Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1خو په دې پوه شه چې په اخرو ورځو کې به د سختیو وختونه راشي.
2ځکه خلک به ځان خوښوونکي، پیسه دوسته، لافې وهونکي، مغرور، سپین سترګي، د مور او پلار نافرمانه، ناشکره، ناپاکه،
3بې رحمه، سخت زړه لرونکي، غیبت کوونکي، خپل سري، وحشي، د نېکۍ دښمنان،
4خاین، بې پروا، مغرور او د خدای د پېژندلو نه زیات د عیاشۍ خوښوونکي وي.
5هغوی به په ښکاره ځانونه دینداره ښایي، خو د خدای د قدرت نه به منکر وي. د داسې خلکو څخه ځان ساته
6په دوی کې داسې خلک دي چې کورونو ته ورننوځي او هغه کم عقلې او ساده ښځې د خپل تاثیر لاندې راولي چې په ګناهونو کې ډوبې وي او د هر ډول نفساني غوښتنو تر اغیزې لاندې راغلې وي.
7دا ښځې تل غواړي چې کوم څه زده کړي، خو هېڅکله نه شي کولای چې د حقیقت پېژندنې ته ورسیږي.
8لکه څنګه چې ینیس او یمبریس د موسی سره مخالفت کړی ؤ، نو دا خلک هم د حقیقت سره مخالفت کوي. د هغوی خیالونه فاسد او ایمان یې رښتینی نه دی.
9خو هغوی به ډېر پرمختګ ونه کړي، ځکه چې د هغوی کم عقلتوب به ټولو ته ښکاره شي، لکه څنګه چې د ینیس او یمبریس کم عقلتوب ښکاره شو.
10خو ته زما د تعلیم او دا چې زه څنګه ژوند تېروم او په ژوند کې زما د مقصد او زما د ایمان، زما د صبر، زما د مینې او زما د زغم نه خبر یې.
11همدارنګه ته خبر یې چې د پیسیدیې په انطاکیې، قونیې او لسترې ښارونو کې زه د کومو ځورونو او کړاوونو سره مخ شوم او هغه ځورونې مې وزغملې، خو بیاهم څښتن زه د هغو ټولو نه خلاص کړم.
12په حقیقت کې هرڅوک چې غواړي په عیسی مسیح کې په دیندارۍ سره ژوند وکړي، نو هغوی به ځورول کیږي.
13خو بد او چلبازه خلک به نور هم له بدو نه ډېر بد شي. هغوی به نور خلک غولوي او هم به په خپله غولیږي.
14خو څه چې تا زده کړي دي او په هغو باندې ټینګ باور لرې، نو هغو ته وفادار پاتې شه. ځکه ته پوهېږې چې هغه شیان دې د چا نه زده کړي دي
15او څنګه ته د ماشومتوب نه د خدای کلام سره اشنایي لرې چې تاته حکمت درکړي، ترڅو په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو سره خلاصون ومومې.
16د کلام ټولې لیکنې د خدای له خوا الهام اخلي او د تعلیم ورکولو، د غلطیو د رټنې، اصلاح او د رښتیني ژوند په خاطر د روزنې دپاره ګټورې دي،
17ترڅو د خدای خلک پوره وړتیا ولري او د هر نېک کار دپاره تیار اوسي.