Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1نو ای زما زویه، په هغه فضل سره چې په عیسی مسیح کې دی، قوي اوسه.
2کومې خبرې چې تا د ډېرو شاهدانو په مخکې زما څخه اورېدلي دي، هغه داسې وفادارو کسانو ته وسپاره چې نورو ته د تعلیم ورکولو وړ وي.
3لکه د عیسی مسیح د یو ښه عسکر په شان زما سره په کړاوونو کې شریک شه.
4هېڅ عسکر خپل ځان په ملکي کارونو کې نه راګېروي، ځکه چې د هغه مقصد د خپل قوماندان خوشحاله ساتل دي.
5همدارنګه هېڅ لوبغاړی نه شي کولای چې د لوبو په سیالۍ کې جایزه تر لاسه کړي، ترڅو د هغې لوبې قوانین مراعت نه کړي.
6کوم دهقان چې زحمت یې ویستلی وي، هغه باید لومړنی کس وي چې د خپلو حاصلاتو برخه واخلي.
7څه چې زه درته وایم د هغو په هکله فکر وکړه، نو بیا به څښتن درته پوهه درکړي چې په ټولو شیانو باندې پوه شې.
8یاد ساته عیسی مسیح چې د داود د نسل څخه دی او هغه د مرګ نه وروسته راژوندی شوی دی. دا هغه زېری دی چې زه یې اعلانوم
9او د همدې زېري له امله دی چې زه کړاوونه وینم، تر دې چې د یو مجرم په شان په زنځیرونو تړل شوی یم. خو د خدای کلام په زنځیر تړل کېدای نه شي.
10نو زه دا هرڅه د خدای د غوره شویو په خاطر زغمم، ترڅو هغوی هم هغه خلاصون او تلپاتې جلال چې په عیسی مسیح کې دی، تر لاسه کړي.
11دا خبرې رښتیا دي:«که چېرې مونږ د هغه سره مړه شوي یو، نو د هغه سره به ژوند هم کوو.
12که چېرې مونږ صبر او زغم ولرو، نو د هغه سره به پاچاهي کوو هم.که چېرې مونږ د هغه نه انکار وکړو، نو هغه به هم زمونږ نه انکار وکړي.
13که چېرې مونږ بې وفا شو، نو هغه به وفادار پاتې شي،ځکه چې هغه نه شي کولای د خپل ځان نه انکار وکړي.»
14دا شیان خلکو ته ور په یاد کړه او د خدای په حضور کې ورته حکم وکړه چې د لغتونو په سر شخړه ونه کړي، ځکه چې دا هېڅ ګټه نه لري، بلکې اورېدونکو ته زیات زیان رسوي.
15ډېر کوښښ وکړه ترڅو خپل ځان د خدای په نظر کې داسې وښایې چې هغه دې خوښ کړي، لکه د یو مزدور په شان چې په خپل کار نه شرمیږي او په سمه توګه د حقیقت د پیغام تعلیم ورکوي.
16خو د بې دینه او بېځایه خبرو نه ځان وساته، ځکه چې دا خلک نور هم د بې ایمانۍ خواته وړي.
17نو د هغوی خبرې لکه د ناسور زخم په شان دي چې ټول بدن ته خپریږي چې په دې ډله کې هیمناوس او فیلیتس شامل دي چې داسې خبرې کوي.
18دغو کسانو چې د حقیقت لاره پریښې ده، وایي چې د بیا راژوندي کېدلو ورځ لا پخوا رارسېدلې ده او په دې ډول هغوی ځینې خلک د خپل ایمان څخه اړوي.
19خو خدای چې کوم بنیاد ایښی دی، هغه ټینګ دی او په هغه باندې داسې لیکل شوي دي: «څښتن خپل خلک پېژني» او «څوک چې د هغه نوم په خوله یادوي، باید د بدۍ نه لاس واخلي.»
20په یو لوی کور کې یوازې د سرو زرو او سپینو زرو لوښي نه وي، بلکې د لرګیو او خاورین لوښي هم وي. د هغو څخه ځینې یې د ځانګړو کارونو دپاره او ځینې یې د عادي کارونو دپاره دي.
21نو له دې امله که چېرې څوک خپل ځان د بدیو نه پاک کړي نو هغه به داسې لوښی شي چې د ځانګړو کارونو دپاره به ورڅخه کار اخیستل کیږي، ځکه چې هغه وقف شوی دی او د خپل بادار دپاره ګټور دی او هر ډول نېک کار ته تیار دی.
22نو د ځوانۍ د وخت د نفساني غوښتنو څخه ځان وساته او د هغو کسانو سره چې په پاک زړه څښتن ته دعا کوي، د عدالت، ایمان، مینې او سلامتۍ دپاره هلې ځلې کوه.
23خو د کم عقلتوب او جهالت بحثونو نه ځان ساته، ځکه چې ته پوهېږې چې د هغو پای شخړه ده.
24د څښتن خدمتګار باید جګړه مار نه اوسي بلکې په ټولو باندې مهربانه اوسي، ښه ښوونکی او زیات صبر او زغم ولري.
25په نرمۍ سره دې خپل مخالفین اصلاح کړي. کېدای شي چې خدای هغوی ته موقعه ورکړي چې توبه وباسي، ترڅو حقیقت وپېژني.
26بیا کېدای شي چې د هغوی سره عقل پیدا شي او د شیطان د دام نه چې په کې راګېر شوي دي او مجبوره کړي یې دي چې د هغه اراده پوره کړي، خلاص شي.