Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1دا لیک د پولوس له خوا چې د عیسی مسیح په خاطر زنداني دی او زمونږ د ورور تیموتاوس له خوا خپل ګران د خدمت ملګري فیلیمون ته
2او خپلې خور اپفیې او ارخیپوس ته چې لکه د یو عسکر په شان زما همکار دی او ستاسو د کور کلیسا ته.
3زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.
4ای فیلیمونه، کله چې زه تا په خپلو دعاګانو کې یادوم نو تل د خپل خدای شکر کوم،
5ځکه چې زه ستا د مینې نه چې د خدای د ټولو خلکو سره یې لرې او په څښتن عیسی باندې د ایمان نه خبر یم.
6او زما دعا دا ده چې ته خپل د ایمان شراکت داسې ښکاره کړې، چې د دې سبب شي ترڅو زمونږ پوهه د هغو برکتونو په اړه چې په مسیح کې یې لرو، زیاته شي.
7ای زما وروره، ماته ستا د مینې له امله ډېره خوشحالي او تسلي پیدا شوې ده، ځکه چې ستا له امله د خدای د خلکو زړونه قوي او تازه شوي دي.
8سره له دې چې زه په مسیح کې دا زړورتیا او جرات لرم چې تاته حکم وکړم چې هغه کار وکړه چې مناسب وي،
9خو زه د هغې مینې له امله چې تا سره یې لرم او زه پولوس د یو سپین ږیري سړي په توګه چې اوس د عیسی مسیح په خاطر زنداني یم، ستا نه د یو څه غوښتنه کوم.
10زه د خپل زوی اونیسیموس له خوا چې د خپل بندیتوب په وخت کې د هغه روحاني پلار شوم، ستا نه غوښتنه کوم.
11هغه یو وخت ستا دپاره ګټور نه ؤ، خو اوس هم ستا او هم زما دپاره ګټور دی.
12زه هغه تاته بېرته درلېږم چې زما د زړه سر دی.
13ما غوښتل چې هغه د خپل ځان سره وساتم، ترڅو تر هغه وخته پورې چې زه د زېري په خاطر په زندان کې یم، هغه به ستا په ځای زما خدمت کوي.
14خو ما ونه غوښتل چې ستا له غوښتنې نه پرته کوم کار وکړم، ترڅو ستا نېکي د مجبوریت له مخې نه بلکې ستا په رضا سره وي.
15ښایي هغه د دې دپاره ستا نه د لږ وخت دپاره جدا شو چې هغه د تل دپاره ستا سره وي.
16خو هغه اوس نور د یو غلام په شان نه، بلکې د غلام نه ډېر لوړ دی، لکه د یو ګران ورور په شان. هغه چې دومره ماته ګران دی، نو څومره به تاته هم د غلام او هم په څښتن کې د یو ورور په توګه ګران وي.
17نو که چېرې ته ما خپل شریک ګڼې، نو لکه څنګه چې ما قبلوې، هغه هم قبول کړه.
18که چېرې هغه ستا سره کومه بدي کړې وي او یا ستا ورباندې کوم پور وي، نو هغه زما په حساب ولیکه.
19زه پولوس دا درته په خپل لاس لیکم چې زه به دا هرڅه بېرته درکړم. زه دا نه وایم چې ته څومره زما پوروړی یې، حتی ته په خپله او ستا ځان هم.
20ای وروره، د څښتن په خاطر ماته ګټه ورسوه او احسان وکړه او په مسیح کې زما زړه قوي او تازه کړه.
21زه ستا په تابعدارۍ باندې باور لرم، نو زه دا شیان تاته لیکم او په دې پوهېږم زه چې درڅخه څه غواړم، د هغې نه به زیات وکړې.
22بله دا چې زما دپاره یوه کوټه تیاره کړه، ځکه زه هیله لرم چې خدای به ستاسو دعاګانې قبولې کړي او ما به بیا تاسو ته درولي.
23اپفراس چې د عیسی مسیح په خاطر زما سره په زندان کې دی، تاته سلام وایي.
24همدارنګه مرقوس، ارسترخوس، دیماس او لوقا چې په دې خدمت کې زما ملګري دي، هم تاته سلام وایي.
25په تاسو ټولو باندې دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل وي.