Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
15 verses
1ایماندارانو ته ور په یاد کړه چې د حاکمانو او د واک د خاوندانو تابعداري او د هغوی اطاعت دې کوي او د هر نېک کار دپاره دې تیار اوسي.
2هغوی ته ووایه چې د هېچا په هکله دې بد نه وایي او شخړه دې نه کوي، بلکې نرم مزاجه او د ټولو خلکو په وړاندې دې باادبه اوسي.
3ځکه چې مونږ هم یو وخت ناپوهه، نافرمانه، بې لارې او د هر ډول نفساني غوښتنو او عیاشیو غلامان وو او په کينې او بخیلتوب کې مو خپل ژوند کاوه. نورو زمونږ نه کرکه کوله او مونږ د نورو نه.
4خو کله چې زمونږ د خلاصوونکي خدای مهرباني او مینه ښکاره شوه،
5هغه مونږ ته خلاصون راکړ، خو نه د هغو نېکو کارونو له امله چې مونږ کړي وو، بلکې د هغه د رحم په وسیله مو تر لاسه کړ او روح القدس د وینځلو په وسیله مونږ ته نوی زېږون او نوی ژوند راکړ.
6هغه زمونږ د خلاصوونکي عیسی مسیح په وسیله روح القدس په پرېمانه توګه په مونږ باندې نازل کړ،
7ترڅو د هغه د فضل په وسیله عادل وګڼل شو او د هغې هیلې له مخې چې مونږ یې لرو، د تلپاتې ژوندون وارثان شو.
8دا خبره رښتیا ده.زه غواړم چې ته په دې باندې ټینګار وکړې، ترڅو هغه خلک چې په خدای باندې ایمان لري، دې ته پام وکړي چې خپل ځانونه نېکو کارونو ته وقف کړي. دا شیان ډېر ښه او د خلکو دپاره ګټور دي.
9خو د شجرو په هکله د کم عقلتوب بحثونو، بې اتفاقۍ او د شریعت په اړه د شخړو څخه ځان وساته، ځکه چې هغه بې ګټې او بې ارزښته دي.
10که چېرې یو کس بې اتفاقۍ ته لمن وهي، نو هغه ته یوځل یا دوه ځلې اخطار ورکړه او نور ورسره کار مه لره.
11ځکه چې ته پوهېږې چې هغه کس بې لارې شوی دی او د هغه ګناه هغه ملامتوي.
12کله چې زه ارتیماس یا تیخیکاس تاته درولېږم، نو ډېر کوښښ وکړه چې زر خپل ځان د نیکوپولیس ښار ته راورسوې او ماته راشه، ځکه چې ما پرېکړه کړې ده چې ژمی هلته تېر کړم.
13د زیناس وکیل او اپولوس سره مرسته وکړه چې زر تر زره خپل سفر ته دوام ورکړي او ګورئ چې هغوی کوم شي ته اړتیا ونه لري.
14زمونږ خلک دې دا زده کړي چې خپل ځانونه نېکو کارونو ته وقف کړي، ترڅو د خلکو بیړنۍ اړتیاوې پوره کړي او د هغوی ژوند بې ګټې نه شي.
15هغه ټول کسان چې زما سره دي، تاته سلام وایي. هغو کسانو ته هم زما سلامونه ووایه چې زمونږ سره مینه لري او زمونږ په ایمان کې شریک دي. په تاسو ټولو دې د خدای فضل وي.