Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1زه د خدای او عیسی مسیح په حضور کې چې د ژوندیو او مړو په هکله به قضاوت کوي او هغه به ښکاره شي او خپله پاچاهي به جوړه کړي، تاته حکم کوم
2چې د خدای د کلام وعظ کوه او که ستا دپاره وخت مناسب وي او که نه، تیار اوسه. ته باید خلکو ته د هغوی غلطۍ ور په ګوته کړې او هغوی ورټې او ویې هڅوه او په ډېر صبر او حوصلې سره هغوی ته تعلیم ورکوه.
3ځکه چې داسې وخت راتلونکی دی چې خلک به سم تعلیم ته غوږ نه نیسي، بلکې د خپلو نفساني غوښتنو پسې به ګرځي او داسې استاذان به راټول کړي چې هغه څه ترې واوري چې د دوی خوښیږي.
4هغوی به حقیقت اورېدل پرېږدي او په نکلونو پسې به ګرځي.
5خو ته باید په هر حال کې هوښیار اوسې، کړاوونه وزغمې، د زېري رسوونکي کار وکړې او د خدای د خدمتګار په توګه خپله وظیفه سرته ورسوې.
6خو زما وینه لا د مخکې نه د قربانۍ په خاطر تویه شوې ده او هغه وخت رارسېدلی دی چې باید د دې دنیا نه لاړ شم.
7ما ښه جنګ وکړ او سیالي مې پای ته ورسوله او وفادار پاتې شوم.
8نو اوس د عدالت تاج ماته په انتظار دی، هغه تاج چې څښتن یعنې هغه عادل قاضي به یې د قضاوت په ورځ ماته راکوي او یوازې ماته نه، بلکې هغو ټولو ته به یې هم ورکړي چې په ډېره مینه د هغه راتللو ته سترګې په لاره دي.
9ډېر کوښښ وکړه چې زر ماته راشې،
10ځکه چې دیماس له دې امله چې د دې دنیا سره یې مینه لرله، زه پرېښودم او تسالونیکې ته لاړ. کریسکیس غلاتیې ته او تیتوس دلماتیې ته تللی دی.
11یوازې لوقا زما سره دی. مرقوس راپیدا کړه او د ځان سره یې راوله، ځکه چې هغه زما سره په خدمت کې ګټور دی.
12تیخیکاس ما افسیس ته لېږلی دی.
13کله چې ته راځې، نو زما هغه چپنه چې د ترواس په ښار کې مې کرپوس ته پریښې ده او زما کتابونه او په ځانګړې توګه هغه په پوستکي باندې لیکل شوې نسخې هم د ځان سره راوړه.
14سکندر مسګر ماته لوی زیان رسولی دی. خو څښتن به هغه ته د خپلو کارونو سره سم سزا ورکړي.
15ته هم د هغه نه ځان ساته، ځکه چې هغه زمونږ د پیغام سره ډېر مخالف دی.
16په اولنۍ محکمه کې هېڅوک زما په څنګ کې ونه درېد، بلکې ټولو زه پرېښودم. خدای دې هغوی په دې ګناه نه نیسي.
17خو څښتن زما سره ودرېده او ماته یې قوت راکړ چې ما وکولای شول چې د ټول پیغام په اړه وعظ وکړم چې ټول غیریهودیان یې واوري. نو زه د زمري د خولې نه خلاص شوم.
18څښتن به ما د هر بد کار څخه وساتي او خپلې اسماني پاچاهۍ ته به مې خوندي ورسوي. د هغه جلال دې تل ترتله وي. امین.
19پریسکیلا، اکیلا او د اونیسیفوروس کورنۍ ته زما سلامونه ووایه.
20اراستوس په قرنتوس کې پاتې شو او تروفیموس مې په میلیتوس کې پرېښود، ځکه چې هغه ناروغه ؤ.
21ډېر کوښښ وکړه چې د ژمي نه مخکې راشې. یوبولوس، پودینس، لینوس، کلادیه خور او ټول خویندې او ورونه درته سلام وایي.
22څښتن دې ستا سره مل وي. په تاسو ټولو دې د خدای فضل وي.