Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
16 verses
1دا لیک د پولوس له خوا چې د خدای خدمتګار او د عیسی مسیح رسول دی، لیکل شوی دی. زه د دې دپاره ټاکل شوی یم چې د خدای د غوره شویو خلکو ایمان قوي کړم او هغوی ته تعلیم ورکړم ترڅو په هغه حقیقت پوه شي چې هغوی ته دا ورزده کوي چې څنګه د دیندارۍ ژوند وکړي.
2دا هغه حقیقت دی چې هغوی ته د تلپاتې ژوندون هیله ورکوي. خدای چې هېڅکله دروغ نه وایي، د ازل نه دا وعده کړې ده
3او هغه دا په ټاکلی وخت کې په خپل کلام کې ښکاره کړ. دا کار ماته وسپارل شو چې زه د هغه په اړه د خپل خلاصوونکي خدای د حکم اعلان وکړم.
4زه دا لیک تیتوس ته لیکم چې زما رښتینی زوی دی چې په ایمان کې سره شریک یو. د پلار خدای او زمونږ د خلاصوونکی عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تا باندې.
5ته مې د دې دپاره په کریت کې پرېښودلې ترڅو پاتې کارونه تنظیم کړې او لکه څنګه چې مې درته لارښوونه کړې ده چې په هر ښار کې د کلیساګانو دپاره مشران وټاکې.
6مشران باید بې عیبه وي، یوازې یوه ښځه ولري، اولادونه یې ایمانداران وي او په هغوی باندې دې د بد اخلاقۍ او سرکښۍ تورونه نه وي.
7څرنګه چې د کلیسا مشر د خدای د کور مسوول دی، نو هغه باید بې عیبه وي. هغه باید خپل سری نه وي، تندخویه، شرابي، جګړه مار او د پیسو حرص ورسره نه وي.
8هغه باید مېلمه پال او خیرخواه وي، په خپل نفس باندې واک ولري، عادل، سپېڅلی، سم او منظم وي.
9هغه باید په هغه باوري پیغام باندې چې ورته تعلیم ورکړل شوی دی، ټینګ ودریږي، ترڅو په خپل رښتیني تعلیم سره وکولای شي نور خلک وهڅوي او څوک چې ورسره مخالفت کوي هغوی دې په کلکه وغندي.
10ځکه چې ډېر داسې خلک شته چې سرکښي کوي، هغوی بېځایه خبرې کوي او خلک غولوي، په ځانګړې توګه هغه خلک چې په سنتولو باندې ټینګار کوي.
11د داسې خلکو خولې باید وتړل شي، ځکه چې دوی د شرموونکې ګټې د لاسته راوړلو دپاره د هغو شیانو د تعلیم په وسیله چې باید ورنه کړل شي، د کورنیو ټول غړي تباه کوي.
12د کریتیانو د عالمانو څخه یو عالم وایي: «کریتیان تل دروغجن، وحشیان، خېټور او تنبلان دي.»
13دا شاهدي رښتیا ده، نو هغوی سخت ورټه ترڅو په ایمان کې روغ پاتې شي
14او هغوی باید د یهودیانو زړو کیسو او د هغو خلکو حکمونو ته غوږ ونه نیسي چې حقیقت یې رد کړی دی.
15د پاکو خلکو دپاره ټول شیان پاک دي، خو د ناپاکو او بې ایمانه خلکو دپاره هېڅ شی پاک نه دی، ځکه چې د هغوی فکرونه او وجدانونه دواړه ناپاکه دي.
16هغوی دعوه کوي چې مونږ خدای پېژنو، خو په عمل کې هغوی د هغه نه انکار کوي. هغوی د کرکې وړ او نافرمانه دي او د هېڅ نېک کار کولو وړتیا نه لري.