Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
15 verses
1خو ته هغه تعلیم ورکوه چې د سمې عقیدې له مخې وي.
2سپین ږیرو ته ووایه چې هغوی دې هوښیار او عزتمن وي، په خپلو نفسونو باندې واک ولري، په ایمان، مینه، صبر او زغم کې ټینګ اوسي.
3همدارنګه سپین سرو ته ووایه چې په خپل چال چلند کې سپېڅلې اوسي، غیبت دې نه کوي او ډېر شراب دې نه څښي او نورو ته دې د نېکۍ کولو تعلیم ورکوي،
4ترڅو دوی وکولای شي هغو ځوانو ښځو ته داسې روزنه ورکړي چې د خپلو مېړونو او اولادونو سره مینه وکړي.
5همدارنګه هغوی دې په خپلو نفسونو باندې واک ولري، پاک لمنې، هغه ښځې چې په کور کې ښې کارکوونکې وي، مهربانې او د خپلو مېړونو تابعدارې اوسي، ترڅو د خدای کلام بدنام نه شي.
6همدارنګه ځوانان وهڅوه چې اعتدال خوښوونکي اوسي.
7تل باید داسې نېک کارونه وکړې چې د نورو دپاره مثال وګرځي او په خپل تعلیم کې دې ایمانداري او درنښت ښکاره کړه.
8داسې سمې خبرې وکړه چې څوک درته ګوته ونه نیسي، ترڅو ستا مخالفین وشرمیږي او د هغوی سره به زمونږ په هکله د بدو ویلو دپاره کوم څه نه وي.
9غلامانو ته ووایه چې په هر کار کې دې د خپلو بادارانو تابع اوسي او هغوی دې راضي ساتې او د هغوی سره دې بحث نه کوي.
10د هغوی څخه دې پیسې نه غلا کوي، بلکې خپله ټوله وفاداري دې وښایي، ترڅو په هره طریقه چې هغوی زمونږ د خلاصوونکي خدای په هکله کوم تعلیم ورکوي هغه په زړه پورې وي.
11ځکه چې د خدای فضل د ټولو خلکو د خلاصون دپاره ښکاره شوی دی.
12دا فضل مونږ ته رازده کوي چې بې ایماني او دنیاوي غوښتنې پرېږدو او په دې دنیا کې د پرهېزګارۍ، عدالت او دیندارۍ ژوند وکړو.
13نو مونږ د برکت نه ډکه هیله یعنې د خپل لوی خدای او خلاصوونکي عیسی مسیح د بېرته راتللو په انتظار یو.
14هغه خپل ځان زمونږ په خاطر قربان کړ ترڅو مونږ د هر ډول بدیو نه خلاص کړي او زمونږ څخه د خپل ځان دپاره داسې پاک قوم جوړ کړي چې د نېکو کارونو شوقیان اوسو.
15د دې شیانو په هکله تعلیم ورکړه او په پوره واک سره هغوی وهڅوه او اصلاح یې کړه. هېچا ته اجازه مه ورکوه چې تاته په سپکه سترګه وګوري.