول به هغوی د خپلو ځانونو دپاره یوه خزانه جوړه کړي چې د راتلونکي دپاره یو ښه بنیاد وي، ترڅو هغوی وکولای شي چې رښتینی ژوند لاسته راوړي.
20ای تیموتاوسه، هغه څه چې تاته درسپارل شوي دي، د هغه ساتنه کوه. د بې دینه خبرو او احمقانه بحثونو څخه چې په غلطۍ سره ورته «پوهه» ویل کیږي، ځان وساته.
21د دې خبرو په اقرار کولو سره ځینو خلکو خپل ایمان له لاسه ورکړی دی.په تاسو ټولو دې د خدای فضل وي.