Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1دا لیک د پولوس له خوا چې د خدای په ارادې د عیسی مسیح رسول دی او د دې دپاره لېږل شوی دی ترڅو هغه وعده شوی ژوند چې په عیسی مسیح کې تر لاسه کیږي، اعلان کړي.
2زه دا لیک خپل ګران زوی تیموتاوس ته لیکم. د پلار خدای او زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل، رحم او سلامتي دې وي په تا باندې.
3زه د هغه خدای شکر کوم چې خدمت یې کوم، لکه څنګه چې زما نیکونو په پاک وجدان سره د هغه خدمت کاوه. زه هر وخت شپه او ورځ تا په خپلو دعاګانو کې یادوم.
4کله چې ستا اوښکې را په یاد شي، نو دا ارمان لرم چې تا ووینم، ترڅو ستا په لیدلو زما خوشحالي پوره شي.
5زه ستا هغه سوچه ایمان رایادوم چې لومړی ستا نیا لوییس او ستا مور افنیکي درلود او زه ډاډه یم چې ته یې هم لرې.
6له دې امله تاته در په یادوم چې د خدای هغه نعمت چې زما د لاس په ایښودلو سره تاته درکړل شو، هغه د ځانه سره ژوندی وساته.
7ځکه کوم روح چې خدای مونږ ته راکړی دی هغه د وېرې او شرم روح نه دی بلکې د قدرت، مینې او په ځان باندې د واک لرلو روح دی.
8نو بیا زمونږ د څښتن په هکله د شاهدۍ ورکولو یا زما په اړه چې د هغه په خاطر بندي یم، مه شرمېږه، بلکې د خدای په قدرت سره په هغو کړاوونو کې زما سره شریک شه چې د زېري په رسولو کې رامنځته کیږي.
9خدای مونږ ته خلاصون راکړ او مونږ یې یو سپېڅلي ژوند ته راوبللو. دا زمونږ د عملونو له امله نه وو بلکې دا د خدای مقصد او فضل ؤ چې د ازل نه یې د عیسی مسیح په وسیله مونږ ته راکړ.
10خو اوس هغه دا فضل زمونږ د خلاصوونکي عیسی مسیح په راتللو سره مونږ ته ښکاره کړی دی. هغه د مرګ قدرت له منځه یووړ او د زېري په وسیله یې نه فناکېدونکی ژوند ښکاره کړ.
11زه د دې زېري رسولو دپاره وعظ کوونکی، رسول او استاذ وټاکل شوم.
12له همدې امله زه کړاوونه زغمم، خو په هغه باندې نه شرمېږم. خو په چا باندې چې ما ایمان راوړی دی زه هغه پېژنم، ځکه زه یقین لرم چې هغه دا توان لري هغه څه چې هغه راته سپارلي دي، د خپل بېرته راتګ تر ورځې پورې یې وساتي.
13هغه سم تعلیم چې زما نه مو اورېدلی دی، هغه د هغه ایمان او مینې په وسیله چې په عیسی مسیح کې یې لرې، د خپل ځان دپاره مثال وګرځوه.
14هغه ښه امانت چې تاته سپارل شوی دی هغه د روح القدس په وسیله چې په مونږ کې اوسیږي، وساته.
15ته خبر یې چې د اسیا د ولایت ټولو خلکو زه پرېښودم چې په هغو کې فیجلس او هیرموجینس هم شامل دي.
16څښتن دې د اونیسیفوروس په کورنۍ باندې رحم وکړي، ځکه چې هغه ماته څو څو ځلې نوی قوت راکړ او په دې ونه شرمېده چې زه بندي یم،
17بلکې کله چې هغه روم ته راورسېده، نو زه یې ډېر ولټولم او پیدا یې کړم.
18څښتن دې د قضاوت په ورځ په هغه باندې خپل رحم وکړي. همدارنګه ته ښه خبر یې چې هغه په افسیس کې زما څومره خدمتونه کړي دي.